تازه خبرونه
په هرات کی یوه ښځه د خپل میړه له خوا وژل شوې
د هرات امنیه قومندانۍ په ډاګه کړې، چې تېره شپه یوه سړي خپله شل کلنه میرمن د چاقو په وسیله وژلې ده.
د هرات د پولیسو ویاد عبدالاحد ولیزاده وايي، د ښځې میړه نیول شوي او لامل یې کورنۍ ستونزې دي.
د هرات د حوزوي روغتون مسوولین وايي، ښځې ډېر ګوزارونه په غاړه کې خوړلي او روغتون ته له رسیدو وروسته یی ساه ورکړې ده.
ویل کیږي، له ښځې دوه ماشومان پاتي دي.
تازه خبرونه
پاکستان بلوچستان میشتو افغانانو ته د وتلو ګواښ وکړ
د پاکستان بلوچستان ایالت پولیسو افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی، چې له دغه ایالت څخه په خپله خوښه ووځي.
پولیسو ویلي، چې که دغه کډوال په ځايي وخت د سې شنبې پر ورځ سهار اته بجې د بلوچستان له څنډو او کلیو ونهوځي؛ جبري به وویستل شي.
هغه کډوال افغانان، چې د افغان تابعیت او د راجسټریشن کارتونه لري هم په دې خبرتیا کې شامل دي.
که څه هم د پاکستان حکومت له دې مخکې اعلان کړی و، چې هغه کډوال به له پاکستان څخه ونهایستل شي، چې د افغان تابعیت کارتونه او د راجستریشن سندونه ولري؛ خو اوس د بلوچستان ایالت چارواکي وايي، چې قانوني کډوال به هم ایستل کېږي.
له دې مخکې اسلامآباد افغان کډوالو ته د دوشنبې پر ورځ ( د وري اتویشتمه / د اپریل پېنځلسمه ) ضرب الاجل ټاکلی و او دا یې د افغان کډوالو د جبري اخراج دوهیم پړاو ونوماوه.
چارواکو ویلي، چې دا پړاو پر شاوخوا ۸۵۰ زره افغانانو، چې ډېر یې له لسیزو راپدیخوا په پاکستان کې ژوند کوي؛ د پلي کېدو وړ دی.
د افغانستان اسلامي امارت او د ملګرو ملتونو ادارې اټکل کوي، چې په تېرو شپږ میاشتو کې له نیم میلیون ډېر کسان له پاکستان څخه ایستل شوي او یا هم په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت اقتصادي مرستیال د کجکي بند ملي پروژه وارزوله
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر تېره ورځ هلمند ولایت ته د خپل سفر پرمهال له کجکي بند څخه لیدنه وکړه.
د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیالۍ د څرګندونو له مخې؛د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د کجکي بند پروژه ملي او حیاتي یاده کړه او په دې برخه کې یې د رامنځته شویو نوښتونو له کبله د مسوولینو هڅې وستایلې.
ملا برادر ویلي، چې وچکالۍ او په بندونو کې د اوبو د کمښت له کبله د برښنا د تولید کچه راټیټه شوې وه؛ خو سږ کال په هېواد کې د اورښتونو له کبله د اوبو کچه لوړه شوې او د کجکي بند په څېر زیاتره بندونه له اوبو ډک شوي دي.
له دې سره به په روان کې کال د کرنې برخه وده وکړي او هم به په هېواد کې دننه د برښنا د تولید کچه لوړه شي.
د کجکي بند د هېواد په کچه یو له لویو بندونو څخه دی، چې د هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د هلمند پر سیند د موسمي سیلابونو د کنټرول، کرنیزو ځمکو خړوبولو او برښنا د تولید لپاره جوړ شوی دی.
دغه راز د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د روزګان ولایت له سیلاب ځپلیو سیمو څخه هم لیدنه کړې او هلته یې له سیمهییزو چارواکو او عامو خلکو سره کتلي او د لازمو مرستو د رسولو امر يې کړی دی.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر روزګان ولایت ته د سفر پرمهال له سیلاب ځپلیو او زیانمنو کورنیو سره د خواخوږۍ ترڅنګ یوه اندازه نغدي مرسته هم کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د سیمه ایزو چارواکو د معلوماتو له مخې په دغو سیلابونو کې ۴۶۸ د استوګنې کورونه بشپړ او لږ څه ویجاړ شوي او له پنځوس څخه ډېر پلچکونه او زرګونه جریبه فصلونه سیلابونو وړي دي.
