Connect with us

تازه خبرونه

له حکومت سره د سیاسي څېرو مخالفتونه د افغانستان ثبات زیانمنوي-ملګري ملتونه

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی خبرداری ورکوي، چې له ملي وحدت حکومت سره د سیاسي څېرو مخالفتونه به د افغانستان ثبات له خطر سره مخ کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د دې سازمان امنیت شورا ته د افغانستان د وضعیت او عواقبو تر سرلیک لاندې رپوت وړاندې کړ، چې په کې د افغانستان وضعیت ماتیدونکی ګڼل شوی او د افغانستان د ژغورنې لپاره د نوي سیاسي ائتلاف او د افغانستان د خلکو محور نوم اخیستل شوی، چې  د ملي وحدت حکومت مخالفین دي او د افغانستان ثبات یې له ګواښ سره مخ کړی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو په ډاګه کړې؛ زه داسې ننګونې ګورم، چې د اندښنې وړ دي؛ دغه راز د سولې لپاره د مشارکت په برخه کې نوي فرصتونه ګورم. امنیتي وضعیت دغه راز یوه لویه اندېښنه ده. د ملګرو ملتونو د سازمان د سرمنشي رپوت د امنیتي وضعیت د اصلي بهیر لږ برخه بیانوي. د هېواد په ختیځ کې د داعش د فعالیت دوام او دغه راز د هېواد په شمال او  کابل کې د داعش فعالیتونو حالات نور هم پیچلي کړي دي. د دې تاوتریخوالي انساني بیه ډېره ده، چې په نامتناسب ډول په ښځو او ماشومانو اغېز کوي.

د رپوت په یوه برخه کې د وسلوالو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د ځینو ولسوالیو لاس په لاس کیدو ته نغوته شوې او دا یې د وضعیت خرابوالي نښه ګڼلې ده.

د ملګرو ملتونو د سازمان ځانګړي استازي د جګړې په ډګرکې د طالبانو بریا ناشونې بللې؛ خو په ډاګه کړې یې ده، چې یوه سیاسي حل لار ممکنه ده. مونږ باید اجازه ورنکړو، چې د اساسي مذاکراتو  پر لوري د مبارزې بل فصل له پرمختګ پرته پیل شي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح الدین رباني هم په دې ناسته کې افغانستان د ترهګرۍ قرباني بللی او له نړیوالو غواړي، چې په دې هېواد کې د تاوتریخوالي پای ته رسولو لپاره زیاتې هڅې وکړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د ترهګرۍ روان زیانونه، چې افغانستان یې زغمي، د یوه ګاونډ هېواد د سیاست محصول دی، چې د افغانستان د حالاتو د خرابولو لپاره کار کوي. د ملګرو ملتونو د سازمان په عمومي اسامبله کې افغانستان هڅه وکړه، چې له پاکستان سره مسایل حل کړي؛ خو وروسته یې هیڅ ځواب ورنکړ. له  لمسوونکیو کړنو سره سره مونږ د خبرو، دیپلوماسۍ او سوله ییزو لارو مسایل وڅارل؛ خو پاکستان تر اوسه مونږ ته  د ځواب په ورکولو کې پاتې راغلی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان د ځانګړي استازي د رپوت په یوه بله برخه کې ملکي تلفاتو ته نغوته شوې، چې په وینا یې د روان میلادي کال په شپږ لومړیو میاشتو کې ۱۶۶۲ ملکیان د تاوتریخوالي له کبله وژل شوي او درې زره پېنځه سوه یو اتیا نور ټپیان دي. د دې تلفاتو د اووه شپیته سلنې برخې مسوول طالبان بلل شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د جګړو له کبله د افغانستان په دېرش ولایتونو کې دوه دېرش زره درې سوه کورنۍ بې ځایه شوي دي.

تازه خبرونه

د داعش خراسانی مشر د پاکستان په بلوچستان کې دی – رویټرز

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د داعش د خراسان څانګې مشر د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ژوند کوي.

