Connect with us

سیمه ییز خبرونه

په ننګرهار کې د قتیل خوږیاڼي لومړی تلین ونمانځل شو

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په ننګرهار کې د لیکوال او شاعر عبدالروف قتیل خوږیاڼي د لومړي تلین یاد غونډه جوړه او تر سره شوه.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په تالار کې د شنبې پر ورځ( د ۱۳۹۷ لمریز کال د مرغومي پر ۲۹) د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست پر نوښت پوهانو، لیکوالو او فرهنګپالو د نوموتي شاعر او پیاوړي  ژورنالست ارواښاد عبدالروف قتیل خوږیاڼي د لومړي تلین یاد غونډه جوړه او ترسره کړه.

په دې ناسته کې د مرحوم قتیل خوږیاڼي د کړیو ادبي او ژورنالیستیکو خدمتونو ستاینه او ځوان نسل ته د هغه پر پل د تګ سپارښتنه وشوه.

لیکوال او شاعر پرهیزشګیوال وایي؛ زمونږ ژوندي شاعران او لیکوالان لکه، چې تاسې ولیدل باید د دغه راز شخصیتونو په اړه یادغونډې جوړې کړي او پر پل یې ګامونه واخلي، مشاعرې او ډرامې جوړې کړي.

د مراسیمو ګډونوالو له حکومت غوښتنه کړې، چې یو اکادمیک ځای د قتیل په نوم کړي.

لیکوال او شاعر داود شهید وایي؛ مونږ له چارواکو غواړو، چې د قتیل خوږیاڼي په نوم یو کتابتون او یا کوم ځای یاد شي.  

د ناستې ګډونوالو له افغان حکومت غوښتنه وکړه، چې د مرحوم قتیل د فکر خورولو لپاره د هغه ناچاپ آثارچاپ کړي او د نوم ساتنې لپاره یې یو اکادمیک مرکز د ارواښاد عبدالروف قتیل خوږیاڼي په نوم کړي.

د عبدالروف قتیل خوږیاڼي مشر زوی خلیل الله  قتیل زوی څرګنده کړې، چې هنرمند، شاعر او لیکوال خپل ټول ژوند ټولنیزو سمونونو ته وقف کوي او خلک هم باید که په ژوندوني ونه شوه له مرګ وروسته یې په نوم یو ښوونځی، کوم کتابتون او یا کوم فرهنګي ځای، سیمه او د تیاتر کومه برخه ونوموي؛ ځکه قتیل خوږیاڼي په همدې برخو کې کار کړی او خلکو ته یې خپلې غوښتنې او پوښتنې وړاندې کړې دي. که کوم ځای یې په نوم ونومول شي دا د ټولو ننګرهاریانو ویاړ دی او زه هم پرې ویاړم.     

ګډونوالو د ننګرهار پر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست دا نیوکه هم درلوده، چې د مرحوم قتیل د لومړی تلین دا یاد غونډه یې، څنګه، چې پکار وه هغسې نه وه برابره کړې.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست وایي، چې همدومره یې په وس کې ده.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اورنګ صمیم وایي، چې د قتیل خوږیاڼی شخصیت ډېر ابعاد لري او د دغو ابعادو د معرفۍ او پېژندنې لپاره مونږ دغه فرهنګي غونډه ونیوله او تاسې ګورئ، چې د هغه پر شخصیت پوهان، استادان او لیکوالان مقالې لولي او د هغه پر کړیو کارونو خپلې تبصرې لري.   

ارواښاد عبدالروف قتیل خوږیاڼي پر ۱۳۰۸ ل لیږدیز کال د ننګرهار د خوږیاڼیو ولسوالۍ په روښانکوټ کې دې نړۍ ته سترګې غړولې وې.

هغه لومړنۍ زدکړې په پلارنۍ سیمه کې او لوړې زدکړې یې په کابل کې بشپړې کړې وې.

ارواښاد قتیل خوږیاڼي د نثر، ډرامې، شعر او ادب په برخه کې له شل ډېرکتابونه او سلګونه علمي مقالې افغان ولس ته په میراث پرېښي، چې تل به د افغان ولس لپاره هسک ته د رسیدو مشالونه وي.

خبریال: رحمت الله زیارمل

سیمه ییز خبرونه

د حماس مشر له اردوغان سره د خبرو لپاره ترکیې ته ځي

Published

on

(Last Updated On: وری ۳۰, ۱۴۰۳)

رویټرز راپور ورکړی، چې د فلسطین اسلامي ډلې حماس مشر اسماعیل هنیه به د روانې اوونۍ په پای کې ترکیې ته له ولسمشر طیب اردوغان سره د خبرو لپاره سفر کوي. پداسې حال کې، چې د انقرې لوړپوړي ډیپلوماټ د چارشنبې پر ورځ دوحې ته د سفر په بهیر کې د حماس له مشر سره لیدلي دي.

