Connect with us

تازه خبرونه

په افغانستان کې د ترمپ له بېړنیو هڅو موخه د سولې نوبل جایزې تر لاسه کول دي

Avatar

خپور شوی

 په

(Last Updated On: وری ۲۰, ۱۳۹۹)

د امریکا ان بی سي خبري شبکې څرګنده کړې؛ دونالد ترمپ په ځانګړي توګه پخپلو همکارانو زور اچولی، چې د ټاکنیزې زمنې لپاره د افغانستان د جګړې پای نندارې ته وړاندې کړي.

په دې څرګندونه کې راغليو چې د امریکا ولسمشر موخه له دې کاره د سولې نوبل جایزې تر لاسه کول دي.

سر چینې زیاته کړې، چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم د ترمپ پر سپارښتنه د یو ګواښ ټه توګه کابل ته رالیږل شوی و.

د امریکا ولسمشر د ۲۰۱۹ کال په نوامبر کې وغوښتل، چې طالب مشران کمپ دیوید ته وغواړي؛ خو د طالبانو د بریدونو له زیاتیدو او د یو امریکایي سرتېري له وژل کیدو وروسته یې له طالبانو سره خبرې ودرولې.

تازه خبرونه

د ټینس نومیالی لوبغاړی خپلې پخوانۍ میرمنې پر زور زیاتي تورن کړ

Avatar

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: غبرګولى ۱۶, ۱۳۹۹)

سي این این په ډاګه کړې، چې  د نړۍ د نومیالي ټینس لوبغاړي نیکولوز باسیلاشویلي پخوانۍ میرمنې له محکمې غوښتي، چې د هغه لخوا پرې زورزیاتي شوی دی.

د جورجیا لویې څارنوالۍ څرګنده کړې؛ نیکولوز باسیلاشویلي، چې د نړۍ په ټینس لوبغاړیو کې ۲۷ ځای لري د خپلې پخوانۍ میرمنې نیلي دوروکاشویلي لخوا پرې د زورزیاتي تور پورې شوی دی.

که څه هم د قضیې په اړه څېړنې اوس هم روانې دي؛ خو باسیلاشویلي د ۳۱۳۰۰ ډالرو په ضمانت خوشې شوې او ټاکل شوې، چې د جولای پر ۱۶ بیا محکمې ته حاضر شي.

 د نوموړي وکیلانو او استازیو د باسیلاشویلي په فیسبوک پاڼه کې، چې له تضمین وروسته خوشې شوې شوی؛ څرګندوي، چې دغه تورونه “دروغ او بشپړ بې بنسټه دي.”

د هغه وکیلانو ویلي: مونږ د نیکولاس باسیلاشویلي پلویانو ته ډاډ ورګوو، چې له دې مخکې محکمې ته سپارل شوې ویډیوګانې زمونږ د مؤکل دریځ ښیې او هغه د پورته ذکر شويو ناقانونه تورونو څخه پاکوي.

له بلې خوا، د دوروکاشکا وکیل هم ویلي؛ داسې اسناد او شواهد شته، چې د دې ښځې ادعاګانې ثابتولی شي.

د هغې وکیل ویلي داسې خلک شته، چې د دوی د اړیکو شاهدان دي او وايي، چې د قضیې په اړه ویډیوګانې او آډیو ریکارډونه شته او دغه رازد ټیلیفون غږیز پیغامونه هم ثبته شوي دي.

د یادونې ده، چې د دې جوړې د واده پایله پېنځه کلن زوی دی او تېرکال سره بېل شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ټویټر جورج فلایډ ته د ټرمپ د درناوي جوړه شوې ویډیو له خپلې شبکې لیرې کړه

Avatar

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: غبرګولى ۱۶, ۱۳۹۹)

د غربي رسنیو د څرګندونو له مخې؛ ټویټر له هغې وروسته جورج فلایډ ته د امریکا د ولسمشر د درناوي ودیو له خپلې شبکې لیرې کړه، چې د کاپي رایت د حق پر بنسټ یې د خلکو اندېښنې تر لاسه کړې.

د ټویټر یوه استازي ویلي: مونږ د کاپي رایت حق خوندي ساتو او مونږ د خپروونکي یا د دوی د استازیو لخوا راپورته شویو اندېښنو ته ځواب ویونکي یو.

ویل کیږي؛ دا کلیپ د لاریونکوونکیو او د جورج فلایډ له مړینې وروسته د تاوتریخوالي له انځورونو او ویډیوګانو څخه، چې په شالید کې ورسره د ټرمپ غږ مل دی جوړ شوی دی.

دا د درې دقیقو او ۴۵ ثانیو لرونکې ویډیو، چې د جون پر ۳ د ترمپ د ډلې لخوا ټویټ شوې؛ اوس هم په یوټیوب کې د ۶۰۰۰۰ لیدلو او ۱۳۰۰۰ خوښولو سره  شته.

Continue Reading

تازه خبرونه

په افغانستان کې له تېرو ۲۴ ګړیو راپدیخوا کرونا ویروس ۹ کسان مړه کړي

Avatar

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: غبرګولى ۱۶, ۱۳۹۹)

د عامې روغتیا وزارت ویلي؛ په هېواد کې له کرونا ویروسه درې کسان په بلخ، ډوه ـ دوه په هرات، سمنګان او کندوز ولایتونو کې مړه شوي او ۱۷۸ نور د هېواد له بېلابېلو روغتونونو کورونو ته رخصت شوي دي.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا په هېواد کې  ۹۱۵ نوې مثبتې پېښې ثبت شوي، چې ۴۲۳  یې د کابل، ۲۰۱ د هرات، ۱۱۶ د بلخ، ۲۹ د کندوز، ۲۳ د کونړ، ۲۱ د کندهار، ۲۱ د فراه، ۲۱ د سرپل، ۲۰ د هلمند، ۱۵ د سمنګان، ۱۱ د پکتیا، ۷ د ننګرهار، ۴ د میدان وردک او ۳ نور د لغمان ولایتونو دي.

له دې سره په ټول هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۸۹۶۹ ته پورته شو.

د وروستیو څرګندونو له مخې؛ په هېواد کې له کرونا ویروسه ۳۰۹ کسان مړه شوي او ۱۷۶۳ نور رغیدلي دي.

یو ځل بیا هم، د روغتیا وزارت ټینګار کوي چې د کرونا رنځ سره مبارزه، خلکو پورې اړه لري؛ د دې آفت پر وړاندې هر ډول سرغړونه به د جدي ناورین رامل وګرځي.

په همدې حال کې، د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وايي، افغانستان د کورونا وبا له امله په بدترین حالت کې دی. نوموړي خپل فیسبوک کې وویل، نیمه کورنۍ او د دفتر غړي یې پر کرونا وېروس اخته شوي دي. ښاغلي صالح درې ورځې وړاندې په یوه ویډیویي پیغام کې وویل، په افغانستان کې د کرونا وېروس بحران لا خپل اوج ته نه دی رسېدلی او پر خلکو یې غږ کړی چې روغتیایي سپارښتنو ته جدي پام وکړي.

Continue Reading

Trending