تازه خبرونه
په کابل کې د محمد محقق زوی خپل ورور وواژه

نن له غرمې مخکې د سلواغې پر ۲۰ د کابل د درېیمې ناحیې په اړوند سیمه کې د اجرائیه ریاست د دویم مرستیال محمد محقق زوی باقر محقق د خپل ورور لخوا ووژل شو.
کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ نن له غرمې مخکې ۹:۳۰ بجې د محمد محقق زامن هر یو باقر محقق او حسین محقق په خپلو کې ښکېل شول، چې په پایله کې باقر ووژل شو او حسین ټپي دی.
کورنیو چارو وزارت دا هم په ډاګه کړې، چې په دې پېښه کې د محقق څلور ساتونکي هم ټپیان دي.
یاد وزارت ویلي، چې د پېښې ټپیان روغتون ته لیږدول شوي دي.
ښاغلي محمد محقق هم د پېښې پخلی کړی او وایي؛ حسین نومي زوی یې، چې له ښه رواني حالته برخمن نه د یکشنبې پر سهار یې خپل ورور باقر محقق پر خوب ویده وژلی دي.
نوموړي ویلي، حسین د خپل ورور باقر پرمختګ زغملی نشو؛ نو ځکه یې وواژه . هغه پېنځه ستونکي هو ټپیان کړي دي.
د محمد محقق د څرګندونو له مخې، دا هم د الله پاک رضا ده او قبوله مو ده.
د ملي وحدت حکومت مشرانو، د پارلمان د دواړو جرګو مشرانو، غړیو، سیاسیونو او د مدني ټولنو استازیو خپله خواشینۍ څرګنده کړې او ځانونه ورسره په دې غم کې شریک بولي.
تازه خبرونه
د روسیې سترې محکمې د اسلامي امارت نوم د منع شویو ډلو له نوملړه لرې کړ
د روسیې د سترې محکمې قاضي اولیګ نیفیدوف په یوه حکم کې اعلان وکړ: “هغه بندیز، چې پخوا د طالبانو (اسلامي امارت) پر فعالیتونو لګول شوی و او د ممنوعه ډلو په فډرالي نوملړ کې راغلي وه، چې اوس وځنډول شو.”

د روسیې سترې محکمې په هېواد کې له ۲۰۰۳ کال راپدېخوا د اسلامي امارت پر فعالیتونو بندیز لګولی و، چې اوس یې نوم د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه وویست.
د روسیې د سترې محکمې قاضي اولیګ نیفیدوف په یوه حکم کې اعلان وکړ: “هغه بندیز، چې پخوا د طالبانو (اسلامي امارت) پر فعالیتونو لګول شوی و او د ممنوعه ډلو په فډرالي نوملړ کې راغلي وه، چې اوس وځنډول شو.”
د نوموړي د څرګندونو له مخې، دا پرېکړه سمدلاسه نافذه ده.
د روسیې د ممنوعه ډلو له نوملړ څخه د اسلامي امارت د لرې کولو غوښتنه تېره میاشت د دې هېواد د لوی څارنوال لخوا وړاندې شوه.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد مخکې د روسیې دولتي خبري سرچینې تاس ته ویلي وه، چې دا اقدام به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي او “زمونږ په نظر خورا ارزښتناک دی.”
له دې مخکې د تېر کال په می میاشت کې د روسیې بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو ولسمشر پوتین ته د منع شویو ډلو له نوملړ څخه د اسلامي امارت د لرې کولو په اړه د وړاندیزونو یو نوملړ وړاندې کړی و. دیادونې دهو چې اسلامي امارت د روسیې له دې پرېکړې هرکلی کړی او څرګندوي، چې دا کار به د اړیکو په پیاوړتیا کې رغنده رول ولوبوي.
تازه خبرونه
د قطر د دولت وزیر له امیر خان متقي سره ټیلیفوني خبرې وکړې

په بهرنیو چارو کې د دولت وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي امیر خان متقي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په دې ټیلیفوني خبرو کې د ډیپلوماټیکو اړیکو د ودې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پراختیا او دوحې ته د امیرخان متقي د راتلونکي سفر په اړه هم خبرې شوې دي.
تازه خبرونه
د افغانستان او پاکستان استازو په اسلام آباد کې پر سوداګرۍ خبرې وکړې
په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت ویلي؛ د دواړو خواوو ترمنځ به بېلابېلې تخنیکي غونډې ترسره شي، چې د شته ننګونو په اړه بشپړ بحث وشي او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ودې لپاره مناسبې حل لارې ولټول شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي(سرپرست) نورالدین عزیزي له خپل پاکستاني سیال سره وکتل او دواړو خواوو د سوداګرۍ، ټرانزیټي همکارۍ، شته ننګونو، ممکنه حل لارو او د دواړو هېوادونو لپاره د نورو مهمو مسایلو په اړه خبرې وکړې.
په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت ویلي؛ د دواړو خواوو ترمنځ به بېلابېلې تخنیکي غونډې ترسره شي، چې د شته ننګونو په اړه بشپړ بحث وشي او د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ودې لپاره مناسبې حل لارې ولټول شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت دا هم ویلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ورورګلوۍ او دوستۍ، متقابلو ګټو او د تاریخي او اوږدمهاله سوداګریزو اړیکو پر ټینګار د اپټا تړون د غځولو، د ټرانزیټ اسانتیاوو او د توکو د قاچاق مخنیوي، پاکستان ته د افغانستان د ډبرو سکرو صادراتو، د تورخم بندر د ۲۴ ساعته فعالیت، د غلام خان بندر له لارې دوه اړخیزه سوداګري، د دواړو حکومتونو د خاورې له لارې د بار وړونکو موټرو د لېږد، بانکي تضمین او د بندرونو د تنظیم لپاره د جامع میکانیزم د تنظیم په اړه بحثونه او خبرې وشوې.
-
نړۍ5 days ago
د اوکراین د شخړې د حل لپاره خبرې ښې روانې دي – ټرمپ
-
نړۍ4 days ago
اروپايي ټولنه د فلسطین له ادارې سره مالي ملاتړ زیاتوي
-
تازه خبرونه1 day ago
اروپايي ټولنې د کډوالو د ایستلو لپاره د خوندي هېوادونو نوملړ اعلان کړ
-
تازه خبرونه4 days ago
په تورخم کې راستنېدونکو ته منظم، چټک او معیاري خدمتونه وړاندې کېږي
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
ټرمپ د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسرائیلو د پلان شوي برید مخه ونیوله
-
تازه خبرونه2 days ago
د پاکستان ځانګړی استازی کابل ته راغی
-
تازه خبرونه4 days ago
د افغانستان او ازبکستان د کرنې په سکټور کې به همکاري پراخه شي
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
د بل اړخ په اړه ډېر خوشبین نهیم – آیتالله خامنهیي