Connect with us

تازه خبرونه

په افغانستان کې د کوکنارو کر کم شوې خو د تریاکو تولید لا زیات شوې

خپور شوی

د

سپینې ماڼې د سلواغې پر ۱۸، د یوې خبرپاڼې له لارې د آمریکا حکومت لخوا په افغانستان کې د کوکنار د کر او د تریاک د تولید د ارونې کلني راپور، نشر کړ، چې له مخې یې افغانستان کې د کوکنارو کر ۲۸ سلنه کم شوې خو، د نګه تریاکو د تولید تله بیا، زیاته شوې ده.

په دغه راپور کې راغلي چې په کال ۲۰۱۹ کې په ۱۶۰ زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو، حال دا چې په کال ۲۰۱۸ کې په ۲۲۱ زره هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو. خو د تریاکو د تولید تله لا مخ پر زیاتیدو ده: په کال ۲۰۱۸ کې په افغانستان کې د نګه تریاکو تولید ۵۵۵۰ ټنه و، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۹ کال کې ۶۷۰۰  ټنه اټکل شوې دی.

همداراز الیس وېلز، د سویلي او مرکزي آسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله، وايي چې "په افغانستان کې د نشه یي توکو قاچاق، بې ثباتي ته لمن وهلې او ښه حکومتولي او اقتصادي پراختیا یې ګډوډه کړې ده."

ویلز زیاته کړه چې، "د قانون د پلي کولو په موخه باید د فاسدو چارواکو پر ضد ټینګ ګامونه پورته شي."

بلخوا کارپوهان وایي، چې حکومت د کوکنارو د له منځه وړلو لپاره اراده نه لري.

اورزلا نعمت، د افغانستان د ارزونې او څېړنې ادارې رییسه، وايي چې "له یوې خوا دغه معافیت د قانون د پلي کیدلو مخه نیسي، او له بلې خوا د نړیوال مارکیټ تقاضا په افغانستان کې د قانون د ضعف له کبله پلي کیږې."

د کورنیو چارو وزارت او لویه څارنوالي بیا وايي چې د نشه یي توکو د کاروبار اړوند زرګونه دوسیې څېړل شوي دي.

جمشید رسولي، د لویې څارنوالۍ ویاند، وايي چې "یو شمیر دوسیې چې په ټیټه سطحه کې دي په ولایاتو کې د څیړنې لاندې دي، خو هغه لویې قضيې بیا په کابل کې د عدلیي او قضايي مرکز لخوا څیړل کیږي."

مروه امیني، د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیاله، وایي چې د مخدره توکي ډیرې کرنه او سوداګري په هغو ساحاتو کې ترسره کیږي چې د دولت د مخالفینو تر ولکې لاندې دي.

د سپینې ماڼۍ د نشه یي توکو د کنترول د پالیسي ملي ادارې دا کلنی راپور، په داسې حال کې خپریږي  چې په دې وروستیو کې د کورنیو چارو وزارت وویل، د کابل پولیسو د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې مدیر او پنځه نور کسان یې د نشه یي توکو د قاچاق په تور نیولي دي.

تازه خبرونه

د حکومت او رسنیو ترمنځ باید واټن نه‌وي –  ستانکزی

شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو رول تر سرلیک لاندې په یوه سیمینار کې زیاته کړې؛ رسنۍ د نړۍ په تبلیغاتي جګړه کې بنسټیز رول لوبوي او پر اسلامي امارت لازمه ده، چې پرې له فشارونو ډډه وکړي او پرېږدي، چې رسنۍ د هېواد په پرمختګ او هوساینه کې خپل رول په آزاده توګه ولوبوي.

Published

on

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي ويلي، له رسنیو باید داسې ملاتړ وشي، چې د حکومت او دوی ترمنځ واټن رامنځته نشي.

شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو رول تر سرلیک لاندې په یوه سیمینار کې زیاته کړې؛ رسنۍ د نړۍ په تبلیغاتي جګړه کې بنسټیز رول لوبوي او پر اسلامي امارت لازمه ده، چې پرې له فشارونو ډډه وکړي او پرېږدي، چې رسنۍ د هېواد په پرمختګ او هوساینه کې خپل رول په آزاده توګه ولوبوي.

نوموړي په دې اړه ویلي: " د دوی (رسنیو) ستونزې باید واورېدل شي، د دوی غږ باید واورېدل شي، د دوی لپاره باید داسې چاپېریال برابر شي، چې په ازاده توګه خپل کارونه ترسره کړي."

ستانکزي زیاته کړې، د هېواد د رسنیو په اړه باید داسې نظر وي، چې دواړه لوري یو بل ته د اجنبی په سترګه ونه‌ګوري او اسلامي امارت پر رسنیو له فشار راوړلو ډډه وکړي او رسنیو ته اجازه ورکړي، چې په خلاص لاس کار وکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولينو هم په دې سيمينار کې ويلي، چې له ازادو رسنيو سره يې د ټکر لار نده غوره کړې او دغه وزارت له دوى سره هر راز همکارۍ ته ژمن دى.

د سیمینار برخه‌والو له رسنیو هم وغوښتل، چې نړۍ ته د افغانستان د مثبت انځور په ځلولو او انعکاس کې له هیڅ راز هڅې ډډه ونکړي.

دا سیمینار په داسې حال کې جوړیږي، چې رسنۍ د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ او مثبتو فعالیتونو انعکاس ته ژمنې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ازبکستان سره د ۲۰۲۵ ز.کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک شو

دغه تړون تاشکند ته د دغه شرکت د عمومی رییس عبدالباری عمر پر مشرۍ د اسلامی امارت د پلاوي له سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره له خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.

Published

on

د افغانستان برښنا شرکت څرګنده کړې، چې له ازبکستان سره د ۲۰۲۵ ز. کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک شوی دی.

دغه تړون تاشکند ته د دغه شرکت د عمومی رییس عبدالباری عمر پر مشرۍ د اسلامی امارت د پلاوي له سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره له خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.

د افغانستان برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي ویلي: " د افغانستان برښنا شرکت عمومي رییس د یوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته تللی و او په ازبکستان کې یې د برښنا له مسوولانو سره په کتنه کې د ۲۰۲۵ ز.کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک کړ."

یو شمېر پانګوال له اسلامي امارت څخه غواړي؛ د ۵۰۰ کیلو ولټ برښنا په اړه دې له ازبکستان سره خبرې وکړي او دغه پروژه ژر تر ژره بشپړه کړي، چې په هېواد کې د برښنا د کمښت ستونزې یوه برخه اواره شي.

د افغانستان برښنا شرکت ویلي، چې افغان پلاوي له ازبکستاني چارواکو سره د ۵۰۰ کیلو ولټ برښنا د لېږد پروژې په اړه، چې د سرخان- پلخمري- دشت الوان څخه د کابل تر ارغندي او د ننګرهار شیخ مصري ته، چې د ۸۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ میګاواټه برښنا د لېږد ظرفیت لري په اړه هم خبرې کړې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

څار: د مهاجرو نولواله ورځ

Published

on

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!