تازه خبرونه
له پاکستان څخه د سوداګریزو توکو له رارسیدو سره به بیې راولویږي

پاکستان د تورخم او سپین بولدک بندرونه د افغان سوداګرو د مالونو رالیږدولو لپاره بېرته پرانیستل او ډېر ژر به د هېواد اړوند ماکیټونو ته راورسیږي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، له دې سره به په مارکیټونو کې بیې را ولویږي؛ ځکه په خوراکي توکو بار موټر را رسیدونکي دي.
د سوداګرۍ اوپانګونې خونې غړی خان جان الکوزی وایي: زمونږ د نويو سوداګریزو توکو له رسیدو سره به په مارکیټ کې بیې هم راټیټې او دا لړۍ روانه ده او مارکیټونوته به د اړتیا وړ توکي راورسیږي.
د کابل هټیوال بیا وايي؛ تر اوسه په قیمتو نو کې کوم بدلون ندی راغلی او هیله ده ، چې بیې به ژر راولویږي.
د کابل منډوي هټیوال ظفرخان ویلي: تر اوسه؛ خو بیې پخپل ځای دي اوړه اوریجې، لوبیا،غوړي ټول د پخوا په څیر روان دي.
د کابل ښار ځینې او سیدونکي اوس هم شکایت لري او وایي؛ نږدې ۲۲ ورځې وشوې، چې وزګار دي او بیې هم لوړې شوي.
سخې داد نومی کاریګر وایي: مونږ له بې کارۍ غرق یو؛ خو حکومت مرسته نکوي خلک به له لوږې مړه شي.
نور الله نومي بل کاریګر ویلي؛ مونږ کار له لاسه ورکړی، خو آیا حکومت شته، چې زمونږ پوښتنه وکړي؟!
اقتصادي کارپوه سید قیاس سعیدي بیا له حکومته غواړي، چې پر مارکیټ څارنه ډېره او د احتکار کوونکیو مخه ونیسي.
د یادونې ده، چې د مارکیټ د څارنې د څرنګوالي په تړاو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو تر دې دمه په دې اړه څه نه وایي.