تازه خبرونه
په کندهار کې ۴ امریکایي سرتېرو ته مرګ و ژوبله اوښتې

(Last Updated On: )
یاد ماموریت د شنبې پر ورځ( د مرغومي ۲۱ / د جنوري ۲۰۲۰ ۱۱) په ډاګه کړې، چې د ماین چاودنې دغه پېښه د عملیاتو پر مهال رامنځته شوې ده.
د غوڅ ماموریت ځواکونو زیاته کړې، چې د امریکا دفاع وزارت د پالیسۍ له مخې د دغو سرتېرو بشپړه پېژندنه به له ۲۴ ساعتونو وروسته په ډاګه شي. طالبانو په یوه خبرپاڼه کې پر بهرنیو ځواکونو د ماین چاودنې مسوولیت منلی دی.
دا په ۲۰۲۰ کال کې پر بهرنیو ځواکونو د طالبانو لومړنی برید دی.