بلخ @ps

په کندوز ۱۸ پاڅونوالو او پولیسو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د کندوز د ولایتي شورا مرستیال ویلي، چې د دې ولایت په علی آباد ولسوالې کې د پولیسو او پاڅونوالو پر پوستو د وسلوالو په برید کې ۱۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو ټپي دی.

وسلوالو طالبانو د سې شنبې پر شپه د کندوز د علي آباد ولسوالې په عرض بیګي کلي کې د پولیسو او پاڅونوالو پر پوستو برید کړی دی.

د کندوز د ولایتی شورا مرستیال صفی الله امیري ويلي، چې په دې برید کې ۱۸ امنیتي ځواکونو ته مرګ و ژوبله اوښتې او وسلوالو طالبانو د پوستو ټول تجهیزات له ځان سره وړي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دا برید په عرضبیګي کلي کې د شپې پر لس بجو پیل او تر درې بجو روان و.

هغه زیاته کړې، چې د مهماتو د خلاصیدو او مرستندویه ځواکونو د نه رسیدو له کبله ټولو سرتېرو ته مرګ و ژوبله اوښتې.

د سیمې اوسیدونکي وايي، داسې بریدونه څو ځلې شوي؛ خو سیمه ییز حکومت د مرستندویه ځواکونو په  لیږلو کې پاتې راغلی، چې له کبله یی ټولو سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د کندوز امنیه قومندانۍ ویاند انعام الدین رحماني هم دا پېښه تائید کړې او وايي، دواړو لوریو ته مرګ ژوبله اوښتې؛ خو پوره شمېر یې په ډاګه شوی ندی.

محلي سرچینې وايي هغه کسان، چې په اوسني برید کې ورته مرګ و ژوبله اوښتې؛ دې پوستې ته تازه راغلي وه.

دا په داسې حال کې ده، چې پېنځلس ورځې وړاندې هم دې ته په یوه ورته پېښه کې د طالبانو په برید کې  د عرض بیګي د سیمې پېنځلس سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی و.

Trending

Exit mobile version