Connect with us

تازه خبرونه

په ننګرهار کې د سرې قطعې د ۳ قومندانو په ګډون ۳۰ طالب جنګیالي وژل شوي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکو ویلي، چې افغان ځواکونو د ننګرهار په شېرزاد ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو پر سرې قطعې عملیات کړي، چې د سرې قطعې د درې قومندانو په ګډون دېریش طالب جنګیالي وژل شوي دي.

شېرزاد د تېرو پېنځه میاشتو راپدیخوا د داعش، طالب او حکومت ترمنځ د جګړې توډ ډګر دی.

د ننګرهار والي ویاند  عطاالله خوږیاڼی وايي، تېره شپه د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو د دې ولایت شېرزاد ولسوالۍ د سرې قطعې پر یوه مهم جنګي مرکز شپني عملیات ترسره کړي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د امنیتي ځواکونو په شپني عملیاتو کې د طالبانو د سرې قطعې د درې پاکستانیو قومندانانو په ګډون ۳۰ وسلوال طالبان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

هغه دا هم ویلي، چې په دې مرکز کې د وسلوالو طالبانو پوځي تجهیزات ، وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي او د دوی یوه مخابروي دستګاه، چې دوی د ننګرهار په کچه ترې کار اخیسته هم ویجاړه  شوې ده.

د شېرزاد استوګن د طالبانو د سرې قطعې پر جنګیالیو د حکومت عملیات تائيدوي او وايي په عملیاتو کې طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې؛ خو شمېر یې هومره ندی، چې حکومتي سرچینې یې ښيي.

وسلوالو طالبانو تر دې دمه د دغو عملیاتو په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د یوې بې پایلوته الوتکې په برید کې هم د شېرزادو د سرې قطعې یو طالب قومندان او اووه جنګیالي وژل شوي وه.

شېرزاد د ننګرهار یوه هغه ولسوالي ده، چې د ولسوالۍ له انګړ پرته پر نورو سیمو یې طالب جنګیالي واکمن دي. په دې وروستیو کې د یادې ولسوالۍ ځینې سیمې داعش جنګیالیو ونیولې. د طالبانو د سرې قطعې ډله د داعش له جنګیالیو سره د جګړې لپاره شېرزادو ته راغلې ده.

خبریال: رحمت الله زیارمل

تازه خبرونه

ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سوله‌ییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.

دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.

دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.

دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.

د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.

د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.

دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.

ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.

د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.

دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.

ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!