Connect with us

تازه خبرونه

په افغانستان کې د نا امنیو پر پراخیدو سیاسي اندېښنه په ډاګه شوه

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان د عدالت ګوند چارواکو د هېواد  پر اوسنیو حلاتو یوې جوړې شوې ناستې ته په ډاګه کړې، چې له یوې خوا ناامني مخ پر ډېریدو ده او له بلې خوا د حکومت مخالفین هم د شخصي ګټو لپاره هېواد بحران ته ور ټيل وهي.

د عدالت ګوند ویانده ماریا توتاخېل وايي، چې حکومت او سیاسي مخالفین دې له نا مشروع غوښتنو او تربګنیو تېر شي او د پردیو د چوپړ په ځای دې خپل هېواد ته خدمت وکړي.

د نوموړې په وینا؛ په اوسني وخت کې زمونږ لومړیتوب د ملي او سیاسي ثبات ساتل دي.

د هغهې د وینا له مخې ولس امنیت، خدمت او سوکالي غواړي.  

د عدالت ګوند د دارلانشا رييس فضل الله ابراهیمي هم له حکومت څخه غواړي، چې خپله انرژي په بیځایه لاسوهنو ونه لګوي او کوښښ وکړي، چې امنیت ټينګ کړي.

له دې مخکې هم یو شمېر سیاسي ډلو د حکومت پر کړنو نیوکې کړي؛ خو حکومت وايي، چې د ځينو سیاسي ډلو نیوکې له انصاف څخه لرې دي.

خبریاله: افسون محمدي

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.

میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.

هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.

له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په تېر یو کال کې د افغان ښځو حقونو وضعیت نور هم خراب شو- امریکا

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو په اړه په خپل کلني راپور کې څرګنده کړې، چې د افغان ښځو حقونو وضعیت په ۲۰۲۳ ز. کال کې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو د لګولو له کبله ډېر خراب شوی دی.

وژنې، فزیکي ناوړه ګټه اخیستنه، د زندان سخت شرایط، ناحقه توقیف او اختطاف، د بیان او رسنیو ازادي، د انټرنیټ کارولو او سیاسي مشارکت ازادیو بندیزونو لګولو په ګډون اداري فساد او پوځي څانګې ته د ماشومانو استخدام د بشري حقونو هغه موضوعګانې دي، چې په دې راپور کې ورته نغوته شوې ده.

په دې راپور کې راغلي، چې اسلامي امارت په رسمي ډول د جمهوري پېر په قوانینو کې بدلون ندی راوستی؛ خو داسې فرمانونه یې صادر کړي، چې د نړیوالو کنوانسیونونو له قوانینو او مکلفیتونو سره، چې افغانستان یې ژمنه کړي په ټکر کې دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره کاري او تعلیمي فرصتونه محدود دي او د غیر اخلاقي کړنو پر تور د ښځو او نرینه‌وو په وهلو ټکولو کې زیاتوالی راغلی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له بشري حقونو څخه د سرغړونې په اړه د امریکا بهرنیو چارو وزارت د راپور په غبرګون کې ويلي، چې د افغانستان خلک ټول مسلمانان دي او حقوق یې د اسلامي شریعت له مخې تعریف شوي او ورکړ شوي دي. په امریکا او نورو لویدیځو هېوادونو کې تعریف شوي بشري حقونه او کلتور له افغانستان سره توپیر لري او لویدیځوال باید خپل کلتور پر نورو هېوادونو ونه‌تپي.

Continue Reading

تازه خبرونه

وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د مرستو رسولو اسلامیک ریلیف ټولنې څرګنده کړې، چې د تېرې اوونۍ بارانونو او سېلابونو په افغانستان کې مالي او ځاني زیانونو اړولي دي.

د دې ټولنې په راپور کې راغلي، چې د وروستیو سېلابونو له کبله شاوخوا ۱۵۰۰ کورنۍ زیانمنې شوي او سلګونه څاروي هم له منځه تللي دي.

اسلامیک ریلیف ټولنې زیاته کړې، چې د وروستیو اورښتونو په پایله کې ۹۰۰ کورونه جزوي او یا بشپړ ویجاړ شوي او ۹۳ زره هکټاره کرنیزه ځمکه زیانمنه شوې ده.

په داسې حال کې، چې په دې وروستیو ورځو کې سختو بارانونو او سیلابونو د افغانستان خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي، د نړیوالو مرستندویه موسسو د راپورونو پر بنسټ افغانستان له بې‌سارې بې‌وزلۍ او اقتصادي بحران سره مخ دی.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې له پېښو سره د مبارزې وزارت ویلي وه، چې په دغو پېښو کې ۹۹ کسان وژل شوي او ۶۴ نور ټپیان دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!