تازه خبرونه
په کابل کې د بیات بنیاد ژمنۍ مرستې پیل شوې

د بیات بنیاد د خوراکي او غیر خوراکي توکو د مرستو لومړۍ جوپه د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې پر اړو خلکو ووېشل شوه.
د بیات بنیاد لوی مشر انجنیر احسان الله بیات ويلي، چې په کور د ننه بېځایه شوې کورنۍ بېړنیو خوراکي او د نورو اړینو توکو مرستو ته اړتیا لري.
ښاغلي بیات له نورو سوداګرو هم وغوښتل، چې د خپلو هېوادوالو ستونزې په پام کې ونیسي او ور سره مرستې وکړي.
نوموړي زیاته کړې، چې د خپلو دغو مرستو لړۍ به د هېواد نورو سیمو ته هم ورسوي او د نورو ولایتونو پر اړو کسانو به یې هم ووېشي.
د کابل د لومړۍ ناحیې اوسیدونکې شازیه وایي، زه ډېره خوشاله یم، چې دوی له ما سره مرسته وکړه؛ ځکه اړمنه یم، د اغوستو کالي او مناسب خواړه مې نلرل. میړه مې هم بې کاره دی.
د همدې ناحیې یو بل اوسیدونکي توریالی نومي ویلي؛ له بیات بنیاد مننه، چې کونډو او یتیمانو سره یې مرسته وکړه.