بلخ @ps
په کندوز کې لس طالب وسلوال ووژل شول- افغان ځواکونه

پامیر ۲۱۷ قول اردو څرګنده کړې، چې وسلوالو طالبانو تېره شپه د ارچي ولسوالۍ پر مرکز برید وکړ؛ خو د امنیتي ځواکونو له ټینګار سره مخ شول.
د یاد قول اردو په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې نښته کې د طالبانو د پوځي کمیسیون د مرستیال مولوي مبشر په ګډون لس طالب وسلوال وژل شوي او اووه نور جنګیالي یې ټپیان دي.
پامیر ۲۱۷ قول اردو زیاته کړې، چې افغان ځواکونو د کندوز ښار په څنډو کې د طالبانو د ځپلو لپاره عملیات پیل کړي، چې تر دې دمه یو شمېر کلي د طالبانو له شتون پاک شوي هم دي.
د کندوز ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالرشید مبشر ویلي؛ په دې پېښه کې د ملي اردو یو سرتېری وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.
طالبانو تر دې دمه د دغو پېښو په اړه څه ندي ویلي.
کندوز د هېواد د شمال يو له ناامنه ولایتونو څخه یو ولایت دی، چې وسلوال طالبان یې په یو لړ لیرې پرتو سیمو کې د افغان ځواکونو پر ضد پراخې هڅې تر سره کوي.