تازه خبرونه

په هېواد کې د کرونا ویرویس د اخته کسانو شمېر ۳۳۷ کسانو ته ورسید

Published

on

د عامي روغتیا وزرات ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۸ مثبتي پېښې کتل شوي، چې په هرات کې یې شمېر  ۲۱۴ ا دی او کابل هم ۵۱ مثبتې پېښې لري.

د عامي روغتیا وزارت دا هم ویلي، چې پدی ویروس اخته ۱۷کسان روغ شوی؛ خو اته نور یې د دی ویروس له  کبله  مړه شوي دي.

کرونا ویرویس د هېواد په ۲۳ ولایتونو کي خپور شوي دی.

د لوګر ولایت د عامې روغتیا ریاست پر کرونا ویروس د دوه اخته کسانو له ښه کیدو خبر ورکوي او وایي، چې دا دوه کسان د امین الله خان لوګري په روغتون کې تر درملنې لاندې ول، چې اوس بشپړ ښه شوي او له روغتونه رخصت شول.

دغه راز په کابل کې هم پر کرونا اخته یوه کس له روغتیا برخمن شوی دی. له دې سره د ښه شویو کسانو شمېر ۱۵ کسانو ته رسیدلي دي.

په هېواد کې د کرونا ویرویس مخ پر پراختیا دی او د عامی روغتیا وزارت هم خبرداری ورکړی، چې دا ناروغي نه واکسین لري او نه هم درملنه؛ نوله دی کبله له خلکو غو غوښتل شوي، چې په خپلو کورونو کې دې پاتې شي. 

Trending

Exit mobile version