تازه خبرونه
په ګمرکونو کې فساد د توکو بیې لوړې کړي
د سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، چې په ګمرکونو کې اداري فساد د وارداتي توکو بیې لوړې کړې دي.
د سوداګرې وزارت مسوولین وايي، چې په ګمرکونو کې اداري فساد د ټولو وارداتي توکو بیې لوړې کړې دي.
د سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزی وایي، سوداګري مو ډېر بد حالت لري. ان تر دې، چې د واردولو پرمهال ترې یو ځل په هرات او بیا فراه او د لارو په اوږدو کې طالبان افغانۍ اخلي. که یو سوداګر ته پر یو کانتینر مال دوه لکه افغانۍ محصول راغلی، دوه لکه نور پرې تر کابله لګښت راځي. دلته هم تعرفه لوړه ده او هم محصول.
هغه دا هم ویلي، چې سوداګر له دغه حالته ستړي شوي او کرار کرار له سوداګرۍ لاس اخلي.
سوداګر او اقتصاد پوهان وايي، چې فساد سوداګر اړ کړي، چې کرار کرار خپلې سوداګریزې چارې پریږدي او د سوداګرۍ حجم را ولویږي.
اقتصادي کاپوه سید مسعود وایي، چې که له وارداتي مالونو په بېلابېلو بهانو پیسې اخیستل روان وي؛ نو د مالونو بیې به لوړې او خلک به له سختو ستونزو سره مخ شي.
د مالیې وزارت سرپرست ویاند وايي، چې په فساد کې ښکېل یو شمېر کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شوي او له فساد سره مبارزه مو پیل کړې ده.
د ماليې وزارت سرپرست ویاند عبادالله دوران وایي؛ د مالیې وزارت ژمن دی، چې په فساد کې ککړ عناصر به عدلي او قضایي بنسټونو ته وروپېژندل شي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ له دې مخکې هم مفسد عناصر لویې څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي دي.
له دې مخکې ولسمشر هم په ګمرکونو کې د اداري فساد یادونه کړې وه او ټينګار یې کړی و، چې: له ټولو هغو کسانو به پوښتنې وشي، چې په ګمرکونو کې لاسوهنه کوي.
افغانستان، چې یو مصرفي هېواد بلل کیږي او زیاتره د اړتیا وړ توکي له ګاونډ او نورو هېوادونو واردوي؛ په دې وروستیو کې سوداګرو هم د دغو توکو بیې لوړې کړې دي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه2 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ4 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی3 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی2 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