Connect with us

بی بی سی پښتو

په کابل کې د یوه ډاکټر کورنۍ ته کورونا وېروس څنګه ورسېد؟

خپور شوی

د

ډاکټر یوسف اریوبي د کابل د صحت طفل روغتون ډاکټر و او خپل شخصي کتنځی یې هم درلود. د تېرې شنبې په ورځ (۲۳وری/اپرېل۱۱) د کورونا وېروس له کبله ومړ. یوه خور يې تر ده یوه ورځ مخکې د همدغه وېروس له کبله مړه شوه.

تر ده کشر ورور يې کمال اریوبي اوسمهال د کابل په یوه روغتون کې په دې هیله بستر دی چې که ژوندی پاتې شي. درې نور وروڼه يې پخپل کور کې قرنطين دي او د کمال اریوبي په خبره، د ډاکټر یوسف یوه لور هم پر کورونا وېروس د اخته کسانو نښې لري.

خو دا وېروس څنګه د دوی تر کوره ورسېد او څنګه يې په ټوله کورنۍ کې راتاو شو، چې ځينې يې مړه او ځينې يې اخته کړل؟

ډاکټر یوسف خو پخپله هم ډاکټر و نو څنګه يې په وخت د ناروغۍ نښې نښانۍ درک نه شوې کړای چې ځان او نور خوندي کړي؟

پر دې ټولو کیسو زه د ډاکټر یوسف له کشر ورور کمال اریوبي او وراره اسلام ځاځي سره پر ټلیفون وغږېدم.

کمال وايي چې ډاکټر یوسف يې تر ده پنځه کال مشر ورور و، شاوخوا ۶۵ کلن و. څو ورځې مخکې کتنځي ته روان وو.

"موږ منع کړ، ورته ومو ویل چې څه کوې، کرار کور کې کېنه. وضعیت خراپ دی، خو دی لاړ. معاینه خانې کې يې کوم ناروغ لیدلی دی. بس له هماغې دوه درې ورځې وروسته زموږ په کور کې حالت خراپ شو ".

کمال وايي، دوی فکر کوي چې پر کورونا وېروس کوم اخته ناروغ نه يې ډاکټر ورور ته دا وېروس ورغلی و. ځکه چې هم په روغتون او هم په کتنځي کې يې له ناروغانو سره سروکار و.

د ده په خبره، کله چې ډاکټر کور ته راغلی نو خامخا ټولو روغبړ ورسره کاوه او یا څنګ په څنګ ورسره کېناستل، چې له دې سره دغه وېروس د کورنۍ نورو غړو ته هم ورغلی دی.

"څو ورځې وروسته زه هم ناروغ شوم، خور مې هم مریضه شوه، ډاکټر هم ناروغ شو او د ډاکټر د یوې لور صحت هم خراپ شو ".

وراره يې، اسلام ځاځی وايي چې له همدې ورځې يې په کور کې څو غړو له دردونو شکایت پېل کړ او ترور يې په کټ پرېوته چې څو ورځې وروسته مړه شوه.

ولې يې ناروغي پر وخت تشخیص نه شوه؟

د کورونا وېروس یا کوېد-۱۹ ناروغۍ د نښو نښانو په اړه که څه هم د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او ځينو نورو بنسټونو مالومات خپاره کړي او دا یې هم ویلي چې څنګه ځانونه ترې خوندي وساتو.

خو بیا هم د ډاکټر یوسف د کورنۍ کیسې ته په کتو ښکاري چې که څوک تازه پرې اخته شوی وي نو د نښو پېژندل يې هومره اسان نه وي چې ګمان کېږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې دمګړۍ په پلازمېنه کابل کې د کورونا وېروس د معاینې دوه لابراتوارونه شته خو د وینې نمونې يوازې د افغان-جاپان په نوم روغتون کې اخیستل کېږي. چې مسوولان يې وايي، په پرمختللو وسایلو سمبال دي.

کمال اریوبي وايي چې دوی په لومړۍ ورځ د خپلې سيمې ځينو لابراتوارونو ته ناروغان ور وستل او د وینې معاینه یې وشوه خو ورته وویل شول چې محرقه یا وچکۍ لري.

