تازه خبرونه
په کابل ښار کې امنیتي ځواکونه د علیپور د پلویانو د تاوتریخوالي مخنیوی کوي
د ملي امنیت عمومي ریاست د لیندۍ پر څلورمه د کابل د ۱۸ ناحیې د قلعه ی قاضي په اړوند سیمه کې د نامسووله قومندان عبدالغني علیپور نیول تائید کړي دي.
د ملي امنیت عمومي ریاست د رسنیو دفتر څرګنده کړې؛ عبدالغني عالیپور په ۱۳۹۵ کال کې د یوې نامسوولې ۱۵۰ کسیزې ډلې مشري پیل کړه، چې سپکې او درندې وسلې یې ګرزولې.
د دغه ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ د علیپور په مشرۍ دې ډلې له سوداګرو او خصوصي شرکتونو ناقانونه پیسې اخیستې او عام وګړي یې هم ځورول.
د دغه ریاست د رسنیو دفتر په ډاګه کړې، چې د تورنو کسانو د جرمي مسوولیت او عدم مسوولیت صلاحیت حکومتي مسوول بنسټونه لري، نه دوستان، ملاتړي، نارسمي ډلې او عادي افراد.
تېره ورځ د کابل ښار د لویدیځ په قلعه ی قاضي سیمه کې د امنیتي ځواکونو لخوا د یوه سیمه ییز قومندان د نیولو په غبرګون کې د اړوند سیمو خلکو له تاوتریخوالي ډک لاریون پیل کړ، چې د ولسمشر د دوه یم مرستیال په منځګړیتوب او وعده پای ته ورسول شو؛ خو نن دوشنبه بیا له سره د کابل په بېلابېلو سیمو کې پیل شو.
د څرګندونو له مخې په پروني اعتراضي لاریون کې ۲۰ پولیس ټپیان شوي وه.
دغه سیمه ییز قومندان علی پور نومیږي او اړوند خلک یې قومندان شمشېر نوموي.
دمګړۍ په کابل، میدان وردګ، بامیان، دایکندي، بلخ او هرات ولایتونو کې د نوموړي په پلوۍ او د هغه د محاکمې لپاره د خلکو اعتراضونه روان دي.
یو شمېر پلویان یې غواړي، چې علی پور دې ژر تر ژره خوشې شي؛ خو ځینې نور د نوموړي د محاکمې غوښتنه کوي.
کورنیو چارو وزارت امنیتي مسوولینو هم نن په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې اعتراض کوونکیو په کابل کې د اعتراض اصول مراعات کړي ندي او پر تاوتریخوالي یې لاس پورې کړی دی.
دوی وایي، چې په کابل کې اعتراضونه؛ ځکه کېږي، چې باید یو تورن کس خوشې شي، خو افغان ځواکونه به کله هم د افغانانو پر وړاندې ټوپک ونه کاروي او باید له دې مسلې قومي او ژبنۍ ګټې پورته نشي.
د امنیتي مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ تر دې دمه د دغه اعتراضي لاریون له تلفاتو او ټپیانو معلومات نلرو؛ خو د امنیتي ځواکونو ۴۸ سرتېري ټپیان شوي، چې څلور یې پر مرمیو لګیدلي او دا هم معلومه نده، چې ډزې چا کړې دي.
تېره شپه ناوخته د عليپور د نیولو په اړه د اړوند خلکو استازیو د ولسمشر اشرف غني له دوه یم مرستیال سرور دانش سره د نوموړي د خلاصون په اړه ولیدل. په دې لیدنه کې سروردانش دوی زغم ته د رابللو ترڅنګ څرګنده کړه، چې د پېښې د بنسټیز حل په اړه خبرې روانې دي او هیله من یم، چې دغه ستونزه ژر حل شي؛ خو نوموړي تر دې دمه د روان اعتراض په اړه څه ندي ویلي.
اعتراض کوونکي، چې د ولسمشر دوه یم مرستیال سروردانش کور محاصره کړی وایي: نوموړی دې د علی پور د خوشې کولو پرېکړه وکړي او یا دې له دندې استعفا وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د میدان وردګ ولایت یو شمېر اوسیدونکیو د قومندان علي پور د محاکمې غوښتنه راپورته کړې. دوی وايي هر هغه څوک، چې پر خلکو ظلم کوي باید عدالت ته راکښل شي.
