تازه خبرونه
په فراه کې د ملي امنیت ځواکونو د طالبانو له زندانه ۱۳ کسان خوشې کړل

د ملي امنیت د خبرپاڼې له مخې؛ د دغه ریاست ځانګړیو ځواکونو د فراه ولایت په بکواه ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه زندان عملیات تر سره کړي، چې ترې د ۵ سرتېرو په ګدون ۱۳ کسان راخوشې شوي دي.
د یاد ریاست په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې دا زندان د طالبانو د یوې ۵۰ کسیزې ډلې د قومندان سیف الله نومي و.
ویل کیږي، چې په دې پېښه کې د طالبانو یو جنګیالی هم نیول شوی دی.
طالبانو تر دې دمه د دغو پېښو په اړه څه ندي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تېره شپه د دغه ولایت پر ښاري سیمو بریدونه کړي او څرګندوي، چې د ښار یو شمېر سیمې یې په ولکه کې دي.
د فراه ولایت امنیه قومندان غلام محی الدین خیرخوا ویلي، چې پر فراه ښار د طالبانو بریدونه پر شاتمبول شوي، درانده ځاني زیانونه اور اوښتي او د ښار په لیرې پرتو سیمو کې چاڼیز عملیات روان دي.