Connect with us

لوبی

په کابل کې د فوتبال فدراسیون ولایتي رییسانو د تحصن خیمه ودروله

Ariana News

خپور شوی

 په

(Last Updated On: چنګاښ ۹, ۱۳۹۷)

د ولایتونو فوتبال فدارسیون یو شمېر رییسانو او لوبغاړیو د فوتبال فدارسیون د ټاکنو د نه ترسره کیدو له کبله نن له غرمې مخکې د  تحصن خیمه ودروله.

دوی له فوتبال فدراسیون څخه غواړي، چې شفافو ټاکنو ته زمینه برابره کړی.

د فوتبال فدراسیون ویلي، چې د فیفا له خوا د ټاکنو نېټی اعلام ته په تمه دي.

تازه خبرونه

امریکا د کرام الدین کریم د نیولو غوښتنه کړې

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: وږی ۲۰, ۱۳۹۹)

امریکا د فوتبال فدراسیون د پخواني مشر کرام الدین کریم د نیولو او محاکمه کیدو غوښتنه کړې ده.

په کابل کې د امریکا سفارت چارسمبالي راس ویلسن په خپل تویت کې څرګنده کړې، چې فیفا بنسټ کرم الدین کریم د جنسي ځورونې د جرم پر تور محکوم کړی دی.

هغه په ډاګه کړې: امریکا د هغو زړورو ښځینه فوتبالرانو لپاره عدالت غواړي، چې خپل ژوند یې په خطر کې اچولی او مخ پروړاندې ګام یې پورته کړی. د افغانستان قضائیه قوه دې په دې اړه خپله دنده سرته ورسوي.

ویلسن په دې باور دی، چې: قربانيان د محاکمو له لارې د عدالت غوښتنې حق لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان امنیتي ځواکونه په پنجشېر ولایت کې د نوموړي پر نیولو بریالي نشول.

ویل کیږي، چې د عملیاتو په بهیر کې د پولیسو او د کریم د ټوپکوالو تر منځ نښتې هم وشوې او اړوند عملیات ناکام تر سره شول.

 پېښې وروسته د پنجشېر د ولایت چارسمبالي محمد امین صدیقي وویل، چې عملیات د پنجشېر له سیمه ییزو چارواکو سره له  همغږۍ پرته پیل شوي وه.

د روان کال په جولای میاشت کې ولسمشر غني د پنجشېر له خلکو وغوښتل، چې کریم دې د قانون پلي کولو لپاره له دې ولایته وباسي.

کرام الدین کریم یو کال مخکې د هېواد د فوتبالرونجونو پر جنسي ځورولو تورن شو او د نیولو امر صادر شوی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ په کرکت شورا کې له فساده پرده پورته کړه

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: وږی ۱۷, ۱۳۹۹)

د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ د هېواد په کرکت بورډ کې له پراخ اداري فساده خبر ورکوي.

د دغه بنسټ د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان کرکت بورد د روڼتیا، حسابورکولو او د اداري فساد پروړاندې د مبارزې کړنلارې نلري.

د دې ادارې څېړنې او موندنې ښیي، چې د افغانستان په کرکت بورډ کې د ګمارنې بهیر د پوښتنې وړ دی.

د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ موندنې ښیي، چې کرکت بورد د ښځو د کرکت د ودې او پراختیا لپاره که څه هم د نړیوالې ټولنې مرستې ترلاسه کړي؛ خو بریالی شوی ندی، چې ان د ښځینه لوبغاړیو لپاره فزیکي بېخبناوې چمتو کړي.

د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ ویلي، چې دغې څېیړنې ان څو میاشتې وخت نیولی؛ ځکه، چې د افغانستان کرکت لوبډله د معلوماتو په چمتو کولو کې زړه نازړه وه. همدا علت دی، چې معلوماتو ته د لاسرسي کمیسیون په دې اړه لاسوهنه کړې ده.

د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ اجرائیوي مشر سید اکرام افضلي ویلي: د افغانستان کرکت بورد له بېلابېلو مدیریتي ستونزو سره مخ دی؛ لومړۍ او خورا مهمه مسله د دې ادارې په مشرتابه شورا کې د ګومارنې د بهیر سیاسي کول او په اجراییه کچه کې تکراري بدلونونه دي.

په دې راپور کې د افضلي د څرګندونو له مخې ویل شوي؛ د افغانستان ولسمشر، چې د بورد د مشر د ټاکلو حق لري، په بورد کې د مشرتابه د بدلون لپاره په روڼتیا او حساب ورکولو کې پاتې راغلی او هیڅکله یې په مشرتابه کې د بدلون لامل ندی وړاندې کړی.

د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ د څرګندونو له مخې، ولسمشر په تېرو شپږ کلونو کې څلور ځله د کرکت بورد مشر بدل کړی او هیڅ یو مشر یې هم پر فساد له تورنیدو پرته بل ښه ریکارد نلري.

په راپور کې راغلي؛ سربېره پردې حکومت د بورد له غړیو هیڅ راز کاري ارزونه هم نه ده ترسره کړې.

دغه بنسټ زیاته کړې، چې په نورو هېوادونو کې د کرکت مشران د ټاکنو له لارې د درې یا پنځو کلونو لپاره  غوره کیږي.

دې ادارې زیاته کړې، چې افغانستان په کرکت بورد کې اصلاحاتو ته اړتیا لري.

دغه بنسټ له ولسمشره د کرکت بورد په قانون کې د تعدیل غوښتنه کړې او د دې شورا غړیو ته دې کاري کلونه وټاکي او د دې ادارې د رهبرۍ په شورا کې د ګومارنې بهیر هم روښانه کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ښایي په دسمبر میاشت کې د افغانستان او آسترالیا کرکت تیست لوبه تر سره شي

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: وږی ۴, ۱۳۹۹)

د آسترالیا کرکت ملي لوبډله او د افغانستان کرکت بورد د دغه هېواد په پرت ښار کې پر تر سره کیدونکې سیالۍ مشورې کوي.

د دغه هېواد سپورت سایت څرګنده کړې، چې دا اوس هم روښانه نده، چې آیا د ورځې اوشپې تیست سیالۍ به ترسره شي او که نه.

د کرکت نړیوالې کمیتې د پروګرام له مخې؛ ټاکل شوې وه، چې استرالیا د نومبر په میاشت کې د T20  نرینه نړیوال جام له لغو کیدو وروسته د افغانستان کوربتوب وکړي؛ خو د کرونا ویروس د خپریدو له کبله، لوبې یا لغو شوي او یا پوره ځنډیدلي دي.

په راپور کې راغلي، چې ون ـ آف سیالۍ د کرکت نړیوالې د کپ په تیست لوبو کې نه راځي. دا سیالۍ د نړۍ د غوره ۹ لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي، چې د افغانستان، آیرلیند او زمبابوې لوبډلې په کې ونډه نلري.

د آسترالیا تورنمنت په کرکت نړیواله کمیته کې د افغانستان له پوره غړیتوب وروسته دا پېنځمه لوبه ده.

افغانستان بیا هند او ویست اندیز ته وبایلله، خو له ایرلیند او بنګله دیشه یې وګټله.

Continue Reading
Advertisement

Trending