"دوه ځلې لابراتوارونو ته لاړو. راته ویل يې چې محرقه یئ، وچکۍ لرئ. بس ترې راغلو، بیا به کله جوړ، کله نا جوړه وو، خو ورو ورو د ټولو وضعیت خراپېده او اخر داسې پېښه وشوه ".

اسلام بیا وايي، چې کله د ټولو وضعیت خراپ شو نو ناروغان یې افغان-جاپان روغتون ته بوتلل.

"په افغان-جاپان روغتون کې يې ټولو نه د معاینې لپاره وینه او نورې نمونې واخیستلې. او ورته ویې ویل چې درې ورځې وروسته به حال درکړو. د چا په خوا او خاطر کې هم نه وه چې د دوی به دا مریضي وي. خو موږ ته يې شپږمه اوومه ورځ حال راکړ چې د دوو کسانو معاینه مثبته ده. یاني دا مریضي لري، خو د نورو لا منفي ده "

اسلام ځاځی وايي، چې د معاینو پایله داسې مهال ورکړل شوه چې اوبه له ورخه تېرې وې. ځکه چې ترور يې یاني د ډاکټر یوسف ۴۲ کلنه خور وفات شوې وه.

"ترور خو مې مړه شوه خو که موږ وخته خبر شوي وای نو د کور نور ماشومان او لویان به مو ژغورلي وو، خو هغوی ته هم وېروس ورغی، یو تره مې بستر شو او د ترور تر مرګ یوه وروسته وروسته پخپله ډاکټر یوسف هم مړ شو ".

اسلام وايي چې اوس يې یو تره په روغتون کې بستر او درې نور په کورونو کې قرنطين دي خو په خبره يې، د هغوی روغتیايي وضعیت ډېر خراپ نه دی.

د دوی جنازه څنګه وشوه؟

د وفات شوي ډاکټر یوسف وراره راته وویل چې د مړينې د لومړنۍ پېښې پر مهال دوی بیا هم نه پوهېدل چې ترور یې ولې وفات شوه. ځکه چې افغان -جاپان روغتون ته د سپارل شویو معاینو پایله لا نه وه جوته شوې.

د محمد اسلام په خبره، د خور په جنازه کې يې د کورنۍ او خپلوانو په ګډون ګڼ شمېر خلکو ګډون وکړ او د هغې مړی يې خاورو ته وسپاره.

"کلیوالو او دوستانو ته دې خدای خېر ورکړي. ډېر په درنديښي يې زما د ترور جنازه وکړه او ښه په عزت مو خاورو ته وسپارله. خو د تره جنازه مې بیا داسې نه وه ".

اسلام ځاځی وايي چې د ترور تر مرګ یوه ورځ وروسته يې چې ډاکټر تره وفات شو نو روغتیايي مسوولان يې کور ته ورغلل، د دوی د کور پر ځينو برخو يې وېروس وژونکي مواد وپاشل او ورته ویې ویل، چې په جنازه کې ګڼه ګوڼه جوړه نه کړي.

اسلام په خبرو کې راته وویل چې د روغتیايي مسوولانو دا کار پر دوی ښه ونه لګېد او د خپلې کورنۍ سپکاوی ورته ښکاره شو. خو د ده په خبره، د ډاکټر یوسف تر مړینې وروسته يې خپلو خپلوانو ته وویل چې په جنازه کې دې ګډون ته نه ورځي.

"د خلکو د روغتیا لپاره مو پخپله ټولو ته وویل چې موږ ته خو خدای داسې بده پېښه راپېښه کړه خو نه غواړو تاسې ته هم درپېښه شي، نو ځکه جنازې ته مه راځئ. بیا مو پخپله د کورنۍ څو غړو د هغه جنازه هم وکړه او پخپله مو خاورو ته هم وسپاره ".

د ډاکټر یوسف د کورنۍ غړو راته وویل چې د ډاکټر په حېث باید هغه له خپل ځان سره تر عامو خلکو لا ډېر پام او احتیاط کړی وای، خو چې ویې نکړ هم يې پخپله 'خاورې په خوله شوې' او هم یې نور د مرګ له خطر سره مخ کړل.

