Connect with us

تازه خبرونه

په مرکز او ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه پیل او ډېر ژر به پای ومومي- ټاکنو کمیسیون

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

 

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي، چې د کمیسیون د مشرتابه د پرېکړې له مخې په مرکز او ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه پیل شوې او ډېر ژر به پای ومومي. دا په داسې حال کې ده، چې اوس هم د یو شمېر ټاکنیزو ډلو لخوا د رایو د بیا شمېرنې له بهیر سره پریکون روان ساتل شوی.

په مرکز او ولایتونو کې د مشکوکو محلونو د رایو بیا شمېرنه د یو شمېر ټاکنیزو ډلو د اعتراضونو له کبله ځنډول شوې وه؛ خو نن( د لړم ۲۶) په ځینو ولایتونو کې بیا پیل شوه.

د ځینو ټاکنیزو ډلو اعتراض دا دی، چې درې سوه زره مشکوکې رایې باید په بیا شمېرنه کې شاملې نشي؛ خو کمیسیون تېر ماښام څرګنده کړه، چې دا رایې به بیا شمېرل کیږي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا ريیس حبيب الرحمان ننګ ویلي، چې په ټولو ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه روانه ده. هڅه کوو، چې مرکز ته د رایو د فورم له رارسیدو سره سم دا بهیر پای ته ورسیږي.

په کابل کې هم له درې ورځني ځنډ وروسته د مشکوکو محلونو د رایو بیا شمېرنه پیل شوې، چې له یو زر و یو سل و دوه دېرش(۱۱۳۲) محلونو څخه د څلور سوه محلونو رایې بیا شمېرل شوې دي.

هغه ټاکنیزې ډلې، چې مخکې یې له دې بهیر سره مخالفت کړی اوس هم په بیا شمېرنه کې حضور نلري.

د کابل د ټاکنو کمیسیون د بهرنیو اړیکو مسوول ميرويس يوسفزی وایي، چې مونږ د ټاکنیزو ډلو له ټولو څارونکیو څخه د ګډون غوښتنه کړې او ښاغلي نواندېش په دې اړه د پرېکړې کولو ډاډ ښکاره کړې دی.  

په همدې وخت کې د کندوز، تخار، پروان او بغلان څخه داسې راپورونه تر لاسه شوي، چې د یکشنبې پر ورځ هم د ځينو نوماندانو د پلویانو لخوا د رایو بیا شمېرنې بهیر ګډوډ شوی دی.

د مشکوکو محلونو د رایو د بیا شمېرنې په لومړي پړاو کې هم د یو شمېر ټاکنیزو ډلو پلویانو د دغه بهیر مخه نیولې ده او داسې ښکاري، چې دا ستونزه اوس هم پرځای ده.

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې مشرعبدالله عبدالله په کندوز کې د خپل یو څارونکي د وژل کیدو په اړه ګواښ کړی او وایي، چې: شرم دې هغه ولسمشر ته، چې یو ځل د درغليو له مخې پر ګدۍ کښیناست او نن د همغه واک تر چتر لاندې ځان اعلی سر قومندان بولي؛ خو یو څارونکی د حق او د غیر قانوني کړنو د مخنیوی لپاره په کې وژل کیږي.  

دا په داسې حال کې ده، چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي دفتر هم په ډاګه کړې، چې په کندوز او یو شمېر نورو ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې پر وړاندې پر خلکو او لاریونوالو ډزې او مرګ و ژبله اړول د اندېښې وړ دي؛ ځکه د سیاسي او شخصي موخو لپاره امنیتي ځواکونه کارول ولس ته د منلو ندي.

تازه خبرونه

تېر ۲۰۲۳ کال د افغانستان د خلکو لپاره د سترو ننګونو کال و -راپور

Published

on

(Last Updated On: وری ۳۰, ۱۴۰۳)

په ۲۰۲۴ کال کې به د افغانستان شاوخوا ۱۵ اعشاریه ۸ میلیون خلک د خوړو د خوندیتوب له بحران او بېړنۍ کچې سره مخ شي.

 په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ټولنې د ۲۰۲۳ کال د پایلو په کلني راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې میلیونونه وګړي له لوږې او خوارځواکۍ سره مخ دي، چې ډېري یې خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کولی نشي.

ملګرو ملتونو څرګنده کړې، چې بشري ناورین په ۲۰۲۳ کال کې هم دوام درلود او دغه هېواد یوه لسیزه شاه تګ کړی او دا مهال د افغانستان نیمايي وګړي په بې وزلۍ کې ژوند کوي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري له افغانانو سره د بشري مرستو پر اړتیا ټینګار کوي او زیاتوي، چې دغه وزارت په هېواد کې د فقر او لوږې د ختمولو لپاره مناسب پلانونه لري.

ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي، چې له ۲۰۲۱ کال راپدیخوا د اقتصادي تولیداتو کچه یو پر څلورمه راټیټه شوې او د نړیوال بانک د راپور له مخې دا مهال د افغانستان نیمايي نفوس په بې‌وزلۍ کې ژوند کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې او څرګندوي؛ دوی له افغانستان سره د مرستو د دوام لپاره د بودجې له کمښت سره مخ دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملګرو ملتونو تېر کال په افغانستان کې د اوبو ۴۷۰ کیلومټره کانالونه جوړ کړل

Published

on

(Last Updated On: وری ۳۰, ۱۴۰۳)

د خوړو نړيوال پروګرام ویلي، چې تېر کال يې په افغانستان کې د سيمه‌ييزو ټولنو پر همکارۍ د شاوخوا ٤٧٠ کيلومټرو پر اوږدوالي د اوبو کانالونه جوړ کړي دي.

د دې پروګرام د افغانستان برخې د چارشنبې پر ورځ (د وري نهه‌ویشتمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ په افغانستان کې کروندګر اوبو ته له لاسرسي پرته خپل ژوند روان ساتلی نشي.

دغه راز څرګنده شوې؛ د اوبو کانالونو له کروندګرو سره مرسته کړې، چې خپلو کورنیو ته خواړه برابر کړي او خپل اضافي تولیدات او محصولات وپلوري.

د خصوصي سکتورغړي هم  وايي؛ د خوړو نړیوال پروګرام له‌خوا په هېواد کې د اوبو د مدیریت لپاره د کانالونو له جوړولو هرکلی کوي او څرګندوي، چې د هېواد د اوبو مدیریت کولی شي افغانستان  له فقر او اقتصادي بحران څخه وژغوري.

دا په داسې حال کې ده، چې له څو کلونو وچکالۍ وروسته؛ وروستیو اورښتونو د افغانستان کروندګر هیله من کړي، چې راتلونکی کال به ښه حاصلات ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

په بیجینګ کې د چین او افغانستان درېیمه اقتصادي ناسته تر سره شوه  

Published

on

(Last Updated On: وری ۳۰, ۱۴۰۳)

په بیجينګ کې د افغانستان اسلامي امارت او د چين ولسي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارتونو د اړوند سياسي څانګو پر مشرۍ د بشري مرستو او اقتصادي بيارغونې پر ميکانيزمونو درېيمه ناسته ترسره شوه.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت پر استازیو سربېره د صنعت او سوداګرۍ، کانونو او پټروليم، د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو او د طبيعي پېښو پر وړاندې د امارت وزارت استازو ګډون کړی و.

دغه راز په دې ناسته کې د چين د سوداګرۍ، طبيعي سرچينو، د چين نړيوالې پراختيايي ادارې او نړيوالې همکارۍ ادارو استازو هم برخه اخیستې وه.

د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې ناسته کې له تېرو دوه نيمو کلونو راپدیخوا د طبيعي پېښو، جبري راستانه شویو کډوالو او روغتيا په برخه کې د مرستو پر میکانیزمونو بیا کتنه وشوه.

 افغان پلاوي د چين د مرستو د ګټورتوب لپاره خپل وړانديزونه او سلا مشورې چينايي اړوند لوري ته وړاندې کړل.

چينايي لوري ژمنه کړې، چې له افغانستان سره به د چين بشري مرستې د افغان لوري د اړتياوو او لومړيتوبونو له پام کې نيولو سره تنظيم کړي. دغه راز به له افغانستان سره د جبري راستانه شویو کډوالو د مېشتېدو په برخه کې د چين د سل میلیون يوانو په مرستو کې د افغان لوري وړانديزونه هم په پام کې ونيول شي.

د چين سره صليب ټولنې ژمنه کړې، چې په چين کې به د افغان ماشومانو د زړه ناروغيو د درملنې د بيا پيل زمينه هم برابره کړي.

د عبدالقهار بلخي د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان د اقتصادي بيارغونې ميکانيزم په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر زياتوالي په ځانګړي توګه چين ته د زیاتو افغان توکو د صادرولو د زمينې برابرولو، وړتیا لوړونې او په افغانستان کې د کانونو او معاصرې سوداګرۍ په برخه کې د چين د پانګونې د فرصتونو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.

دواړو لوريو چين ته د افغانستان د جلغوزو له صادراتو وروسته د انارو د صادراتو زمينې د برابرولو د هرکلی ترڅنګ په افغانستان کې د نفتو د استخراج کچې لوړولو او د لوګر مس عینک کان د استخراج د پيلولو په برخه کې د وروستيو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او ټينګار وشو، چې د چارو د چټکتيا پر طرحو به غور وشي.

افغان لوري د چين پر ملاتړ د افغانستان د حکومت په ګڼو وزارتونو او ادارو کې د ملکي مامورينو د وړتیا لوړونې لپاره له روزنيزو پروګرامونو او افغانانو ته د سکالرشپونو د لړۍ له پراخولو هرکلی وکړ.

ویل کیږي، چې په دې ناسته کې د واخان اقتصادي دهلیز د اهميت او احتمالي ګټو او د دې کوريډور د پرانيستو پر امکاناتو هم بحثونه شوي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!