تازه خبرونه
په کابل کې دوه زدکړیال وروڼه، د کوټې ملګرو وژلي

د کابل ښار د ۱۸ حوزې د برچي سیمې د مسلخ په اړوند سیمه کې دوه وروڼه د کوټې د ملګرو لخوا د چاقو پر ګوزارونو وژل شوي دي.
د وژل شویو کسانو خپلوانو ویلي؛ دلاور او هادي نومي دواړه زدکړیللان / محصلان ول او ور سره همهاله یې د پي وي سي کارخونې چارې تر سره کولې.
یزدان بخش نومی خپلوان یې وایي، دا دواړه د زدکړو لپاره له بلخ ولایته راغلي وه او ور سره جوخت یې د پي وي سي کارونه مخته وړل، چې په شپه غالي کې د خپلو ملګرو لخوا ووژل شول.
عیسی شرافت نومي خپل یې ویلي، دا دوه کسان هغه مهال وژل کیږي، چې د دوشنبې پر ورځ یې کورنۍ ورته دوه زره یورو رالیږلي وه.
د کابل پولیسو په ډاګه کړې، دوی په شپه غالي کې ژوند کاوه؛ کله، چې د کورنۍ غړيو یې ورته دوه زره یورو ورولیږلې، تېره شپه د خپلو ملګرو لخوا، چې په کوټه کې ور سره ول، وژل کیږي.
د کابل پولیسو د قومندانۍ مرستیال عصمت الله نیکزاد زیاته کړې، چې د کوټې یو ملګری یې نیول شوی او یو بل تښتیدلی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په کابل کې د یو شمېر څرګندونو له مخې د مجرمینو پر ضد عملیات تر سره شوي او جنایي جرمونه هم ډېر نه ترسترګو کیږي؛ خو دا د جنایي جرمونو یوه نوې بڼه وه.