له ډاکټر یوسف یو زوی او څلور لوڼې او له وفات شوې خور يې يو زوی په دنیا پاتې دي.

Advertisement

بی بی سی پښتو

بې پولې خبریالان: افغانستان کې رسنۍ تاو تریخوالي او جبري سانسور سره مخ دي

Published

on

Photographers and cameramen
AFP

د بې پولې خبریالانو ټولنه وايي افغانستان کې د طالبانو بيا واکمنېدو له مهاله راهيسې تر اوسه د خبریالانو د نیول کېدو ۵۰ پېښې ثبت شوې دي.

دغه اداره وايي خبريالانو سره تاوتريخوالى شوى، ګواښل شوي او ورته ويل شوي چې کوم خبر باید خپور کړي او کوم باید خپور نه کړي.

دغې ادارې په خپل رپوټ کې دا د خبر یالانو په چارو کې د طالبانو استخباراتي ادارې بربنډه لاس وهنه او د رسنیزو قوانینو خلاف کړنه بللې ده.

بې پولې خبریالان وايي، تېرو دوو میاشتو کې د خبریالانو نیولو او ځورونې پېښې لا ډېرې وې.

پخپلسري ډول د اریانا نیوز خبریال اسلم حجاب او د سیاسي خپرونو چلوونکی وارث حسرت د سلواغې پر ۱۱ مه نیول شوي وو او د ۴۸ ساعتونو لپاره بندیان وو.

دا د خبریالانو نیولو وروستۍ پېښه وه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما په دې هکله ویلي و، طالبان باید د افغانانو حقونو ته درناوی وکړي او د اریانا نیوز شخصي ټلویزیون د دوو 'نیول شویو ' خبریالانو په هکله ولس ته ووايي چې ولې یې نیولي دي.

بل لور د بې پولې خبریالانو رپوټ کې ویل شوي، د طالبانو استخباراتو ۵۳ ریاست دې پېښو کې مخامخ ښکېل دی، دوی خبریالانو ته د خبرونو او ان خپرونو لپاره د مېلمنو په انتخاب کې لاسوهنه کوي.

د بې پولې خبریالانو ټولنه کې د ایران او افغانستان څانګې مشر رضا معیني وايي، د خبریالانو ګواښل او ځورول د منلو وړ نه دي او هغوی باید د نیول کېدو له ډاره پرته خپلو چارو ته دوام ورکړي.

د خبریالانونړیوال فدراسیون هم تېره ورځ د طالبانو له لوري د خبریالانو نیول او ځورونه غندلې او په وینا یې دغه ډله باید پخپله وینا کې د بیان ازادۍ درناوی وکړي.

طالبانو په دې هکله تر اوسه غبرګون نه دی څرګند کړی، خو مخکې یې ویلي، خبریالان کولای شي خپلو چارو ته دوام ورکړي، خو اسلامي اصولو ته باید پاملرنه وشي.

د ښځینه فعالانو نیول کېدو پېښې

.
Getty Images

دا په داسې حال کې ده چې د بښنې نړيوالې ادارې امنيستي انټرنېشنل هم پر طالبانو غږ کړى چې په سملاسي ډول دې د هغو ښځو او نجونو پر وړاندې له تاوتريخوالي لاس واخلي چې د خپلو حقونو لپاره په سوله ييز ډول احتجاج کوي.

په دا وروستیو کې شپږ ښځې په کابل کې وسله والو کسانو له ځان سره بیولې دي.

د یوې نیول شوې نجلۍ تمنا پریاني خور شګوفه وايي، ''له طالبانو غواړم، چې لطفاً زما خویندې پرېږدئ، تاسې ولې د نړیوالو غوښتنو ته ځواب نه وایاست؟ ''

د بښنې نړیوال سازمان هم په ورته مهال له طالبانو غوښتي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي.

