Connect with us

تازه خبرونه

په ننګرهار کې د پاکستان قونسلګرۍ د ویزې پر ورکړه هوکړه کړې

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ننګرهار ولایتي چارواکو په ډاګه کړې، چې د پاکستان قونسلګرۍ د افغانستان له بهرنیو چارو وزارت سره له هوکړې وروسته د یکشنبې پر ورځ( دتلې ۱۵) د نوي پلان له مخې د ویزو پر ورکړه پیل کوي.

د خبرپاڼې له مخې؛ د پاکستان هېواد د ویزو ټول اخیستونکي هره ورځ د ځانګړي پلان پر بنسټ د تابعت تذکرې، ډک شوي فورم او پاسپورت سره یو ځای په سراج العمارت بڼ کې د پارکینګ تر څېرمه د مسوولینو له لوري تنظیمیږي او د ویزو اخیستو په موخه په منظم ډول لیږل کیږي.

د هرې یکشنبې په ورځ به د روداتو، پچیراګام، چپرهار، حصارک، خوږیاڼو او د شېرزاد ولسوالیو تذکره لرونکیو او عمومي کوچیانو) ته ویزې ورکړ شي.

د هرې دوشنبې پر ورځ به د(هسکې مینې، کوټ، غني خېل، اچین، نازیان او دوربابا ولسوالیو) تذکره لرونکیو ته ویزې ورکړ شي.

د هرې سې شنبې پر ورځ به د بټي کوټ، دره نور، کامې، کوز کونړ، ګوشتې، مومندرې او لعلپورې ولسوالیو) تذکره لرونکیو ته ویزې ورکړ شي.

د هرې چهارشنبې پر ورځ به د جلال آباد ښار د اته ناحیو، بهسودو، سره رود او چپرهار ولسوالیو تذکره لرونکیو ته ویزې ورکړ شي .

د هرې پنجشنبې پر ورځ به د پکتیا، خوست، غزني، کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو تذکره لرونکیو ته  ویزې ورکړ شي.

د هوکړې له مخې؛ به له دې وروسته هره ورځ پاکستان قونسلګري ۱۸ سوه کسانو ته ویزې ورکوي، چې د قونسلګرۍ بهر یې د تنظیم ټولې چارې د ولایتي ادارې پرغاړه دي.

د یادونې وړده، چې د پاکستان قونسلګرۍ له یوې میاشتې او شپږ ورځو وروسته په وړیا او شفاف ډول د ویزې  ورکولو ته غاړه کیښوده، په دې اړه د فساد پر مهال د ولایت مقام د شکایتونو د اوریدو ۱۶۰ شمېرې ته خبر ورکولی شئ.

تازه خبرونه

ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سوله‌ییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.

دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.

دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.

دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.

د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.

د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.

دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.

ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.

د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.

دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.

ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!