تازه خبرونه
افغان او ایراني حکومتي مشرانو د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا خبرې وکړې
د ریاستلوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د حکومت یو شمېر وزیرانو د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي سره وکتل.
د ریاست الوزراء د مرستیالۍ دفتر ویلي؛ د لیدنې پر مهال د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا او په بېلابېلو برخو کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وشوې.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان او ایران اړیکې ښې او مثبتې وبللې او څرګندوي، چې د اړیکو د پراختیا او پياوړتیا لپاره ګډ کار ته اړتیا ده.
ملا برادر وایي: سږ کال د اورښتونه د ډېروالي له کبله نیمروز ولایت او د ایران سیستان ته د هلمند سیند اوبه ورسېدې، چې دا به د دواړو هېوادونو د ولسونو ډېری ستونزې حل کړي.
دغه راز ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران له لارې اروپايي هېوادونو ته د افغانستان تولیداتو ته د ټرانزیټي اسانتیاوې له برابرولو خوښي وښوده او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ او سوداګرۍ کچې د زیاتېدو غوښتنه وکړه.
په کابل کې د ایران سفیر سیستان ته د هلمند سیند د اوبو رسېدو په اړه خوښي څرګنده کړه او د دواړو هېوادونو د اقتصادې ودې او پراختیا لپاره اړینه بولي، چې هېواد به یې له افغانستان سره د سوداګرو د بانکي ستونزو د له منځه وړلو، د چاپېریال ساتنې پر وړاندې د ګډې مبارزې، د کرنې سکټور عصري کولو او همدارنګه د ایران له لارې د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ کچې زیاتولو په برخو کې همکاري وکړي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په ایران کې د میشت افغان کډوالو د ستونزو د یادونې تر څنګ له ایراني لوري وغوښتل، چې په جبري بڼه افغان کډوال را ونهباسي او په دې اړه د دواړو لوریو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شي.
ویل کیږي، چې په دې لیدنه کې د اوبو او انرژۍ، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، د اطلاعاتو او کلتور وزارتونو چارسمبالو او په تهران کې د افغانستان چارسمبالي استازي فضل محمد حقاني هم حضور درلود.
تازه خبرونه
ملا برادر د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره د اوسپنې پټلۍ پر رامنځته کولو خبرې وکړې
د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال او د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سیرک ژومانګارین د ترکمنستان او افغانستان له لارې پاکستان ته د اوسپنې پټلۍ پر رامنځته کولو خبرې وکړې.
د افغانستان اقتصادي مرستیالۍ په خبربانه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې ملا عبدالغنی برادر د دواړو هېوادونو د سوداګرو د بانکي ستونزو د حل، د افغان – قزاق د ګدو شرکتونو رامنځته کولو او سوداګرو ته د ویزو د ورکړې لپاره د هوکړه لیکونو پر لاسلیک ټینګار وکړ.
سیرک ژومنګارین په پام کې لري، چې د قزاقستان د صنعت او سوداګرۍ ګډه خونه او د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او کار ګډه ډله رامنځته کړي او چمتو دی، چې د برښنایي حکومتولۍ، صنعت، لوړو زدهکړو، پوهنې، روغتیا او بانکدارۍ په سکټورونو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
تازه خبرونه
ایران او پاکستان په افغانستان کې پر ترهګرو ډلو اندېښنه څرګنده کړه
ایران او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د یو سولهییز، متحد، خپلواک او له ترهګرۍ او نشهیي توکو قاچاق څخه د پاک افغانستان په اړه پخپلو ژمنو ټینګار څرګند کړی دی.
دواړو لوریو د ترهګریزو ډلو شتوالي ته په افغانستان کې نغوته کړې، چې سیمې او نړۍ ته امنیتي ګواښ دی؛ نو پر وړاندې یې پر مبارزه، همکارۍ او متحدې جبهې جوړولو ټینګار کړی دی.
دوی دغه راز د سیمې د امنیت او ثبات د ډاډمنولو لپاره د سیمهییزې او نړیوالې همغږۍ د اړتیاوو پر اهمیت خبرې کړې دي.
دواړه لوري د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د احترام کولو تر څنګ څرګندوي؛ د دې هېواد ټولې خواوې باید په بنسټیزو پرېکړو کې ونډه ولري، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي.
-
تازه خبرونه2 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ4 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی3 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
لوبی2 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