تازه خبرونه
په کابل کې د افغانستان، چین او پاکستان استازیو د ګډې مبارزې هوکړه لیک لاسلیک کړ
د شنبې پر ورځ( د لیندۍ ۲۴) له غرمې مخکې په کابل کې د افغانستان، چين او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ د سیمې د سولې او ثبات په اړه د همکاریو دوه یمه درې اړخیزه ناسته تر سره شوه او له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې نوی هوکړه لیک یې لاسلیک کړ.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني څرګنده کړې، چې زمونږ غوښتنه د سولې له بهیر ملاتړ دی؛ ځکه، نو د ترهګرۍ پر ضد پر مبارزه، په افغانستان کې د روانې جګړې پر پای ته رسولو او د سیمې د ثبات په اړه پر ګډو همکاریو خبرې او بحث وشو.
نوموړي دا ټینګار هم څرګند کړ: اوس د دې وخت را رسیدلی، چې پاکستان د سولې په بهیر کې همکاري او عملي اقدامات وکړي او افغانستان یې پایله وویني.
په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات په اړه د چین د بهرنیو چارو وزیر په ډاګه کړې، چې مونږ(درې واړو هېوادونه) د ترهګرۍ پر وړاندې ګډې مبارزې ته ژمن یو او په دې اړه یو هوکړه لیک هم لاسلیک شو.
هغه دغه راز وویل: د افغانستان خلکو ۴۰ کاله جګړه تجربه کړې ده؛ ځکه، نو د افغانستان د خلکو هیله سوله ده او چین په دې اړه له خپلو مرستو ډډه نکوي.
د افغانستان او پاکستان د ګډې همکارۍ په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل: زه د افغانستان او پاکستان تر منځ د باور رامنځته کولو لپاره راغلی یم؛ ځکه که د دواړو هېوادونو تر منځ ډاډ او باور رامنځته نشي، دغه ناستې به ښکاره پایلې ونلري.
نوموړي د خبري ناستې د یوې پوښتنې په ځواب کې زیاته کړه، چې پایلې ته د رسیدو لپاره باید په خپلو اندونو کې بدلون رامنځته کړو. تاسې اوږدې او بېلابېلې جګړې تجربه کړې؛ پر تورلګولو موخې ته نه رسیدی شو او نه د سولې په اړه کډه هوکړه کولی شو. د دې لپاره ګډو هڅو او ژمنو ته اړ یو.
د سولې درې اړخیزو خبرو لومړی پړاو د ۲۰۱۷ کال پر دسمبر د چین، افغانستان او پاکستان تر منخ د چین په پلازمېنه بیجنګ کې تر سره شو، چې درې واړه هېوادونه هغه مهال د ترهګرۍ پر وړاندې ګډې مبارزې ته ژمن شول.
د یادونې ده، چې درې واړه هېوادونه په سیمه کې د سولې او ثبات، د سیمه ییزې مرستې د پیاوړتیا، اقتصادي همکارۍ او د سیمې د امنیت لپاره ګډو هڅو ته بیا ژمن شول او دا ډاډ رامنځته شو، چې د کابل او اسلام آباد د باور پل هغه مهال د ډاډ وړ دی، چې د پاکستان ژمنې پایلې ولري.
تازه خبرونه
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
د مرستو رسولو اسلامیک ریلیف ټولنې څرګنده کړې، چې د تېرې اوونۍ بارانونو او سېلابونو په افغانستان کې مالي او ځاني زیانونو اړولي دي.
د دې ټولنې په راپور کې راغلي، چې د وروستیو سېلابونو له کبله شاوخوا ۱۵۰۰ کورنۍ زیانمنې شوي او سلګونه څاروي هم له منځه تللي دي.
اسلامیک ریلیف ټولنې زیاته کړې، چې د وروستیو اورښتونو په پایله کې ۹۰۰ کورونه جزوي او یا بشپړ ویجاړ شوي او ۹۳ زره هکټاره کرنیزه ځمکه زیانمنه شوې ده.
