بلخ @ps

په کندوز کې د خپلې کورنۍ د ۷ غړویو قاتل ونیول شو

Published

on

(Last Updated On: )

 په کندوز کې امنیتي چارواکو څرګنده کړې، چې پولیسو هغه کس نیولی، چې تېره ورځ یې د خپلې کورنۍ پر غړیو ډزې کړې او اووه کسان یې وژلي وه.

د کندوز امنیه قومندانۍ ویاند هجرت الله اکبري ویلي، چې دا پېښه پرون د امام صاحب ولسوالۍ په کنم کلي کې رامنځته شوې ده.

هغه زیاتوي؛ د کنم کلي یوه اوسیدونکي پر ډزو خپل ورور، ورینداره او پېنځه وریرونه وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ مړه شوي کسان ۴ نرینه او درې ښځینه دي او د دې کورنۍ دوه ماشومان ټپیان شوی دي.

 اکبري وایي، چې په دې پېښه کې له ۴ څخه تر ۱۲ کلونو پورې ماشومان هم وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې له نیول شوي کس سره یو کلاشینکوف او یوه تومانچه هم پولیسو تر لاسه کړي دي.

 د سیمې اوسیدونکي وايي، چې دا پېښه د ځمکې پر سر د لانجې له کبله رامنځته شوې ده.

Trending

Exit mobile version