تازه خبرونه

په کابل کې پر کرونا ویروس د اخته کیدو پېښې د پراختیا په حال کې دي- روغتیا وزارت

Published

on

د عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکوي، چې په کابل کې پر کرونا ویروس د اخته کیدو پېښې د پراختیا په حال کې دي؛ خو هېواد وال په ځانګړي توګه کابل ښاریان د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د دوی لارښوونو ته پام نکوي.

د عامې روغتیا وزارت وایي، د کرونا ویروس له هر بل وخت زیات اوس خلک ګواښي او په چټکۍ سره د پراختیا په حال کې دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار ويلي؛ په وروستیو څلیریشت ساعتونو کې د هېواد په کابل، کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې د کرونا ویروس څلور اتیا مثبتې پېښې ثبت شوي، چې ورسره د اخته کسانو شمېر۱۱۷۶ کسانو ته رسیدلی دی.

نوموړي زیاته کړې؛ په کابل کې د کرونا اته ویشت، کندهار کې دوه ویشت، په ننګرهار کې شپږ، په کاپیسا کې څلور او پاتې نور یې په هرات، کونړ، غزني، پروان، بامیان، لغمان، پکتیکا، فراه، نیمروز، زابل او هلمند ولایتونو کې ثبت شوي دي.

دوی خبرداری ورکوي، چې د خلکو د پې پامۍ او بې پروایۍ په صورت کې ښایي کرونا د ډېرو خلکو ژوند واخلي او ګواښ یې ډېر چټک دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ تر اوسه ترې ۱۶۶ اخته کسان بېرته رغیدلي، خو ۴۰ مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وایي، د کرونا پر ویروس د اخته کسانو د ښې درملنې لپاره، په افغان جاپان روغتون کې ځینې سمونونه راغلي او دغه راز له کرونا وېروس سره د مبارزې په برخه کې د بودجې په لګښت کې د فساد په تړاو څرګندونې رودي او خبرداری ورکوي، چې له فاسدو کسانو سره قانوني چلند کیږي.

Trending

Exit mobile version