تازه خبرونه
په هرات کې د انسان تښتوونکیو یوه ډله ونیول شوه

(Last Updated On: )
د پولیسو د څرګندونو له مخې؛ دې درې کسیزې ډلې د تښتونې په بېلابېلو پېښو کې لاس درلود او څه موده دمخه یې د ګذرې ولسوالۍ په اړوند سیمو کې یو صراف هم برمته کړی و.
یاد کسان له څه وخت راپدیخوا د پولیسو تر څار لاندې ول، چې دا دی د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په ده تپه کلي کې د ملي پولیسو او ملي امنیت ځواکونو دپه ګډو کې ونیول شول.
له نیول شویو انسان تښتوونکیو څخه دوه قبضې لاسي بمونه، ۲۴۳۰۰۰ نغدې افغانۍ، یو شمېر نظامي تجهیزات، مهمات او یو موټر ترلاسه شوي دي.