تازه خبرونه

که ټاکنې دوه یم پړاو ته ولاړې، سږکال یې تر سره کول ناشوني دي-ټاکنڅاري

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

ټاکنڅاري بنسټونو ویلي؛ که ولسمشریزې ټاکنې دوه یم  پړاو ته ولاړې، سږکال یې ترسره کول ناشوني دي.

د ولسمشریزو ټاکنو درې نوماندانو د بریالیتوب اعلان کړی؛ شاوخوا لس نوماندانو ویلي، چې لومړی پړاو ټاکنې به ګټونکی ونلري. په دې ضد او نقیض خبرو کې آیا د ټاکنو خپلواک کمیسیون دوه یم پړاو ټاکنو ته چمتووالی لري او د داسې یو څه اټکل یې کړی دی؟

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د دوه یم پړاو ټاکنو فکر او ذکر له وخت مخکې خبره ده.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا رییس حبیب الرحمان ننګ څرګنده کړې؛ دا به له وخت مخکې خبره وي مونږ په دې څه نشو ویلی، ځکه مونږ ټول ټاکنو تخنیکي بهیر د ناظرانو په شتوالي کې تر سره کوو.

ټاکنڅاري بنسټونه وایي، که ټاکنې دوه یم پړاو ته ولاړې؛ په روان کال کې به تر سره نشي.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ مشر یوسف رشید ویلي، چې کمیسیون په لنډ مهال کې نشي کولی بیا ځلي کارکوونکي استخدام او روزنه ورکړي، رای پاڼې چاپ، عامه پوهاوی تر سره او نورې فني برخې چمتو کړي. له همدې کبله سړې هوا ته په کتو په روان کال کې دوه یم پړاو ټاکنې له اټکل لیرې ښکاري.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د دوه یم پړاو ټاکنو امنیت ساتنې ته چمتووالی څرګند کړی؛ ځکه، چې دوه یم پړاو ټاکنو ته یې نوې او متفاوته امنیتي طرحه پر مېز ایښې ده.

د هوا له سړیدو سره ټولو سیمو ته د اساسو توکو لیږد، ستر مالي لګښت او د خلکو د ګډون په کچه کې احتمالي تیټ والی به نوې ننګونې وي او دا هغه څه دي، چې په راتلوونکي کال کې د ټاکنو تر سره کیدو ته زمینه برابروي.

ویل کیږي، چې که ټاکنې دوه یم پړاو ته ولاړې؛ نو ۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ کلونه به تکرار شي.  

Trending

Exit mobile version