د دې سازمان یوه څېړونکي زمان سلطانی بي بي سي ته وویل:

''طالبان باید سملاسي غیر قانوني نیونې ودروي او هغه کسان چې په غیر قانوني ډول نیول شوي دي، باید له قید او شرط پرته خوشي شي. موږ دا وروستیو کې د جبري بې درکه کېدو او نیول کېدو شاهدان وو. ''

طالبان د ښځو نیولو پېښو کې لاس لرل ردوي، خو وايي، پلټنې کوي.

د طالبانو ویاند یوه مرسیتال انعام الله سمنګاني بي بي سي ته وویل:

''موږ په پرلپسې ډول له امنیتي ارګانونو سره اړیکه کې یو. تر اوسه پورې دې لړ کې له موږ سره کوم معلومات نه دي شریک شوي. ښايي امنیتي ارګانونه به هم تر اوسه کوم معلومات نه لري. موږ ته یوازې همدومره ویل شوي دي، چې زموږ هڅې روانې دي. ''

د بشري حقونو سرغړونو دا پېښې داسې مهال کېږي چې د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د فرانسې له خبري اژانس سره یوه تازه مرکه کې ویلي، له نړیوالې ټولنې سره یې اړیکي په ښه کېدو دي او نژدې ده، چې حکومت یې په رسمیت وپېژندل شي.

بل لور نړیواله ټولنه وایي، تر هغو چې طالبان بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوي و نه کړي، حکومت به یې په رسمیت و نه پېژندل شي.

Continue Reading

بی بی سی پښتو

اروپايي پارلمان مرستياله: بشري حقونو ته له پام پرته د طالبانو رسميت پېژندنه به شونې نه وي

Published

on

.
Getty Images

د بېلجيم پلازمېنه بروکسل کې د افغان ښځو په تړاو د اروپايي پارلمان له خوا جوړې شوې ځانګړې ناستې پر دويمه ورځ يو شمېر افغان ښځینه فعالانو وویل، چې له افغانستان سره مرستې د طالبانو د حکومت رسیمت پېژندلو له مسلې جلا دي.

يو شمېر مشهورې افغان مېرمنې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له هېواده وتلې وې د اروپا پارلمان کې د دغه هېواد د ښځو وضعيت بيا کتنې او له طالبانو څخه د نړيوالې ټولنې د غوښتنو د څرګندولو په موخه راټولې شوې وې.

په همدې حال د اروپا پارلمان يوې مرستيالې هيډي هوټالا بي بي سي ته وويل، "تر هغه چې طالبان وګړي ځوروي، ښځې چې د ټولنې نيمی برخه ده څنډې ته کړې او د نجونو د زدکړو مخنيوی کوی، د دې امکان لږ دی چې اروپايي ټولنه دې د طالبانو حکومت د رسميت پېژندلو پر لور ګام واخلي".

نوموړې زياته کړه چې د غونډې ګډونوالو هم د طالبانو په رسميت نه پېژندلو ټينګار وکړ.

د افغانستان د بشري حقونو پخوانۍ مشره شهرزاد اکبر وايي، "د بشري مرستو برابرول او د طالبانو په رسميت پېژندل يو له بل سره بايد تړاو ونلري".

نوموړې چې په دې غونډه کې برخه اخيستې وه له بي بی سي سره په خبرو کې وويل، "افغانستان لپاره د بشري مرستو برابرول او د هېواد بانکي سيستم پيلول د طالبانو په رسميت پېژندلو ته اړتيا نه لري".

نوموړې زياته کړه چې "نړيوالې ټولنې ته د دوی پيغام دا و چې تر هغې چې جنسيتي توپير، د خبريالانو ځورونه، توپيري چلن دوام ولري طالبان په رسميت مه پېژنئ، دا ډله د افغانستان د خلکو استازيتوب نشي کولی".

د افغانستان د پخواني حکومت د سولې وزارت وياندې ناجيه انوري هم بي بي سي ته وويل، "نړۍ له تېرو شلو کلونو راهيسې له افغانستان سره په دې شرط مرسته کوله چې د ښځو حقونو ته درناوی ولري".

اغلې انوري وويل، "نړۍ بايد د افغانستان په اړه لا ډېر فکر وکړي او له تېرو درسونو زدکړه وکړي او وګوري چې په کوم ځای کې تېروتنه شوې".