ترکیه، چې د ناټو غړی هېواد دی؛ په غزه کې د اسرائیلو بریدونه غندي او د سمدستي اوربند غوښتنه یې کړې ده. اردوغان حماس د “آزادۍ غورځنګ” بولي او پر لویدیځ یې نیوکه کړې، چې له اسرائیلو ملاتړ کوي. دغه راز انقرې پر اسرائیلو سوداګریز بندیزونه هم لګولي دي.

اردوغان په پارلمان کې خپلو ګوندي وکیلانو ته ویلي، چې زه به د روانې اوونۍ په پای کې د فلسطین د مشر کوربه‌توب وکړم. مونږ به پر یو شمېر مسلو هم خبرې وکړو.

د اکټوبر پر اوومه د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو د بریدونو له پیل او له ایران سره د اسرائیلو له روان کړکېچ راپدیخوا به دا ترکیې ته د هنیه لومړنی سفر وي.

اردوغان د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو او نور اسرائیلي مشران یوازې د سیمه‌ییز بحران مسوول دي.

اردوغان دا هم ویلي؛ تر هغې، چې ژوندی وي د فلسطین د مسئلې ملاتړ ته به روان ساتي.

دا په داسې حال کې ده، چې ترکیې ته د حماس د مشر اسماعیل هنیه د سفر د مهال‌وېش نور جزئیات خپاره شوي ندي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

سعودي عربستان به په پاکستان کې پر بېلابېلو پروژو پانګونه وکړي

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۹, ۱۴۰۳)

د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیر د سې شنبې پر ورځ ( د وري اته‌ویشتمه) ویلي، چې هېواد به یې په پاکستان کې پر بېلابېلو پروژو د پام وړ پانګونه وکړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې سعودي پانګوال پر کرنه، کانونو، معلوماتي ټکنالوژۍ او هوايي چلند په اړوند برخو کې پانګونې ته لیواله دي.

له دې مخکې اسلام‌آباد اعلان کړی و، چې سعودي عربستان په پاکستان کې د ۵ میلیارډ ډالرو پانګونې ته ژمن دی.

د دوشنبې پر ورځ ( د وري اووه‌ویشتمه) د سعودي هېواد بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان بن عبدالله له پاکستان سره د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لپاه د یوه پلاوي پر مشرۍ اسلام‌آباد ته رسېدلی دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار یوې خبري غونډې ته ویلي، پاکستان د سعودي پلاوي ته د پانګونې لپاره د احتمالي پروژو په اړه بشپړ معلومات ورکړل.

د سعودي بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د پانګونې د احتمالي فرصتونو په اړه د پاکستان حکومت یادونه د ستاینې وړ ده.

هغه وایي: دا مونږ ته اړین باور راکوي، چې پر ارزښتمنو پروژو پانګونه وکړو.

هغه زیاته کړې: زه ډاډه یم، چې مونږ به د پام وړ ګامونه پورته کړو.

د سعودي عربستان لوړ پوړی پلاوی؛ د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف او د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان ترمنځ په مکه‌مکرمه کې د وروستۍ لیدنې پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا پر هوکړه لیکونو، د خبرو لپاره راغلی دی.

شهباز شریف تېره اوونۍ له سعودي ولیعهد سره ملاقات کړی و او د پېنځه اربه ډالرو د پانګونې د ګړندي کولو په اړه یې خبرې اترې کړې وې. پاکستان ته پکار ده، چې د بهرنیو اسعارو د کمېدو زیرمې راکمې کړي او بهرني پورونه ورکړي.

د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګ زیب د پیسو د نړیوال صندوق او نړیوال بانک په پسرلنیو غونډو کې د ګډون لپاره په واشنګټن کې دی او هلته به د پور د نوي پروګرام لپاره رسمي خبرې پیل کړي.

دا لیدنه په داسې حال کې تر سره کیږي، چې پاکستان د پیسو له نړیوال صندوق څخه د څلیریشتمې مالي مرستې د ترلاسه کولو په لټه کې دی.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په کندهار کې د میانکو بند له اوبو ډک شو

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۸, ۱۴۰۳)

د کندهار ښار د دولسمي حوزې اړوند په میانکو سیمه کې وروستیو بارانونو د میانکو بند له اوبو ډک کړی دی.

د کندهار ولایت مقام رسنیز مرکز زیاته کړې؛ د میانکو اوبو بند څه وخت مخکې د یو‌این‌ډي‌پي موسسې پر مالي لګښت جوړ او ګټي اخیستني ته وسپارل شو.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، وروستیو بارانونو دا بند له اوبو ډک کړ او هم یې  زرګونو کورنیو ته د سیلابي اوبو د ورتلو مخه نیولې ده.

ویل کیږي، چې دغه بند یونیم میلیون متره مکعب اوبه ذخیره کوي او نه یوازې یې د کندهار د شپږو ناحیو ۱۲ زره کورنۍ له سیلابي اوبو څخه ژغورلي، بلکې تر ځمکې لاندي اوبو کچه ورسره لوړه شوې او هم یې هېوادوالو ته د دمې او نندارې ښه زمینه برابره کړې ده.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!