تازه خبرونه
په کابل کې دوه زدکړیال وروڼه، د کوټې ملګرو وژلي

د کابل ښار د ۱۸ حوزې د برچي سیمې د مسلخ په اړوند سیمه کې دوه وروڼه د کوټې د ملګرو لخوا د چاقو پر ګوزارونو وژل شوي دي.
د وژل شویو کسانو خپلوانو ویلي؛ دلاور او هادي نومي دواړه زدکړیللان / محصلان ول او ور سره همهاله یې د پي وي سي کارخونې چارې تر سره کولې.
یزدان بخش نومی خپلوان یې وایي، دا دواړه د زدکړو لپاره له بلخ ولایته راغلي وه او ور سره جوخت یې د پي وي سي کارونه مخته وړل، چې په شپه غالي کې د خپلو ملګرو لخوا ووژل شول.
عیسی شرافت نومي خپل یې ویلي، دا دوه کسان هغه مهال وژل کیږي، چې د دوشنبې پر ورځ یې کورنۍ ورته دوه زره یورو رالیږلي وه.
د کابل پولیسو په ډاګه کړې، دوی په شپه غالي کې ژوند کاوه؛ کله، چې د کورنۍ غړيو یې ورته دوه زره یورو ورولیږلې، تېره شپه د خپلو ملګرو لخوا، چې په کوټه کې ور سره ول، وژل کیږي.
د کابل پولیسو د قومندانۍ مرستیال عصمت الله نیکزاد زیاته کړې، چې د کوټې یو ملګری یې نیول شوی او یو بل تښتیدلی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په کابل کې د یو شمېر څرګندونو له مخې د مجرمینو پر ضد عملیات تر سره شوي او جنایي جرمونه هم ډېر نه ترسترګو کیږي؛ خو دا د جنایي جرمونو یوه نوې بڼه وه.
تازه خبرونه
کابل د متحده عربي اماراتو د پانګوالو او سوداګرو د کنفرانس کوربتوب کوي
د اقتصادي مرستیالۍ د سې شنبې د ورځې په یوه رسنیزه خبرپانه کې لیکلي، چې د محمد الکتبي د څرګندونو له مخې لیکلي؛ دا کنفرانس به د هغو پروژو په اړه بحث وکړي، چې کولی شي په افغانستان کې د اقتصادي ودې لپاره لار اواره کړي.

د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو ځانګړي استازي سیف محمد الکتبي د ریاست الوزراء له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په لیدنه کې اعلان وکړ، چې د دې هېواد د پانګوالو او سوداګرو یو کنفرانس به په کابل کې جوړ شي.
د اقتصادي مرستیالۍ د سې شنبې د ورځې په یوه رسنیزه خبرپانه کې لیکلي، چې د محمد الکتبي د څرګندونو له مخې لیکلي؛ دا کنفرانس به د هغو پروژو په اړه بحث وکړي، چې کولی شي په افغانستان کې د اقتصادي ودې لپاره لار اواره کړي.
د دغې خبرپاڼې له مخې؛ محمد الکتبي د افغانستان د اوسپنې پټلۍ او سړکونو په جوړولو کې د پانګونې لپاره د خپل هېواد لېوالتیا هم څرګنده کړې ده.
په دې ناسته کې دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او په ځانګړي توګه یې د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ په اړه هم خبرې کړي دي.
برادر ویلي؛ افغانستان د طبیعي سرچینو له پلوه بډایه هېواد دی او اسلامي امارت هڅه کوي، چې په دې سرچینو کې د پانګونې پر راجلبولو هېواد پر ځانبسیا کړي.
هغه زیاته کړې، چې د متحده عربي اماراتو پانګوال کولی شي د افغانستان په بېلابې سکټورونو کې پانګونه وکړي.
تازه خبرونه
د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال له امیر خان متقي سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت لخوا د سې شنبې د ورځې د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دواړو خواوو تېره میاشت افغانستان ته د اسحاق ډار له سفر راپدېخوا په دوه اړخیزو اړیکو کې له پرمختګ څخه رضایت څرګند کړ.