افغان سندرغاړې اريانا سعيد هم وويل، "دا زما لپاره ارزښت لري د هغو ښځو غږ شم چې اوس اوزا نشي اوچتولی".

نوموړې وويل چې "افغان ښځې اوس د طالبانو پر وړاندې د بنديانو په څېر دي چې د زدکړې او کار اجازه نه لري".

اغلې سعيد زياته کړه، "د حل لاره دا ده چې نړيواله ټولنه د طالبانو له لارې له خلکو سره د مرستې لپاره لار ومومي".

د دې غونډو تر څنګ په ورته مهال د افغان ښځو لپاره روزنیز ورکشاپونه هم په پام کې نیول شوي وو، چې د افغانستان ملي شورا پخوانۍ ښځینه غړې به هم پکې ګډون درلود.

Continue Reading

بی بی سی پښتو

افغانستان: یو شمېر دولتي پوهنتونونه پرانیستل شوي او ښځینه زدکوونکو ته د ورتګ اجازه ورکړل شوې

Published

on

افغانستان
Getty Images
ارشیف تصویر

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یو شمېر دولتي پوهنتونه لومړی ځل پرانیستل شوي او نجونو ته اجازه ورکړل شوې، چې ټولګیو ته ستنې شي.

د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، د دې تر څنګ طالبان وايي، نجونې او هلکان به ځانګړي ټولګي ولري او د نصاب کتابونه به له اسلامي اصولو سره سم وي.

ملګرو ملتونو د نجونو لپاره د پوهنتونونو دروازو پرانیستل کېدو هرکلی کړی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو عمومي منشي ځانګړې استازې دیبورالاینز په یوه ټویټر پیغام کې ویلي: ''راځي په ټول افغانستان کې پوهنتونو ته د ښځینه او نارینه زدکوونکو ستنېدو ملاتړ وکړو، په (دې) ملاتړ کې د سکالرشپونو پرواګرام او له ښځینه او نارینه استادانو سره روان ملاتړ هم شامل دی. ''

https://twitter.com/DeborahLyonsUN/status/1488793136553943045

په پام کې ده، نور پوهنتونونه به هم د روانې میاشتې وروستیو کې پرانیستل شي، خو د نجونو لپاره د متوسطه ښوونځیو دروازې لا هم تړلې دي.

د یادونې ده، چې د افغانستان په خصوصي پوهنتونونو کې له تېرو نژدې شپږ میاشتو راهیسې د طالبانو حکومت له لار ښوونې سره سم نجونو او هلکانو د ټولګیو په ځانګړیو برخو کې زدکړې ترلاسه کولې.

د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت چارسمبالي وزیر عبدالباقي حقاني تېره اونۍ په يوه ويډيويي پیغام کې اعلان وکړ چې په ګرمو سيمو کې به دولتي پوهنتونونه د سلواغې پر ۱۳ نېټه پرانيستل شي.

د ښاغلي حقاني په وينا په سړو سيمو کې به بیا پوهنتونونه د کب پر اوومه نېټه پرانيستل کېږي.

د افغانستان خصوصي پوهنتونونو کې له تېرو شپږ میاشتو راهیسې نجونو هم زدکړې کولې.
EPA
د افغانستان خصوصي پوهنتونونو کې له تېرو شپږ میاشتو راهیسې نجونو هم زدکړې کولې.

افغانستان کې له تېرو څو میاشتو راهیسې کابو ټول دولتي پوهنتونونه تړل شوي وو او داسې اندېښنې راټوکېدلې وې چې ښایي د محصلینو درسي کال ضایع شي.

طالبان وايي، تعلیمي ادارو ته د نجونو له تلو سره مخالفت نه کوي، خو دوی باید بشپړ اسلامي حجاب وکړي، د نجونو او هلکانو ټولګي ځانګړي وي او درسي کتابونه باید د اسلامي اصولو له معیار سره سم وي.

دا پوهنتونونه د لویدیځوالو او طالبانو تر منځ ناروې کې له مخامخ خبرو یوه اونۍ وروسته پرانیستل کېږي.

په ناروې غونډه کې له طالبانو غوښتل شوي وو چې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!