د دغه خبري آژانس د راپور له مخې: ۲۹ کلن ثناالله غفاري، چې شهاب المهاجر هم یاد شوی؛ دا ډله یې د داعش پر تر ټولو وېرونکې څانګې بدله کړې ده.

رویټرز دا هم څرګنده کړې، چې ثناالله غفاري په ۲۰۲۰ ز. کال کې د داعش خراسان څانګې مشري پر غاړه واخیسته او د ده د مشرۍ پر مهال دغې ډلې سخت بریدونه وکړل او یو شمېر کسان یې ځان ته جلب هم کړل.

رویټرز زیاته کړې، چې د غفاري په اړه د ۲۰۲۱ کال د کابل پر هوايي ډګر د داعش له وژونکي برید مخکې، چې ۱۷۰ افغان ملکي وګړي او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول؛ ډېر لږ معلومات خپاره شوي وه.

د داعش د خراسان څانګې بحث وروسته له هغې ګرم شو، چې د تېرې جمعې ورځ مسکو ته نږدې د کنسرت په یوه تالار کې خونړۍ ډزې وشوې او لږ تر لږه ۱۳۹ کسان په کې ووژل شول.

له دې مخکې پاکستانيو چارواکو اعلان کړی و، چې غفاري د تېر کال په جون میاشت کې د افغانستان په کونړ ولایت کې وژل شوی؛ خو اوس رویټرز خبر ورکوي، چې نوموړی پاکستان ته تښتېدلی او د بلوچستان په ایالت کې اوسېږي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، داعش له څه باندې دوه کلونو راپدیخوا په افغانستان کې ځپل شوی او خپلې عملیاتي وړتیاوې یې له لاسه ورکړي او ګواښ پېښولی نشي.

ویل کیږي، چې داعش په افغانستان کې وروستی برید د کندهار ولایت د کابل بانک پر دفتر وکړ، چې ۳ کسان یې ووژل او ۱۲ نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د رښتر پر کچه ۵ اعشاریه ۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د هند د زلزلې ملي مرکز څرګنده کړې، چې نن (پنجشنبه د وري نهمه) له غرمې وروسته د رښتر پر کچه ۵.۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه.

دا زلزله د ځمکې په ۷۰ کیلومټره ژوروالي کې رامنځته شوې او مرکز یې د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ شمال ختیځه غرنۍ سیمه ده.

دغه زلزله پر افغانستان سربېره په تاجکستان، ازبکستان او قرغزستان کې هم احساس شوې ده.

تر اوسه د دې پېښې د ځاني او مالي زیان په اړه څه ندي ویل شوي.

تېر اکټوبر په هرات ولايت کې د رښتر پر کچه شپږ اعشاريه څلور درجې زلزلې له دوه زره زيات کسان مړه او ډېر کلي ویجاړ کړل.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بیات بنیاد د روژې مرسته د بلخ ولایت اړمنو ته ورسېده

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې د بلخ ولایت لسګونه اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل.

د بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې دا ځل د بلخ ولایت لسګونه اړمنې کورنۍ تر پوښښ لاندې راغلې. په بلخ ولایت کې د بیات بنیاد استازی یافث ثاقب وایي؛ په دې مرسته کې اوړه، غوړي او وريجې شته، چې پر اړمنو کسانو وېشل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بیات بنیاد د روژې د مرستو لړۍ روانه ده.

هغو کورنیو، چې دغه مرستې ترلاسه کړې د دې بنسټ له مرستو خوښ دي او له نورو مرستندویه بنسټونو هم غواړي، چې له اړو کسانو سره مرستې وکړي.

بیات بنیاد یو له هغو خیریه بنسټونو څخه دی، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې پر اړمنو کورنیو د مرستو د وېش ترڅنګ یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې رغنیزې پروژې هم پلې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!