تازه خبرونه

په هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر نږدې یوولس سوه ته پورته شو

Published

on

د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په افغانستان کې د کورونا ویروس د ۶۶ مثبتو پېښو له موندل کیدو سره د اخته کسانو شمېر ۱۰۹۲ ته پورته شو.

په پلازمېنه کابل کې کورونا ویروس په چټکۍ مخ پر خوریدو دی او د هرې ورځې له تېریدو سره یې شمېر لوړیږي او له هرات څخه اوس په کابل کې د کورونا ویروس ډېرې پېښې ثبتیږي.

د عامې روغتیا وزارت ويلي، چې له تېرو څلیریشت ګړیو څخه د کورونا ویروس شپږ شپېته مثبتې پېښې ثبت شوي دي، چې دوه پنځوس یې په کابل کې، پېنځه په لغمان او څلور – څلور په ننګرهار او پکتیا ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په تېرو ۲۴ ګړیو کې ۱۵ کسان له دې مرګونې ناروغې رغیدلي، چې له دې سره د رغیدلیو کسانو شمېر ۱۵۰ ته ورسیده.

په هرات کې د کورونا ویروس ټولې مثبتې پېښې درې سوه څلوېښت دي؛ خو د تازه پېښو له موندل کیدو سره په کابل کې له هرات ډېر کسان پر کورونا ویروس اخته شوي دي.

اوس په کابل کې درې سوه پېنځه اتیا کسان پر کورونا اخته دي.

ولسمشر غني هم زیاتره چارې او لیدنې د تلویزیون او ویډیو کنفرانس له لارې تنظیموي.

کله، چې  په ارګ کې پر کورونا ویروس د لسګونه کسانو د اخته کیدو راپورونه خپاره شول؛ ولسمشر غني او لومړۍ میرمنې هم د دغې ناروغۍ طبي آزموینه وکړه، چې د چارواکو په ونیا پایلې یې منفي راوتي دي.

د ولسمشر ویاند په ډاګه کړې، چې ولسمشر غني جوړ تیار دی او ټولې دولتي چارې په منظمه توګه اداره کوي او د سالم کاري چاپېریال لپاره ورته ټول تدابیر نیول شوي دي.

Trending

Exit mobile version