په داسې حال کې، چې په دې وروستیو ورځو کې سختو بارانونو او سیلابونو د افغانستان خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي، د نړیوالو مرستندویه موسسو د راپورونو پر بنسټ افغانستان له بېسارې بېوزلۍ او اقتصادي بحران سره مخ دی.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې له پېښو سره د مبارزې وزارت ویلي وه، چې په دغو پېښو کې ۹۹ کسان وژل شوي او ۶۴ نور ټپیان دي.
تازه خبرونه
امریکا به افغانستان ته ورته په اوکراین کې هم له شرمېدلې ماتې سره مخ شي – روسیه
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې امریکا به افغانستان او ویټنام ته ورته په اوکراین کې هم له شرمېدلې ماتې سره مخ شي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د یکشنبې پر ورځ ویلي: د روسیې پر وړاندې په ګډه جګړه کې ورځ تر بلې د واشنګټن ډوبېدا به ویټنام او افغانستان ته ورته د امریکا لپاره پر یوه لویه او شرمېدلې ماتې بدله شي.
هغې زیاته کړې، چې امریکا غواړي اوکرایین تر پایه وجنګېږي.
زاخارووا ویلي، چې روسیه به د اوکراین په جګړه کې د نورې ډېرې لاسوهنې لپاره د امریکا د کړنو پر وړاندې له قید او شرط پرته پرېکنده ځواب ورکړي.
امریکا د ۱۹۷۵ او ۱۹۹۵ کلونو ترمنځ د ویټنام په جګړه کې له ۵۸ زره څخه ډېر نظاميان له لاسه ورکړل، چې د کمونیسټ پلوه شمالي ویټنام پر بریا او په سویل کې د هغې د واکمنۍ له پای ته رسېدو سره پای ته ورسېده. په دې جګړه کې سلګونه زره ملکي وګړي ووژل شول.
په افغانستان کې هم امریکا د ۲۰۰۱ او۲۰۲۱ کلونو تر منځ ۲ زره ۴۵۹ سرتېري له لاسه ورکړل او له ۲۰ زره ډېر نور یې ټپیان شول.
تازه خبرونه
اوبه له افغانستان سره د اړیکو پراخولو اړین عامل دی – ایران
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي اوبه د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا یو اړین عامل یاد کړی او هیله من شوی، چې د اوبو بهیر به روان وساتل شي.
حسن کاظمي قُمي دغه څرګندونې د یکشنبې پر ورځ (د غویی دوهیمه) په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي امیرخان متقي سره په کتنه کې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د ایران استازي د ایران سیستان ولایت ته د هلمند د سیند د اوبو په لاره کې د پرتو خنډونو د لرې کولو له کبله مننه کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي دا هم ویلي؛ سږ کال په هېواد کې بارانونه شوي، چې په پایله کې یې له څو کلنې پرلهپسې وچکالۍ وروسته د هلمند سیند اوبه د افغانستان نیمروز ولایت او د ایران سیستان ته روانې شوې.
امیر خان متقي د افغانستان او ایران اړیکې دوستانه او مثبتې وبللې او په ټولو اړوند برخو کې یې د امکان تر حده د اړیکو د پراختیا غوښتونکی شو.
په دې کتنه کې د ایران ځانګړي استازي پر غزه د اسرائیلو د بریدونو په اړه د اسلامي امارت له دریځ او په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د برید له غندنې مننه وکړه.
-
لوبی5 days ago
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې له ایران ماتې وخوړه
-
نړۍ2 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه5 days ago
ملګرو ملتونو تېر کال په افغانستان کې د اوبو ۴۷۰ کیلومټره کانالونه جوړ کړل
-
تازه خبرونه2 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی1 day ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
نړۍ5 days ago
د جمعې په ورځ به د م.م امنیت شورا په م.م کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب په اړه رای ورکړي
-
تازه خبرونه5 days ago
تېر ۲۰۲۳ کال د افغانستان د خلکو لپاره د سترو ننګونو کال و -راپور
-
تازه خبرونه2 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري