Connect with us

تازه خبرونه

په قطر کې طالبانو او امریکایانو پر سراسري اوربند او خپلمنځي خبرو بحث کړی

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په قطر کې د طالبانو او امریکایانو مرکچیانو پر څلورمه ورځ هم خبرې روانې ساتلي او دوی په  سراسري اوربند او د افغانانو پخپل منځي خبرو بحث کړی دی.  

د قطر په دوحه کې د طالبانو او امریکایانو مرکچیان د تړلو دروازو تر شا خبرې کوي؛ خو په کومو مسایلو؟

باخبره سرچینو څرګنده کړې؛ امریکا د سولې هوکړې له لیک لاسلیک مخکې د سراسري اوربند او د طالبانو او حکومت تر منځ د مخامخ خبرو غوښتنه کوي، خو طالبان دا موارد له امریکا سره د هوکړې پر لاسلیک مشروطوي.

د طالبانو د واکمنۍ لوی څارنوال جلال الدین شینواری ویلي؛ افغان حکومت هم مني، چې په دې خبرو اترو کې نوي موارد اضافه شوي دي.

د بهرنیو چاو وزارت سرپرست له یوې ترکي شبکې سره په مرکه کې دا موارد دوامدار اوربند او له هېوادونو سره د طالبانو د اړیکو څرنګوالی ګڼي.

د بهرنیو چارو وزارت  چارسمبالی ادریس زمان وایي: مونږ د خبرو اترو له پیل خوښ یو او په دې خبرو اترو کې دوه غوراوي زیات شوي دي؛ دوامدار اوربند او له هېوادونو او ډلو سره د طالبانو د اړیکو په تړاو سپیناوی، چې باید په پام کې ونیول شي. مونږ په دوحه کې د امریکا  او طالبانو دا خبرې اترې څارو او هیله من یو، چې یوه پایله یې د افغانانو تر منځ د خبرو  اترو پیل وي.

دغه راز امریکایي سناتور لیندسي ګراهام د دوحې د خبرو اترو پر بهیر نیوکې کړي او وایي، امریکا دې طالبانو ته د امتیاز ورکولو پر ځای له پاکستان سره خبرې وکړي؛ ځکه، چې طالبانو او نورو ډلو ته یې پناه ځایونه ورکړي دي.

د امریکا د مشرانو جرګې غړي لیندسي ګراهام ویلي، چې د امریکا دا کار تېروتنه ده، طالبانو ته د ډېر امتیاز ورکولو پر ځای باید له پاکستان سره خبرې اترې وشي. که پاکستان خپله خاوره کې د ترهګرو خوندي پناه ځایونه له منځه وړي وای، د افغانستان جګړه به په څو اوونیو کې پای ته رسیدلې وای.

مخکې پاکستانيو چارواکو و یلي وه، چې د طالبانو او امریکایانو تر منځ یې د خبرو اترو په له سره پیلولو کې لازمه همکاري کړې ده.

 طالبانو ویلي؛ ټاکل شوې، چې له شاوخوا دوه اوونیو وروسته د طالبانو او امریکایانو تر منځ د سولې هوکړه لیک په ځانګړیو مراسمو کې لاسلیک شي، چې په کې به د پېنځه ویشت هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي حضور ولري او دا به د نړیوالو ځواکونو وتلو او د افغانانو خپلمنځي خبرو ته د زمینې برابرولو د ورځو پیل وي.

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!