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي(سرپرست) امیر خان متقي سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت لخوا د سې شنبې د ورځې د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دواړو خواوو تېره میاشت افغانستان ته د اسحاق ډار له سفر راپدېخوا په دوه اړخیزو اړیکو کې له پرمختګ څخه رضایت څرګند کړ.
په خبرپاڼه کې راغلي؛ د دې اړیکو اصلي تمرکز پر سوداګرۍ، ټرانزیټي اړیکو، اقتصادي همکارۍ، د خلکو ترمنځ اړیکو او د سیاسي مشورتي میکانیزمونو فعالول دي.
دواړو خواوو همدارنګه په سیمه او له هغې هاخوا د سولې او امنیت د ودې لپاره د اوږدمهاله همکارۍ د پیاوړتیا لپاره د لوړې کچې اړیکو د ساتلو پر اړتیا ټینګار وکړ.
اسحاق ډار امیر خان متقي ته د اسلامآباد پر وړاندې د هند د وروستیو پاروونکو، غیرقانوني او یو اړخیزو اقداماتو په اړه هم معلومات ورکړل او یو ځل بیا یې د سولې او د خپل ملي حاکمیت د دفاع لپاره د پاکستان پر ژمنې ټینګار وکړ.
امیر خان متقي هم د سوداګرۍ او سفر آسانتیا لپاره د پاکستان د فعالو اقداماتو ستاینه وکړه او اسحاق ډار ته یې بلنه ورکړه، چې بیا افغانستان ته سفر وکړي.
تازه خبرونه
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستيال له خپلو مرستو ډاډ څرګند کړ
محمد يونس راشد د دې بنسټونو د هڅو د ستایلو تر څنګ هيله کړې، چې نړيواله ټولنه دې د افغان ځوانانو د تعليم، تحصيل، کاري او مسلکي ظرفيت لوړونې او روغتيايې مرستو په برخو کې خپل ملاتړ ته پراختيا ورکړي، چې افغان ځوانان د غير قانوني مهاجرت، بېکارۍ او ګڼو نورو ستونزو په برخو کې بريالۍ مبارزه وکړي او د خپل هېواد د آبادۍ او ولس د ښېرازۍ لپاره خپل مسووليت اداء کړای شي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال محمد يونس راشد په خپل کاري دفتر کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له مرستيال انډريو پاول سبرټون او مل پلاوي سره د ځوانانو پر وړتیتا لوړولو خبرې وکړې.
محمد يونس راشد د دې بنسټونو د هڅو د ستایلو تر څنګ هيله کړې، چې نړيواله ټولنه دې د افغان ځوانانو د تعليم، تحصيل، کاري او مسلکي ظرفيت لوړونې او روغتيايې مرستو په برخو کې خپل ملاتړ ته پراختيا ورکړي، چې افغان ځوانان د غير قانوني مهاجرت، بېکارۍ او ګڼو نورو ستونزو په برخو کې بريالۍ مبارزه وکړي او د خپل هېواد د آبادۍ او ولس د ښېرازۍ لپاره خپل مسووليت اداء کړای شي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د ځوانانو چارو مرستیال محمد يونس راشد دې پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي: «خوښ دی، چې د ملګرو ملتونو د رهبرۍ لوړپوړي پلاوي افغانستان ته سفر کړی او د مغرضو رسنيو د غلطو معلوماتو پرځای په افغانستان کې شته سرتاسري امنيت، د ولس د آبادۍ او ښېرازۍ هڅې او نور مثبت اقدامات او تغيرات په خپلو سترګو وويني. »
په خبرپاڼه کې راغلي؛ انډریو پاول سبرټون، چې د ملګرو ملتونو د مرستيالۍ تر څنګ د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) د عمومي ریيس مرستيال هم دی، وایي؛ دا يې افغانستان ته لومړنی سفر دی او غواړي، چې له اړوند امارتي ارګانونو سره د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق پروژو په اړه خبرې وکړي او د خپلو فعاليتونو د دوام او ممکنه پراختيا په اړه چارواکو ته د خپلې پاليسۍ په رڼا کې معلومات ورکړي.
په دې کتنه کې پاول د ځوانانو چارو مرستیال ته ډاډ ورکړ؛ ملګري ملتونه په افغانستان کې خپلو فعاليتونو ته دوام ورکوي او هڅه به وکړي، چې نړيوالې ټولنې ته له افغانستان مثبت انځور وړاندي کړي.
ویل کیږي، چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له مرستيال سره په راغلي پلاوي کې د آسيا په کچه د UNFPA منطقوي مسوول پيو او په افغانستان کې د دغې ادارې مسوول کوبينا اسانتي هم مل ول.
-
تازه خبرونه4 days ago
په قطر د دوحې د څلورمې غونډې د ترسره کولو لپاره خبرې اترې وشوې
-
تازه خبرونه3 days ago
د پغمان په ملا عزت ښارګوټي کې ۳۵۲ جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوه
-
تازه خبرونه3 days ago
په بهرنیو چارو وزارت کې د پاکستان او هند د اړیکو د ترینګلتیا پر سیمهییزو اغېزو علمي بحث وشو
-
نړۍ1 day ago
کېدی شي اسرائیل په پراخو پوځی عملیاتو کې ټوله غزه ونیسي
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
د ایران بهرنیو چارو وزیر د پاکستان او هند ترمنځ د منځګړیتوب لپاره اسلامآباد ته رسېدلی
-
تازه خبرونه1 day ago
په تخار ولایت کې د کتاب اوونۍ ونمانځل شوه
-
لوبی2 days ago
د افغانستان کرکټ لوبډله په نړیوال نوملړ کې اووم ځای خپل کړ
-
نړۍ3 days ago
د امریکا محکمې د امریکا غږ د کارمندانو د بېرته کار ته د ستنولو پرېکړه ودروله