Connect with us

سیمه ییز خبرونه

په ننګرهار کې د طالبانو مالي او پوځي مسوولین وژل شوي

Ariana News

خپور شوی

 په

(Last Updated On: August 26, 2018)

په ننګرهار کې د طالبانو د مالي او پوځي مسوولینو په ګډون د دوی څلور کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، دا کسان تېره ورځ د بټي کوټ ولسوالۍ د څلیریشتمې ویالې په اړوند سیمه کې د بهرنیو ځواکونو  په هوایي برید کې  وژل شوي دي.

هغه زیاتوي، په وژل شویو کې د وسلوالو طالبانو مالي او د ننګرهار په کچه د دغې ډلې پوځي مسوول مولوی شهید یار او مفتي هیبت الله او د  طالبانو دوه سرګروپان حاجي تور  او بسم الله هم شته دي.

تازه خبرونه

په غور کې چاودنې لسګونه کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: October 18, 2020)

نن یکشنبه له غرمې مخکې یوې زورورې چاودنې د غور ولایت مرکز فیروز کوه ښار ولړزاوه.

په فیروز کوه کې سرچینې ويلي؛ چاودنه د ښځو، شهداوو او معلولینو چارو ریاست او د امنیه قومندانۍ د ودانیو مخې ته رامنځته شوې ده.

په دې پېښه کې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي او ۷۰ نور ټپیان دي.

تر اوسه کومې ډلې یا فرد د برید مسوولیت ندی منلی.

Continue Reading

تازه خبرونه

په بدخشان کې چادنې ۱۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: October 16, 2020)

په بدخشان ولایت کې د واده پر مراسمو لاسي بم چاودنې لږ تر لږه ۱۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې ده.

د بدخشان د پولیسو ویاند ثناء الله روحاني آریانا نیوز ته ویلي، چې دغه پېښه تېره شپه یوه نیمه بجه د دغه ولایت د مرکز فیض آباد د اوومې ناحیې د بتاش په کلي کې رامنځته شوې ده.

ثناء الله روحاني زیاته کړېو چې یوه ناڅرګند کس د مراسمو پر مهال لاسي بم وغورځاوه او پخپله پر تېښته بریالی شو.

نوموړي دا هم ویلي، چې د برید انګېزه تر دې دمه ناڅرګنده ده؛ خو په اړه یې پلټنې پیل شوې دي.

تر اوسه کومې ډلې یا فرد د برید مسوولیت ندی منلی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د لغمان والي د موترو پر کاروان چاودنې ۳۸ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: October 5, 2020)

نن دوشنبه د تلي ۱۴ له غرمې مخکې د لغمان والي رحمت الله یارمل د موترو پر کاروان د چاودیدونکیو توکو چاودنه رامنځته شوې ده.

د لغمان والي وياند اسدالله دولتزي ویلي، چې چاودیدونکي توکي په زرنج موتر سایکل کې ځای پر ځای شوي وه، چې د چاودنې له کبله یې ۳۰ کسان ټپيان دي او اته نور وژل شوي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ مړي او ټپیان د مهترلام بابا ولایتي روغتون ته لیږدول شوي دي.

هغه زیاته کړې، په وژل شويو کسانو کې ۴ د والي ساتونکي او ۴ ولسي وګړي دي.                                                             

په ټپیانو کې ۲ د لغمان والي ساتونکي او نور ولسي وګړي دي.

کورنیو چارو وزارت دغه برید ترورستي بولي او څرګندوي، چې په لغمان دولایت کې نن له غرمې مخکې لس کم لس بجې ځانمرګی برید رامنځته شوې ده.

د یاد بنسټ ویاند طارق آرین زیاته کړې، چې د دې ولایت د مرکز مهترلام د سلطان غازي بابا په درې لاري کې د لغمان والي د موترو پر کاروان ځانمرګی برید تر سره شوی دی.

نوړموړي زیاته کړې، چې په دې ترهګریز برید کې د والي ۴ ساتونکي او څلور عام وګړي وژل شوي، دوه ساتونکي او ۲۸ ملکي وګړي ټپیان دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending