Connect with us

تازه خبرونه

په پاکستان کې د افغان سولې ناسته د ۳۰ افغانانو په ګډون پیل شوه

خپور شوی

 په

(Last Updated On: چنګاښ ۱, ۱۳۹۸)

د پاکستان د پنجاب ایالت په مري کې د شنبې پر ورځ( د چنګاښ لومړۍ) د لاهور د سولې څېړنیز مرکز پر کوربتوب د یو شمېر سیاسي څېرو په ګډون د افغانستان د سولې په اړه یوه ناسته جوړه شوه.   

د پاکستان دیلي تایمز راپور ورکړی، چې د افغانستان کابو ۳۰ تنه سیاسي څېرې د لاهور د سولې په څېړنې مرکز کې د افغان سولې په اړه د پاکستان مري ته بلل شوي دي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، د جمعیت اسلامي ګوند اجرائيه رییس عطامحمد نور، د اجرائیه رییس دوه یم مرستیال محمد محقق، ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماندان عبدالیطف پدرام،  محمد حنیف اتمر او ولي مسعود، د محاذ ملي ګوند رییس حامد ګیلاني، د سولې عالی شورا رییس محمد کریم خلیلي په ګډون د افغانستان ۳۰ کسیزې ډلې تېره ورځ په دې ناسته کې د ګډون لپاره پاکستان ته سفر کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، چې د دغې غونډې په پیل کې یې وینا وکړو څرګنده وي، چې پاکستان د یوه سوله‎ییز، باثباته او دیموکرات افغانستان غوښتونکی دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ جګړې د افغانستان او پاکستان خلک ځورولي  او دواړه هېوادونه باید سولې ته د رسیدو لپاره ګډې هڅې تر سره کړي.

دغه راز د راپورونو له مخې؛ د جزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په دې ناسته کې په ډاګه کړې، چې یوازې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې اترې د افغانستان د کړکیچ د حل لپاره بس ندي او افغانان کولی شي خپلې ستونزې پخپله هم حل کړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې باید د بهرنیو لاسوهنې ودرول شي او همدارنګه بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

د یادونې ده، چېدې ناستې ته د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم بلل شوی و؛ خو نوموړي تېره ورځ ناوخته په دې ناسته کې د بوختیاوو پر لامل خپل ګډون وځنډاوه.

تازه خبرونه

ای آی بي له ملګرو ملتونو څخه د نغدي مرستې شپږم لېږد ترلاسه کړ

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: سلواغه ۴, ۱۴۰۰)

د افغانستان بانک په ډاګه کړې؛ کابل ته د یکشنبې پر ورځ د سلواغې ۳ د بشري مرستو په لړ کې ۳۲ میلیون ډالر راورسېدل.

د افغانستان بانک دغه نغدي بشردوستانه مرسته له کابل هوايي ډګره د افغانستان نړیوال بانک (ای آی بي) ته ولېږدوله.

تېره میاشت ملګرو ملتونو اعلان وکړ، چې د روان کال د مارچ تر پایه به افغانستان ته د بشري مرستو په توګه په اوونۍ کې ۲۰ میلیونه ډالر نغدي مرسته ورکوي، چې بانکي سیسټم د نغدو پیسو له کمېدو وژغوري.

د افغانستان بانک څلور ورځې مخکې اعلان وکړ، چې د ملګرو ملتونو لخوا یې د ۳۲ میلیونو ډالرو نغدو پیسو پېنځمه ټولګه هم ترلاسه کړې ده.

د افغانستان بانک ویلي؛ د نړۍ له هرې هغې بشري کړنې ستاینه کوي، چې د پیسو د رالیږلو او د ټولنې بېوزلو خلکو ته د مرستې لامل کیږي؛ مونږ به په کې له خپلې وسې سره سمه اغېزمنې هڅې تر سره کړو.

