تازه خبرونه

په هرات کې د کرونا درې نورې مثبتې پېښې هم ثبت شوې

Published

on

د هېواد عامې روغتیا وزارت منلې، چې په هرات ولایت کې د کرونا ویروس درې نورې مثبتې پېښې هم ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند  وحید مایار ویلي، چې له اخته کسانو څخه دوه یې له ایران راغلي او پاتې یو له دغو کسانو سره په اړیکه کې پاتې شوی دی.

په افغانستان کې له دې سره پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴ ته رسیدلی، چې ټول یې په هرات ولایت کې دي.

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي وایي، د کرونا د مخنیوي لپاره بشپړ چمتووالی لري.

د علمې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ په هېواد کې یو شمېر نور شکمن کسان هم ثبت شوي، چې معاینات یې تر څېړنو لاندې دي.

له دې سره په افغانستان کې د دې وایروس د خطر زنګ وهل شوی او عامې روغتیا وزارت له خلکو غواړي، چې کرونا ته پوره پاملرنه وکړي او باید د هر راز غونډو مخنیوی وشي. 

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز ویلي، په هرات کې پر کرونا وایروس د اخته کسانو د درملنې سل بستریز روغتون په کار پیل کړی دی.

ولسمشر غني  افغانستان کې د دې وایروس د پراختیا خبرداری ورکوي.

ولسمشر غني د ملي شورا د پرانستې په غونډه کې ویلي، که کرونا وایروس چټکتیا ومومي، حکومت به له دې ستونزې سره مقابلې ته ملي بودجه تعدیل او بیا ځلي ولسي جرګې ته د تصویب لپاره ولیږي.

د  هرات ولایتي شورا غړي داکتر مهدي حدید ټینګار کړی، چې دولت تر اوسه د دې وایروس مخنیوي لپاره کافي بودجه هرات ته ن ده بېله کړې.

بلخوا د هرات ولایتي شورا وایي، دې برخه کې د ځانګړو پیسو د نه ور رسېدو له کبله اندېښنه لري.

هرات له ایران سره ګاوند کې پروت ولایت دی او د کرونا په ویروس وړاندې هم یو کس اخته شوی و او همغه مهال هم هلته د عامې روغتیا وزارت بېړنی حالت اعلان کړ.

Trending

Exit mobile version