Connect with us

تازه خبرونه

په ولسي جرګه کې د ماشومانو له حقونو د ملاتړ قانون بیا هم تصویب نشو

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ولسي جرګې د اداري پلاوي د سلیقه یي چلند له کبله د ماشومانو له حقونو د ملاتړ قانون په څلورم ځل هم له تصویبه پاتې شو.

دغه قانون ۱۶ فصلونه او یو سل و اته مادې لري، چې په اجنډا کې له بشپړ ځنډ وروسته ونیول شو؛ خو بیا هم بې برخلیکه پاتې شو.  

د ولسي جرګې د ښځو چارو کمیسیون رییسه فوزیه کوفي وایي، دا د ماشوم له حقونو د ملاتړ قانون دی، چې تر ۱۸ کلنۍ باید ماشوم وشمېرل شي؛ په دې قانون کې بل هیڅ خنډ نشته، چې ولسي جرګه یې رد کړي.

د نوموړې د څرګندونو له مخې؛ د اداري پلاوي چلند د دې قانون په وړاندې سلیقه یي او د قانون تر پښو لاندې کول دي او که نه باید په اړه یې رایې حساب شي.

ځینې وکیلان د دې قانون مخالف دي او وایي، چې د بالغه کیدو عمر اتلس کاله ندی، چې په دې قانون کې یاد شوی دی.

په ولسي جرګه کې د هرات استازی نذیراحمد حنفي وایي: له دې قانون سره مونږ مخالف یو؛ ځکه، چې شرعي برخه یې کمزورې او د ځوانیدو عمر ۱۸ کاله نه، بلکې نښې یې له دې څخه په ټیټ عمره ماشومانو کې هم شته.  

په پای کې ولسي جرګې د ماشومانو له حقونو د ملاتړ قانون رایو ته کیښود او له یوسل و نولس حاضرو وکیلانو شاوخوا ۱۵ یې مخالف ول؛ خو د ولسي جرګې منشي او نایب منشي خپل ځایونه پریښودل، د رایو شمېرنه ونشوه او د ولسي جرګې رییس یې تصویب اعلام نکړ.

د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي څرګنده کړه؛ زما دنده د رایو شمېرل ندي، چې د دغه قانون برخلیک اعلام کړم.         

د ولسي جرګې د اداري پلاوي دغه اقدام د ځینو وکیلانو غبرګون را وپاراوه او زیاترو وکیلانو دغه قانون تصویب شوی وباله.

وبه کتل شي، چې د ولسي جرګې چلند به په راتلوونکې کې له دې قانون سره څه وي.

خبریال: رفیع صدیقي

تازه خبرونه

ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سوله‌ییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.

دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.

دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.

دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ۱۰۰۰ ډېر افغان مهاجرین له پاکستان څخه جبري وایستل شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د مهاجرینو چارو وزارت ویلي، چې د غویي پر څلورمه د سپین بولدک له فرضي کرښې څخه ۱۰۰۱ افغان مهاجرین پر جبري بڼه خپل هېواد ته راستانه شول.

د کندهار سپین بولدک سرحدي آمریت د راپور له مخې؛ ۱۹۱ کورنۍ، چې ۹۹۸ کسان دي او درې کسان نور، چې له بنده ازاد شوي؛ په جبري توګه له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شول.

د مهاجرینو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د مهاجرینو چارو له ریاست سره له نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د مهاجرت او د خوړو نړیوالې ټولنې دفترونو ته ور وپېژندل شول.

دغه راز له ۱۸ کلونو کم عمره دوه کسان، چې بندیان ول د مرستې لپاره OMPO موسسې ته ور پېژندل شوي.

ویل کیږي، چې له هرې کورنۍ سره د حکومت له لوري لس – لس زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د ازبکستان په شپږ اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي حميدالله اخوندزاده پرون (سې شنبه د غویی څلورمه) د يوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی او د دې هېواد پر کوبتوب یې د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ په شپږ اړخيزه غونډه کې ګډون وکړ.

د افغانستان پلاوي په دې کتنه کې د نورو هېوادونو له استازیو سره د افغانستان، روسيې، بېلاروس، پاکستان، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ترمنځ د شپږ اړخيز دهليز له لارې د راکړې ورکړې د پراختيا په اړه خبرې وکړې.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ويلي، چې د دې غونډې په څنډه کې د دغه وزارت چارسمبالي د روسیې او بلاروس د ټرانسپورټ له مرستیالانو سره هم وکتل.

دغه راز د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د روسيې او بېلاروس د ټرانسپورټ وزارتونو له مرستيالانو سره د افغانستان او روسيې، افغانستان او بېلاروس ترمنځ د ټرانزيټي لارو د پراختيا او د ټرانسپورټي اسانتياوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.

ویل کیږي، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارسمبالي د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي او د ټرانسپورټ له وزیر سره دوه اړخیزې ناستې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ پر پراختیا بحث او خبرې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!