تازه خبرونه
په کابل کې د روسیې پر سفارت د یوې درندې چاودنې مخه ونیول شوه

د روسیې رسنیو په ډاګه کړې؛ په کابل کې له چاودیدونکیو توکو ډک موتر، چې موخه یې د روسیې سفارت و؛ ونیول شو.
د روسيې خبري خپرونه سپوتنیک په کابل کې د یوې سرچینې په حواله په ډاګه کړې، چې په کابل کې د روسيې پر سفارت د یوې درندې چاودنې مخه نیول شوې ده.
د سپوتنیک د ګزارش له مخې؛ یو مازدا موتر له ۱۰۰۰ کیلو ګرام چاودیدونکیو توکو ډک شوی و او ټاکل شوې وه، چې په کابل کې د روسيې پر سفارت چاودنه رامنځته کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت او په کابل کې د دغه هېواد سفارت تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.
کابل په تېرو څو اوونیو کې د ترورستي بریدونو شاهد و، چې لسګونه او سلګونه خلک په کې وژل شوي او ټپیان دي. د دغو بریدونو پړه داعش او طالبانو پر غاړه اخیستې ده.
په وروستي برید کې، چې د صدارت په څلور لاري کې ترسره شوی و؛ ۱۰۳ کسه وژل شوي او ۲۳۵ نور ټپیان دي.

تازه خبرونه
په کابل کې لسګونه اړمنو کورنیو د بیات بنیاد د روژې مرستې ترلاسه کړې
بیات بنیاد ویلي؛ په دې مرستو کې اوړه، وريجې او غوړي شته، چې له یوې رڼې سروې وروسته مستحقو کسانو ته ووېشل شول.

د بیات بنیاد چارواکو ويلي، چې په کابل کې د دوی د روژې مرستې لسګونه اړمنو کورنیو ته ووېشل شوې.
دوی ویلي؛ په دې مرستو کې اوړه، وريجې او غوړي شته، چې له یوې رڼې سروې وروسته مستحقو کسانو ته ووېشل شول.
د بیات بنیاد چارواکو زیاته کړې، چې دا مرستې نه یوازې د روژې په میاشت کې، بلکې په ژمي او بېړنیو حالاتو کې یې هم وېشلو ته ژمن دي.
د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعیل ویلي: “نن مونږ د روژې مرستې هم پیل کړې، چې اوړه، وریجې او غوړي په کې دي. زمونږ مرستې په کابل او نورو ولایتونو کې وېشل کیږي. “
محمد اسماعیل زیاته کړې: “بیات بنیاد د ژمي په موسم او د روژې د مبارکې میاشتې په ورځو او نورو اړینو وختونو کې لومړني ګامونه پورته کوي.”
دغه راز هغه کورنۍ، چې مرستې یې ترلاسه کړي؛ له نورو مرستندویه بنسټونو او ټولنو هم غواړي، چې بیات بنیاد ته ورته له اړو خلکو سره د مرستې لپاره راودانګي.
د مرستې ترلاسه کوونکي وایي: ” کراچيوان یم؛ زما په کورنۍ کې لس غړي دي. معیوب او معلولین لرم. د ورځې کار نهکیږي. له بیات بنیاد او همکارانو ه یې مننه، چې له زمونږ سره یې مرسته وکړه.”
له نږدې دوه لسیزو راپدېخوا بیات بنیاد په هره روژه کې د مرکز او ولایتونو زرګونه اړمنو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې چمتو کوي او وېشي.
تازه خبرونه
د معاشونو د نورم او اجراء په اړه خپاره شوي لیستونه او اوازې ناسمې دي
د ماليې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ د تېرو څو ورځو راپدېخوا په یو شمېر رسنيو او ټولنیزو پاڼو کې، چې د امارتي ادارو د معاشونو د نورم د بدلون په اړه کوم لیستونه او اوازې خپرېږي؛ مطلق ناسم دي.

د افغانستان ماليې وزارت د معاشونو د نورم او اجراء په اړه په يوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د معاشونو د نورمونو د بدلون په تړاو خپرې شوې اوازې او ليستونه ناسم او درواغ دي.
د ماليې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ د تېرو څو ورځو راپدېخوا په یو شمېر رسنيو او ټولنیزو پاڼو کې، چې د امارتي ادارو د معاشونو د نورم د بدلون په اړه کوم لیستونه او اوازې خپرېږي؛ مطلق ناسم دي.
ماليې وزارت په همدې اوونۍ کې د معاشاتو د اجراء خبر هم ورکړی او زياتوي:« دا وزارت هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې د امارتي ادارو معاشات به په دې اوونۍ کې د پخوا په څېر اجراء شي».
دا په داسې حال کې ده، چې د حکومت مامورینو د سلواغې او کب میاشتو معاشونه ندي اخیستي.
تازه خبرونه
د بهرنیو چارو وزارت د غزې پر تړانګه د اسرائیلو تازه بریدونه وغندل
د دې وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې: “د صهیونستي یرغلګرو دا وحشیانه عمل نه یوازې له بشري حقونو او نړیوالو قوانینو سرغړونه ده، بلکې د انسانیت له بنسټیزو ارزښتونو سره هم ښکاره تضاد لري”.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي؛«د اسرائیلي اشغالګر رژیم په تازه بریدونو کې، چې له کبله یي له ۳۰۰ ډېر بې گناه فلسطینیان د میرمنو او ماشومان په ګډون “شهیدان” او ټپیان کړل» پر کلکو ټکو غندي.
د دې وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې: “د صهیونستي یرغلګرو دا وحشیانه عمل نه یوازې له بشري حقونو او نړیوالو قوانینو سرغړونه ده، بلکې د انسانیت له بنسټیزو ارزښتونو سره هم ښکاره تضاد لري”.
دغه راز بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا له ذیدخله هېوادونو وغوښتل، چې د فلسطین له مظلومو خلکو خپل ملاتړ څرګند کړي او د اشغال د پای ته رسولو لپاره عملي او پرېکنده ګامونه واخلي.
اسلامي امارت ویلي، چې دوی “د فلسطینیانو حقه مبارزه او مشروع مقاومت د هغو یو ثابت حق ګڼي او ملاتړ یې کوي.”
-
سوداگري3 days ago
په ۱۴۰۳ کال کې د ۲۹۲ میلیون ډالرو پر ارزښت د هوايي دهلیزونو له لارې سوداګري شوې
-
تازه خبرونه1 day ago
د تورخم دروازې د بیا پرانیستلو او اوربند لپاره د جرګې خبرې پرښه نیت پای ته ورسېدې
-
تازه خبرونه24 hours ago
له افغانستان څخه د امریکا د وتلو په پرېکړه او پلي کولو کې ټول ښکېل کسان مسوول دي ـ شان پارنیل
-
تازه خبرونه3 days ago
د ټرمپ حکومت د امریکا غږ کارکوونکي جبري رخصتۍ ته اړ کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
امریکا په یمن کې د ۳۱ حوثیانو پر وژلو د هوايي بریدونو لړۍ پیل کړه
-
لوبی16 hours ago
د هند ۲۰۲۵ غوره لیګ د ۱۸ کلنې زړه راکښونکې بریا جشن نمانځل کیږي
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د پاکستان په جنوب لویدیځ کې ځانمرګي برید ۳۶ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې
-
نړۍ2 days ago
د امریکا او روسیې ولسمشران به روانه اوونۍ د اوکراین پر جګړې خبرې وکړي