انځوريز خبرونه
۳۸ ولسوالیو ته د نوملیکنې توکي نه دي لیږل شوي او له ۳۰۰ ډېر تړلي دي
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ناامنیو له کبله اته دېرش ولسوالیو ته د نوملیکنې توکي نه دي لیږلي او له درې سوه ډېر د نوملیکنې مرکزونه تړل شوي دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون په داسې حال کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو لپاره د ټاکنو پر چمتوالي بوخت دی، چې دغه بهیر ګام پر ګام له ستونزو او ګړاوونو سره مخ کیږي.
چارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو دا ځل د تنکۍ دیموکراسۍ زندۍ کولو ته مټي بډوهلي دي.
د ولسمشر دوه یم مرستیال سرور دانش وايي، چې وسلوال طالبان د دیموکراسۍ پر زړه یعنې د ټاکنو پر بهیر بریدونه پیل کړي او غواړي، چې دغه بهیر ناکام کړي. په داسې حال کې، چې د دوی خندق نومي عملیات مخ پر ناکامیدو دي.
ناامنيو او جګړو اته دېرش ولسوالیو ته د نوم لیکنې د توکو د لیږد مخه نیولې او د پاتې درې زره درې سوه شپېته مرکزونو څخه درې سوه دېرش مرکزونه تړل شوي دي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون کمیشنر عبدالحفیظ هاشمي وایي؛ له ۳۸۴ ولسوالیو څخه مونږ ۳۸ ته د نوملیکګنې توکي نه دي لیږلي، چې لامل یې په نښتو کې د امنیتي ځواکونو بوختیا ده. په لومړي پړاو کې له ۳۳۶۰ مرکزونو څخه ۳۳۰ مرکزه تړلي لرو.
په همدې وخت کې په ټاکنو کې د حکومت د لاسوهنو په اړه اندېښنې اوس هم پخپل ځای دی؛ خو ولسمشرۍ ماڼۍ خلکو ته ډاډ ورکوي، چې حکومت په ټاکنو کې لاسوهنه نه کوي او د طالبانو خندق نومي عملیات مخ پر ناکامیدو دي.
د ملګرو ملتونو په چارو کې د ولسمشر سلاکاره فرخنده زهرا نادري وایي: دا په دې معنا نده څوک ، چې په حکومت کې خراب کارونه هم کوي؛ مونږ یې په استازیتوب او دفاع کې خبرې وکړو. مونږ نه له هغو ملاتړ کوو، چې په ځواک کې دي او نه یې په وړاندې چوپتیا غوره کوو.
د نوملیکنې پر مرکزونو د ځانمرګو او وسلوالو بریدونو پر دوام د دوشنبې پر ورځ(د غویی ۳۱) د ننګرهار په ښیوه ولسوالۍ کې د نوملیکنې په مرکز کې چاودنې شوي، چې له کبله یې یو تن ټپي شوی دی.
خبریال: علی اصغري
انځوريز خبرونه
د افغانستان سیاسي او اقتصادي بحران ته یوه لنډه کتنه
انځوريز خبرونه
آریانا نیوز: دري خبرونه د سلواغې ۱۱ کال ۱۳۹۹
انځوريز خبرونه
روبینا جلالي د اتلتیک د فدراسیون د رئیسئ په توګه وګمارل شوه
آغلې روبینا جلالي د افغانستان د ملي اتلتیک فدراسیون په ټول ټاکنو کې د ډیرئ رائیو په ګټلو سره، د دغه فدراسیون ریاست ته د څلور کالو لپاره وټاکل شوه.
نن پنج شنبه د مرغومې ۱۹، د افغانستان د ملی اتلتیک د فدراسیون د ریاست ګټلو په موخې ټول ټاکنې ترسره شوې چی په پایله کې یی میرمن جلالي تولو دیرشو رائیو په ګټلو سره بریالې شوه.
آغلې جلالي د طالبانو د دولت له سقوط څخه وروسته د المپیک لوبو لومړنې ښځینه ګډونکونکې ګڼل کیږي.
هغې د اتلتیک او د المپیک لوبو تجربه په ۲۰۰۴ او ۲۰۰۸ میلادي کلونو کې ترلاسه کړې ده.
نوموړې د اتلتیک فدراسیون د ریاست د دندو د پرمخوړلو ترځنګ د المپیک د ملي کمیټې د ښځو د بخش مرستیاله او په پارلمان کې د کابل ښاریانو استازې هم ده.
-
لوبی3 days ago
د افغانستان اتلانو ليګ د درېيم پړاو سیالیو پچهاچونه پای ته ورسېده
-
ساینس او ټیکنالوژي3 days ago
اپل شرکت د نړۍ د تر ټولو د لوی ګرځند پلورونکي دریځ له لاسه ورکړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
پر ایران به د اسرائیلو برید له سخت ځواب سره مخ شي
-
تازه خبرونه3 days ago
د کابل په هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ ز. کال ځانمرګی بریدګر عبدالرحمن لوګری و- امریکا
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
ایران پر اسرائیلو د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو غچ اخیستونکی برید ترسره کړ
-
نړۍ2 days ago
امريکا او متحدین یې پر ايران د نورو بنديزونو لګولو هڅې کوي
-
تازه خبرونه2 days ago
ازبکستان، سعودي عربستان او قطر پر افغانستان او افغان – ټرانس پټلۍ خبرې وکړې
-
نړۍ4 days ago
امریکا به پر ایران د اسرائیلو په ځوابي برید کې برخه وانخلي