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته امریکا د افغانستان شاوخوا لس میلیارډ ډالر بهرنۍ زېرمه کنګل کړې او د افغانستان بانک یې ترې بې برخې کړی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي امارت استازیو د ناروې له چارواکو سره خبرې وکړې

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: سلواغه ۴, ۱۴۰۰)

د دوشنبې پر ورځ د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي مولوي متقي پر مشرۍ د پلاوي غړیو د ناروې له چارواکو سره د خبرو پر لومړۍ ورځ یکشنبه وکتل او د هېواد د روانو حالاتو په اړه یې ورسره خبرې وکړې.

د افغانستان اسلامي امارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د افغان لنډمهالي حکومت د چارسمبالي او یو شمېر شخصیتونو ترمنځ یوه ورځنۍ ګډه ناسته ترسره شوه.

د خبرپاڼې له مخې؛ د غونډې په بهیر کې ګډونوالو په پوره زغم د یو او بل اندونه او نظرونه واورېدل او د افغانستان پر اوسني وضعیت یې څرګندونې وړاندې کړې.

دوی ټینګار وکړ، چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او څرګندوي، چې ټول افغانان باید د هېواد د سیاسي، اقتصادي او امنیتي غوړېدا او هوساینې لپاره ګډې هڅې وکړي.

دغه راز په ډاګه شوې: د غونډې ګډونوالو ومنله، چې همغږي او ګډې هڅې د افغانستان د ټولو ستونزو یوازنۍ حللار ده.

د اسلامي امارت استازیو دا هم ویلي، چې ټولو ګډونوالو دا ډول غونډې د هېواد په ګټه وبللې.

د افغانستان اسلامي امارت استازي شفیع الله اعظم د خبرو د لومړۍ ورځې په پای کې اسوشیټیډ پرس ته څرګنده کړې، چې له لویدیځو چارواکو سره لیدنه د افغان حکومت د مشروعیت لپاره یو ګام و او دا ډول بلنه او اړیکه به مرسته وکړي، چې اروپایی ټولنه، امریکا یا یو شمېر نور اړوند هېوادونه د افغان دولت ناسم انځور له منځه یوسی.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ په ډاګه کړې وه، چې افغان استازي د جنورۍ له ۲۳ تر ۲۵ نېټې اوسلو ته بلل شوي، چې د ناروې له چارواکو، نړیوالې ټولنې او نورو افغانانو سره وګوري؛ خو دا غونډې د اسلامي امارت مشروعیت یا رسمیت پېژندنه نه ښيي، بلکې باید له دغو چارواکو سره خبرې وشي، چې د ناوړه بشري ناورین مخه ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت پلاوی به نن د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د امریکایي استازیو په ګډون د اروپایي ټولنې، بریټانیا،فرانسې، جرمني ایټالیا او ناروې له استازیو سره هم د افغانستان پر سیاسي، امنیتي او بشري وضعیت خبرې وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان بیا هم افغانستان ته له نړیوالې ټولنې د مرستو غوښتنه وکړه

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: سلواغه ۳, ۱۴۰۰)

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د شنبې پر ورځ یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې له افغانستان سره بېړنۍ بشري مرستې وکړي.

عمران خان ټویټ کړی، چې نړلواله ټولنه د ملګرو ملتونو د مسوولیت او ساتنې د اصولو له مخې مکلفه ده، چې د اوږدې جګړې په پایله کې له ستر بشري ناورین څخه د خلکو د ژغورنې لپاره مرسته وکړي.

نوموړی څرګندوي، چې اوسمهال په میلیونونو افغانان د لوږې له خطر سره مخ دي او دا د نړیوالې ټولنې دنده ده، چې بشري مرستې ورته برابرې کړي.

د ملګرو ملتونو ادارو هم خبرداری ورکړی، چې که مرستې ور نکړ شي؛ له ۲۳ میلیون ډېر خلک د لوږې له خطر سره مخ کیږي.

د روانې میاشتې په پیل کې د ملګرو ملتونو ادارو د ۲۰۲۲ زېږدیز کال لپاره د ۴ اعشاریه ۵ میلیارډ ډالرو مرستې غوښتنه وکړه، چې دا د هېوادونو لپاه ترټولو لویه نړیواله غوښتنه ده، چې امریکا ورته د بشري ټولنو له لارې د  ۳۰۸ میلیون ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!