تازه خبرونه
په یونسکو کې هراتی دوتار ایرانی ثبت شوی
په هرات کې یو شمېر فرهنګیان او هنرمندان وايي؛ ایران فرهنګي غلا کړې او د هرات ولایت د ټنګ ټکور دودیزه آله (دوتار) یې په یونسکو کې ایرانی ثبت کړی، چې باید د ملګر ملتونو علمي فرهنګی سازمان پرې له سره غور وکړي.
له هغه وروسته، چې د هرات د دویز ټنګ ټکور آله(دوتار) د ملګرو ملتونو په علمي فرهنګی سازمان کې ایرانی ثبت شو؛ په هرات کې یو شمېر فرهنګیانو او هنرمندانو د یوې خبرې ناستې پرمهال د ملګرو ملتونو له علمي او فرهنګي ادارې وغوښتل، چې په دې اړه له سره غور وکړي.
په هرات کې د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انستیتیوت مسوول شاهین مردان ويلي، دوتار د هرات او ایران د ټنګ تکور یو ګډ فرهنګي میراث دی؛ پدې اړه بشپړ اسناد او شواهد هم شته.
د خراسانی سبک یو شمېر هنرمندان چې په دې ناسته کې یې حضور درلود د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه غواړي چې دا موضوع په جدي توګه وڅېړي.
یو شمیر هنرمندان او لیکوالان ټینګار کوي، چې ایران نه یوازې زمونږ د ټنګ ټکور آلې پخپل نوم ثبت کړي، بلکې یو شمېر شاعران او ادبي آثار یې هم د ځان په نامه ثبت کړي دي.
شاعر او لیکوال روح الامین امیني ویلي، چې ایران په دې برخه کې ډېرې فرهنګي او ادبي غلاوې کړي؛ د بېلګې په توګه مثنوي یې هم پخپل نوم ثبت کړې ده.
مهدی افشار هم ویلي؛ د یونسکو سازمان باید له دې وروسته د افغانستان او ایران حوزې د فرهنګي آثارو د ثبتونې په برخه کې د افغانستان د فرهنګیانو نظرهم واخلي.
د افغانستان او ایران د فرهنګیانو ترمنځ د فرهنګي او هنري مسایلو په اړه د نظر اختلاف نوې موضوع نده. له دې مخکې هم ایران د هېواد نومیالي شاعرمولانا جلال الدین محمد بلخي ایرانی نومولی، چې د افغانانو غبرګون یې را پارولی و.
تازه خبرونه
افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.
امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاوشینګ سره په کتنه کې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.
امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.
هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.
تازه خبرونه
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.
راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.
هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل
د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.
میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.
هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.
له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.
-
نړۍ3 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه18 hours ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
تازه خبرونه3 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی2 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
تازه خبرونه3 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري
-
نړۍ16 hours ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی17 hours ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