تازه خبرونه
په چین کې کورونا ویروس په ټولیزه توګه کنټرول شوی- چینایي چارواکي
د چین بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې په دې هېواد کې د کورونا ویروس په ټولیزه توګه کنټرول شوی دی.
د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ويلي، له هوبي ولایت څخه بهر په کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر له ۱۱ ورځو راپدیخوا په پرلپسې ډول کم شوی دی.
وانګ یي په ډاګه کړې، چې له ناروغۍ څخه د رغیدلو کسانو شمېر هم د پام وړ لوړ شوی دی.
دوی منلې، چې له ۲۵۰۰ ډېر کسان پر کرونا ویروس اخته شوي تر دې دمه يې د مړو شویو شمېر ۱۵۰۰ ته رسیدلی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي؛ له چین څخه بهر پر یاد ویروس د اخته کسانو شمېر ډېر ندی تر سترګو شوی.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي؛ په چین کې یې د دې ویروس د خپریدو په اړه خپلې څېړنې پیل کړي دي.
د دغه سازمان کارپوهان او څېړونکي له امریکايي څانګوالو او متخصصانو سره چین ته تللي، چې د دې ویروس د خپراوي پر څرنګوالي څېړنې وکړي.
چین امر کړی، چې د دې هېواد پلازمېنې بیجینګ ته ورتلوونکي کسان به لومړی ۱۴ ورځې قرنطین کېږي او له دې پرېکړې سرغړونکیو ته یې د سزا ګواښ هم کړی دی.
د چین دولت دا تدبیرونه د کورونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په پار له هغې وروسته نیولي، چې تر اوسه يې هلته نژدې ۱۴۰۰ کسان وژلي دي.
کورونا ویروس لومړی ځل د چین پلازمېنې ترڅنګ د هوبي ولایت له ووهان ښاره خپور شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې پر کرونا ویروس اخته یو اتیا کلن چینایي سیاح ، چې د جنوري له ۲۵ څخه راپدیخوا تر درملنې لاندې و؛ ساه ورکړې ده.