تازه خبرونه
اروپا مېشتو یو شمېر افغانانو په کابل کې له مولوي عبدالکبیر سره وکتل
د ریاست الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير په کابل کې د اروپا مېشتو افغانانو له يو شمېر استازو او بنسټونو مشرانو سره په کتنه کې څرګنده کړې؛ اوس افغانستان د واحد ملت، واحد اسلامي نظام لرونکی دى او د وېشلو هڅې یې ناکامې شوې دي.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، چې ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا، ملي مشارکت او ازادي ډاډمنه شوې او افغانستان د ښې راتلونکې پر لوري ستر ګامونه پورته کوي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال وايي؛ اسلامي امارت په سیمه او نړۍ کې نظم او ثبات غواړي او د اسلامي امارت خپلواکۍ ته هم باید درناوی وشي.
نوموړي ویلي؛ د اسلامي امارت لومړیتوب سیاسي او اقتصادي دایمي ثبات او په افغانستان کې د یووالي ټینګښت دی.
په دې کتنه کې د جرمني، بریټانیا، بلجیم، سویډن، اټریش، ترکیې، ناروې او عربي متحده اماراتو مېشتو افغان بنسټونو استازو او مشرانو په یادو هېوادونو کې د مېشتو افغانانو وړاندیزونه او نظریات د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریک کړل.
ډاکټر خوشال روهي د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او څرګندوي، چې دوی په بهر کې اټولنې لري او د زيات شمېر افغانانو استازيتوب کوي.
هغه زیاته کړې: اسلامي امارت په تېرو درې کلونو کې د پام وړ پرمختګونه او لاسته راوړنې لري، چې افغانان او نړیواله ټولنه ترې راضي ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوسنی نظام د ډېرو قربانيو پايله ده او هيچا ته بايد اجازه ورنکړ شي، چې کمزوری او له منځه يې يوسي.
دی وایي، چې په بهر کې میشت افغانان ستر علمي او اقتصادي ظرفیتونه لري، چې اسلامي امارت کولی شي د هېواد په پرمختګ کې ترې ګټه واخلي.
روحي د افغانستان اقتصادي او مالي پالیسي وستایله او څرګندوي: افغانستان د زورواکۍ، فساد، ناامنۍ او غصب له ټاپوګانو ژغورل شوی دی؛ په سيمه او نړۍ کې هیڅوک د جګړې پلوي ندي.
هغه زیاته کړې، چې اسلامي امارت باید خپله کابینه له سرپرستۍ وباسي او تلپاتی حکومت جوړ کړي. هغه د ښځو لپاره د زدهکړو او کار د دروازې د خلاصولو غوښتنه هم وکړه.
دې استازو او مشرانو ويلي، چې د افغانستان حالات او شرایط له هغه څه سره ډېر توپير لري، چې په اړه يې رسنیز منفي تبلیغات خپرېږي.
دوی دا ډاډ هم څرګند کړ، چې د افغانستان رښتینی انځور به اروپايي هېوادونو ته ورسوي.
-
لوبی20 hours ago
د افغانستان اتلانو ليګ د درېيم پړاو سیالیو پچهاچونه پای ته ورسېده
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
پر ایران به د اسرائیلو برید له سخت ځواب سره مخ شي
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
ایران پر اسرائیلو د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو غچ اخیستونکی برید ترسره کړ
-
نړۍ1 day ago
امریکا به پر ایران د اسرائیلو په ځوابي برید کې برخه وانخلي
-
تازه خبرونه2 days ago
په تېره یوه میاشت کې د سېلابونو له کبله ۶۰ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
تازه خبرونه2 days ago
د اختر په ورځو کې زرګونو سیلانیانو د هلمند له بُستکلا څخه لیدنه وکړه
-
تازه خبرونه2 days ago
پاکستان د افغانستان په اړه د سیمهییزو اړیکو ډلې د جوړېدو خڼد شو
-
تازه خبرونه19 hours ago
د کابل په هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ ز. کال ځانمرګی بریدګر عبدالرحمن لوګری و- امریکا