تازه خبرونه
په ننګرهار کې د ولایتي شورا دوه غړیو شخړه کړې
په ننګرهار کې د ولایتي شورا دوه غړیو عبیدالله شینواري او اجمل عمر د مرستیالۍ د څوکۍ پر سر نښته کړې.
د ننګرهار ولایتي شورا ډېر کله د وکیلانو د خپلمنځيو شخړو کوربه وي؛ خو دا ځل خبره تر فزیکي شخړې راورسیده.
یوه امنیتي سرچینه وايي، د شورا د غړیو اجمل عمر او عبیدالله شینواري او د هغوی د ساتوونکیو ترمنځ فزیکي شخړه شوې، چې پولیسو یې تر منځ د ډزو مخه نیولې ده.
د ننګرهار استوګن ضیاالرحمان، چې د دې شخړې عیني شاهد دی وايي، که پولیسو ژر مداخله نه وای کړې؛ ستر ناورین به جوړ شوی و.
د ننګرهار ولایتي شورا له پیله تراوسه په دوه ډلو وېشل شوې، چې دواړه سره شدید اختلاف لري؛ له پيله د شورا رييس د یوې ډلې او مرستیال یې بیا د بلې ډلې له خوا و.
څه موده مخکې د شورا مرستیال، منشي او دوه غړیو د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره استعفاوې کړې دي.
د ولایتي شورا غړی عبیدالله شینواری وايي، د اته غړیو په تائید مرستیال ټاکل شوی.
د ننګرهار د ولایتي شورا غړی اجمل عمر وايي، د رييس ډلې پخپل سرعبیدالله شینواری د شورا د مرستیال په توګه اعلان کړ، چې دوی یې مخالفت وکړ او له امله یې شخړه رامنځته شوه.
د شورا رييس احمد علي حضرت په دې اړه څه نه وايي؛ خو د رييس ډلې ته منسوب د شورا غړی سهراب قادري وايي، د عبیدالله شینواري او اجمل عمر ترمنځ شخړه ختمه شوې او ژر به همغږي رامنځته شي.
د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی په شورا کې د وکیلانو ترمنځ شخړه تائیدوي؛ خو په دې اړه ډېر معلومات نه ورکوي.
دا په داسې حال کې ده، چې یو کال وړاندې د شورا رييس ویلي وه، د شورا ځینو غړیو ورته د مرګ ګواښونه کړي. د همدې اختلافاتو له امله د شورا چارې هم له مودې راهیسې ټکنۍ روانې دي.
خبریال: رحمت الله زیارمل
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل
د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.
میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.
هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.
له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.
تازه خبرونه
په تېر یو کال کې د افغان ښځو حقونو وضعیت نور هم خراب شو- امریکا
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو په اړه په خپل کلني راپور کې څرګنده کړې، چې د افغان ښځو حقونو وضعیت په ۲۰۲۳ ز. کال کې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو د لګولو له کبله ډېر خراب شوی دی.
وژنې، فزیکي ناوړه ګټه اخیستنه، د زندان سخت شرایط، ناحقه توقیف او اختطاف، د بیان او رسنیو ازادي، د انټرنیټ کارولو او سیاسي مشارکت ازادیو بندیزونو لګولو په ګډون اداري فساد او پوځي څانګې ته د ماشومانو استخدام د بشري حقونو هغه موضوعګانې دي، چې په دې راپور کې ورته نغوته شوې ده.
په دې راپور کې راغلي، چې اسلامي امارت په رسمي ډول د جمهوري پېر په قوانینو کې بدلون ندی راوستی؛ خو داسې فرمانونه یې صادر کړي، چې د نړیوالو کنوانسیونونو له قوانینو او مکلفیتونو سره، چې افغانستان یې ژمنه کړي په ټکر کې دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره کاري او تعلیمي فرصتونه محدود دي او د غیر اخلاقي کړنو پر تور د ښځو او نرینهوو په وهلو ټکولو کې زیاتوالی راغلی دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له بشري حقونو څخه د سرغړونې په اړه د امریکا بهرنیو چارو وزارت د راپور په غبرګون کې ويلي، چې د افغانستان خلک ټول مسلمانان دي او حقوق یې د اسلامي شریعت له مخې تعریف شوي او ورکړ شوي دي. په امریکا او نورو لویدیځو هېوادونو کې تعریف شوي بشري حقونه او کلتور له افغانستان سره توپیر لري او لویدیځوال باید خپل کلتور پر نورو هېوادونو ونهتپي.
تازه خبرونه
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
د مرستو رسولو اسلامیک ریلیف ټولنې څرګنده کړې، چې د تېرې اوونۍ بارانونو او سېلابونو په افغانستان کې مالي او ځاني زیانونو اړولي دي.
د دې ټولنې په راپور کې راغلي، چې د وروستیو سېلابونو له کبله شاوخوا ۱۵۰۰ کورنۍ زیانمنې شوي او سلګونه څاروي هم له منځه تللي دي.
اسلامیک ریلیف ټولنې زیاته کړې، چې د وروستیو اورښتونو په پایله کې ۹۰۰ کورونه جزوي او یا بشپړ ویجاړ شوي او ۹۳ زره هکټاره کرنیزه ځمکه زیانمنه شوې ده.
په داسې حال کې، چې په دې وروستیو ورځو کې سختو بارانونو او سیلابونو د افغانستان خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي، د نړیوالو مرستندویه موسسو د راپورونو پر بنسټ افغانستان له بېسارې بېوزلۍ او اقتصادي بحران سره مخ دی.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې له پېښو سره د مبارزې وزارت ویلي وه، چې په دغو پېښو کې ۹۹ کسان وژل شوي او ۶۴ نور ټپیان دي.
-
لوبی5 days ago
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې له ایران ماتې وخوړه
-
نړۍ2 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه2 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی1 day ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه5 days ago
تېر ۲۰۲۳ کال د افغانستان د خلکو لپاره د سترو ننګونو کال و -راپور
-
تازه خبرونه2 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري
-
سیمه ییز خبرونه23 hours ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
تازه خبرونه6 hours ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي