Connect with us

تازه خبرونه

له خلیلزاد سره یوې نوې او څرګندې کاري هوکړې ته رسیدلي یو- اشرف غني

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان ولسمشر اشرف غني او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سولې د خبرو په اړه یوې نوې او څرګندې کاري هوکړې ته رسیدلي دي.

ولسمشرۍ په ډاګه کړې، چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني پرون ماښام د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي داکتر زلمي خلیلزاد سره د افغانستان د سولې په اړه وکتل.

د ولسمشرۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې، چې په دلګشاه ماڼۍ کې وشوه، د سولې د مشورتي بورد غړیو، د مذاکره کوونکي پلاوي یو شمېر غړیو، ځینې سیاسي شخصیتونو او د سیاسي ګوندونو استازیو، د مدني ټولنې غړیو، د علماوو، ځوانانو، ښځو، خصوصي سکتور او ملي شورا یو شمېر استازیو او ځینې لوړپوړیو دولتي مقاماتو حضور درلود.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني د ناستې ګډونوالو ته څرګنده کړې، چې: مونږ له داکتر خلیلزاد سره د کار پر نوې او واضح طریقې هوکړې ته رسیدلي یو، چې د هغې په چوکات کې معلومات وړاندې او د مشخصې اجنډا په اړه  به دوامدارې مشورې او د هغو په رڼا کې به اقدام کیږي.

ولسمشر زیاته کړې، چې د سولې په اړه سیمه ییز، نړیوال، اسلامي او ملي چاپېریال ته د پاملرنې له مخې ډېرو بحثونو ته اړتیا ده، چې یو چوکات جوړ او شته اجماع  پیاوړې شي. دغه راز په ځینو مواردو کې، چې اجماع نشته، اجماع دې رامنځته شي.

ولسمشر غني دا ټینګار هم وړاندې کړی، چې: طالبان دې له پاکستان او پاکستان دې له طالبانو سره خپلې اړیکې واضح کړي، چې پر کوم اساس استوارې دي، دغه راز له تروریستي شبکو، جرمي او حرام  اقتصاد سره دې د طالبانو اړیکې ښکاره شي.

دغه راز ولسمشر په دې ناسته کې د لومړي ځل لپاره په راتلونکیو ورځو کې د هېواد د ۳۴ ولایتونو د ښځو له مشورتي جرګې هم خبر ورکړ.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي داکتر زلمي خلیلزاد ویلي؛ د امریکا موخه له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د ګډو همکاریو ترڅنګ له د‌ډيپلوماتیکو لارو په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره د هڅو زیاتوالی دی، چې د دواړو هېوادونو ګټې خوندي او د جګړې لګښت کم شي.

خبرپاڼې څرګنده کړې، چې داکتر خلیلزاد ویلي؛ مونږ د افغان حکومت او افغانانو پر محوریت په افغانستان کې د سولې لپاره جدي یو؛ خو داسې تلپاتې او پایداره سوله غواړو، چې په کې ټول ارزښتونه خوندي او څلوېښت کلن بحران پای ومومي.

ښاغلي خلیلزاد د سولې په بهیر کې د سیمې ارزښت ته په نغوته کې ویلي، چې مونږ د سولې په لټه کې یو؛ ځکه زمونږ موخه د جګړې ختمول دي او د هر ډول سولې پلوي هم نه یو.

د یادونې ده، چې ښاغلي خلیلزاد د افغانستان د سولې لپاره ۱۸ ورځنی سفر پیل کړی او د طالبانو او امریکایي پلاوو تر منځ د خبرو بل پړاو به د فبرورۍ پر ۲۵ د قطر په دوحه کې رامنځته شي.

تازه خبرونه

تېر ۲۰۲۳ کال د افغانستان د خلکو لپاره د سترو ننګونو کال و -راپور

Published

on

(Last Updated On: وری ۳۰, ۱۴۰۳)

په ۲۰۲۴ کال کې به د افغانستان شاوخوا ۱۵ اعشاریه ۸ میلیون خلک د خوړو د خوندیتوب له بحران او بېړنۍ کچې سره مخ شي.

 په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ټولنې د ۲۰۲۳ کال د پایلو په کلني راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې میلیونونه وګړي له لوږې او خوارځواکۍ سره مخ دي، چې ډېري یې خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کولی نشي.

ملګرو ملتونو څرګنده کړې، چې بشري ناورین په ۲۰۲۳ کال کې هم دوام درلود او دغه هېواد یوه لسیزه شاه تګ کړی او دا مهال د افغانستان نیمايي وګړي په بې وزلۍ کې ژوند کوي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري له افغانانو سره د بشري مرستو پر اړتیا ټینګار کوي او زیاتوي، چې دغه وزارت په هېواد کې د فقر او لوږې د ختمولو لپاره مناسب پلانونه لري.

ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي، چې له ۲۰۲۱ کال راپدیخوا د اقتصادي تولیداتو کچه یو پر څلورمه راټیټه شوې او د نړیوال بانک د راپور له مخې دا مهال د افغانستان نیمايي نفوس په بې‌وزلۍ کې ژوند کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې او څرګندوي؛ دوی له افغانستان سره د مرستو د دوام لپاره د بودجې له کمښت سره مخ دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملګرو ملتونو تېر کال په افغانستان کې د اوبو ۴۷۰ کیلومټره کانالونه جوړ کړل

Published

on

(Last Updated On: وری ۳۰, ۱۴۰۳)

د خوړو نړيوال پروګرام ویلي، چې تېر کال يې په افغانستان کې د سيمه‌ييزو ټولنو پر همکارۍ د شاوخوا ٤٧٠ کيلومټرو پر اوږدوالي د اوبو کانالونه جوړ کړي دي.

د دې پروګرام د افغانستان برخې د چارشنبې پر ورځ (د وري نهه‌ویشتمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ په افغانستان کې کروندګر اوبو ته له لاسرسي پرته خپل ژوند روان ساتلی نشي.

دغه راز څرګنده شوې؛ د اوبو کانالونو له کروندګرو سره مرسته کړې، چې خپلو کورنیو ته خواړه برابر کړي او خپل اضافي تولیدات او محصولات وپلوري.

د خصوصي سکتورغړي هم  وايي؛ د خوړو نړیوال پروګرام له‌خوا په هېواد کې د اوبو د مدیریت لپاره د کانالونو له جوړولو هرکلی کوي او څرګندوي، چې د هېواد د اوبو مدیریت کولی شي افغانستان  له فقر او اقتصادي بحران څخه وژغوري.

دا په داسې حال کې ده، چې له څو کلونو وچکالۍ وروسته؛ وروستیو اورښتونو د افغانستان کروندګر هیله من کړي، چې راتلونکی کال به ښه حاصلات ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

په بیجینګ کې د چین او افغانستان درېیمه اقتصادي ناسته تر سره شوه  

Published

on

(Last Updated On: وری ۳۰, ۱۴۰۳)

په بیجينګ کې د افغانستان اسلامي امارت او د چين ولسي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارتونو د اړوند سياسي څانګو پر مشرۍ د بشري مرستو او اقتصادي بيارغونې پر ميکانيزمونو درېيمه ناسته ترسره شوه.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت پر استازیو سربېره د صنعت او سوداګرۍ، کانونو او پټروليم، د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو او د طبيعي پېښو پر وړاندې د امارت وزارت استازو ګډون کړی و.

دغه راز په دې ناسته کې د چين د سوداګرۍ، طبيعي سرچينو، د چين نړيوالې پراختيايي ادارې او نړيوالې همکارۍ ادارو استازو هم برخه اخیستې وه.

د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې ناسته کې له تېرو دوه نيمو کلونو راپدیخوا د طبيعي پېښو، جبري راستانه شویو کډوالو او روغتيا په برخه کې د مرستو پر میکانیزمونو بیا کتنه وشوه.

 افغان پلاوي د چين د مرستو د ګټورتوب لپاره خپل وړانديزونه او سلا مشورې چينايي اړوند لوري ته وړاندې کړل.

چينايي لوري ژمنه کړې، چې له افغانستان سره به د چين بشري مرستې د افغان لوري د اړتياوو او لومړيتوبونو له پام کې نيولو سره تنظيم کړي. دغه راز به له افغانستان سره د جبري راستانه شویو کډوالو د مېشتېدو په برخه کې د چين د سل میلیون يوانو په مرستو کې د افغان لوري وړانديزونه هم په پام کې ونيول شي.

د چين سره صليب ټولنې ژمنه کړې، چې په چين کې به د افغان ماشومانو د زړه ناروغيو د درملنې د بيا پيل زمينه هم برابره کړي.

د عبدالقهار بلخي د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان د اقتصادي بيارغونې ميکانيزم په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر زياتوالي په ځانګړي توګه چين ته د زیاتو افغان توکو د صادرولو د زمينې برابرولو، وړتیا لوړونې او په افغانستان کې د کانونو او معاصرې سوداګرۍ په برخه کې د چين د پانګونې د فرصتونو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.

دواړو لوريو چين ته د افغانستان د جلغوزو له صادراتو وروسته د انارو د صادراتو زمينې د برابرولو د هرکلی ترڅنګ په افغانستان کې د نفتو د استخراج کچې لوړولو او د لوګر مس عینک کان د استخراج د پيلولو په برخه کې د وروستيو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او ټينګار وشو، چې د چارو د چټکتيا پر طرحو به غور وشي.

افغان لوري د چين پر ملاتړ د افغانستان د حکومت په ګڼو وزارتونو او ادارو کې د ملکي مامورينو د وړتیا لوړونې لپاره له روزنيزو پروګرامونو او افغانانو ته د سکالرشپونو د لړۍ له پراخولو هرکلی وکړ.

ویل کیږي، چې په دې ناسته کې د واخان اقتصادي دهلیز د اهميت او احتمالي ګټو او د دې کوريډور د پرانيستو پر امکاناتو هم بحثونه شوي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!