Connect with us

تازه خبرونه

په بهرنیو چارو وزارت کې اصلاحات د ولسمشر له لومړیتوبونو څخه دي- ارګ

Ariana News

خپور شوی

 په

(Last Updated On: سلواغه ۱۴, ۱۳۹۸)

ولسمشرۍ ماڼۍ د اجرائیه مشر داکتر عبدالله د تازه فرمان په غبرګون کې ویلي، چې په بهرنیو چارو وزارت کې اصلاحات اړین او د ولسمشر اشرف غني له لومړیتوبونو څخه دي.

ارګ دا څرګندونې د اجرائيه مشر داکتر عبدالله عبدالله د تېرې ورځې د حکم په غبرګون کې کړي، چې په بهرنیو چارو وزارت کې دې د ده پر ټکو باید بیړني اصلاحات و درول شي.

داسې بریښي، چې له بهرنیو چارو وزارت څخه د صلاح الدین رباني له ګوښه کیدو وروسته ارګ په دغه وزارت کې د اصلاحاتو لپاره د تېر پر پرتله ډېر لاسرسی موندلی.

ولسمشر اشرف غني په بهرنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو طرحه په داسې وخت کې وړاندې کړه، چې دغه وزارت په ملي وحدت حکومت کې د اجرائي مشر رسیدلی و.

د ارګ او سپیدار ماڼۍ تر منځ ناندرې هغه وخت ډېرې شوې، چې هارون چخانسوري د ولسمشر لخوا د بهرنیو چار وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو.

د حکومت اجرائيه مشر تازه په یوه حکم کې د بهرنیو چارو له وزارت څخه غوښتي، چې د اصلاحاتو په نوم په وزارت او ديپلوماتیکو استازولیو کې له بېړنیو اصلاحاتو څخه ډډه وکړي.

اجرائيه ریاست ان دا ټینګار هم کړط، چې که اړتیا شوه د بهرنیو چارو وزارت لپاره به نوی وزیر معرفي کړي.

د اجرائيه ریاست ویاند مجیب رحمان رحیمي ویلي؛ اجرائیه ریاست د خپلې ونډې له مخې د څو وزارتونو او ولایتونو لپاره د نویو وزیرانو او والیانو د معرفي کولو لپاره سلا مشورې پیل کړي دي. که اړتیا شوه ان د بهرنیو چارو وزارت د چارسمبالي په اړه به هم پرېکړه وکړي.

د ثبات او همپالنې ډلې لومړی مرستیال عنایت الله بابر فرهمند ویلي؛ د ملي وحدت حکومت د دواړو مشرانو تر منځ پنځوس پنځوس وېشل شوی و؛ خو اوس د دې ریاست ۲۰ سلنه برخه هم پاتې نده.

د بهرنیو چارو وزارت د پیل شویو اصلاحاتو په لړ کې له یو شمېر دیپلوماتیکو استازولیو څخه ځينې کسان، چې له اجرائيه ریاست سره تړلي؛ کابل ته راغوښتي او یو شمېر یې ګوښه کړي دي.

ارګ په ډاګه کړې؛ ولسمشر د قانون له مخې واک لري، چې په دندو کسان وګوماري او یا یې لیرې کړي او یا د اړتیا پر وخت خپله دنده روانه وساتي.

خبریال: باعث حیات

تازه خبرونه

په بدخشان او کندوز ولایتونو کې ۳۲ افغان ځواکونو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: چنګاښ ۲۳, ۱۳۹۹)

د کندوز ولایتي شورا مشر محمد یوسف ایوبي ویلي، چې طالبانو تېره شپه د دې ولایت د امام صاحب د مبارکې روضې د امنیتي ځواکونو پر ګډ مرکز پراخ بریدونه تر سره کړي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې برید کې ۶ سرتېري او ۶ پولیس وژل شوي او ۶ سرتېري او ۷ پولیس ټپیان دي.

هغه زیاته کړې، چې له افغان ځواکونو سره دا نښته څو ګړۍ روانه وه او د مرستندویو ځواکونو د نه رارسیدو له کبله دا پو ځي مرکز طالبانو ونیوه او ټول هجهیزات یې له ځانونو سره یوړل.

سیمه ییزو چارواکو  د پېښې رامنځته کیدل منلي؛ خو وایي، چې د ځاني زیانونو په اړه څه په ډاګه شوی ندي.

دغه راز د بدخشان والي ویاند نیک محمد نظري ویلي؛ تېره شپه ۱۱ بجې د دې ولایت د ارغنجوا ولسوالۍ پر امنیتي پوستو د طالبانو په بریدونو کې د امنیتي ځواکونو ۷ سرتېری وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې پېښه کې ۵ طالب جنګیالي هم وژل شوي او ملکي کسانو ته کوم ځاني زیان ندي اوښتي.

همدارنګه د کندهار ولایت د شورابک پر امنیتي پوستو هم بریدونه شوي دي.

 د کندهار پولیسو ویاند جمال ناصربارکزي ویلي، چې له طالبانو سره په نښته کې ۱۱ طالبان وژول شوي او ۵ نور ټپیان دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د وسلوالو طالبانو بریدونه پر شا تمبول شوي او امنیتي ځواکونو ته ځاني زیان ندی اوښتي.

طالبانو د دغو پېښو په اړه تر دې دمه څه ندي ویلي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د سمنګان ولایت په ایبک ښار کې زوروره چاودنه شوې

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: چنګاښ ۲۳, ۱۳۹۹)

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې نن له غرمې مخکې د سمنګان ولایت د ایبک ښاروالۍ او ملي امنیت ریاست ته نږدې زوروره چاودنه رامنځته شوې ده.

د سمنګان والي ویاند صدیق عزیزي آریانا نیوز ته منلې، چې کیدی شي دا د موتر بم چاودنه وي. تر دې د درې ماشومانو او یوې ښځې په ګډون ۴۳ ټپیان د ښار مرکزي روغتون ته لیږدول شوي دي. ویل کیږي، چې د پېښې په خای کې جګړه روانه ده.

د سمنګان ولایت چارواکو ويلي، د ملي امنیت پر ریاست په ننني برید کې ۱۰ کسان وژل شوي او له پنځوس ډېر ټپیان دي.

طالبانو منلې، چې د سمنګان ولایت د ملي امنیت پر ریاست یې ځانمرګی برید کړی دی. دوی دا هم ویلي، چې په دې برید کې تر ۷۰ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

خبر د بشپړیدو په حال کې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په پکتیا کې د طالبانو په ملاتړ جنګیدونکیو پاکستانیو ملیشو ته مرګ و ژوړبله اوښتې

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: چنګاښ ۲۳, ۱۳۹۹)

په پکتیا کې د ډنډ پټان ولسوال ویلي، چې پر امنیتي پوستو له طالبانو سره یو ځای پاکستاني ملېشې جګړه کوي او د سږکال په اوږدو کې افغان ځواکونو ورته درانده ځاني زیانونه اړولي دي.

دپکتیا د دند پټان ولسوال عید محمد احمدزی زیاتوي، چې په دې ورستیو کې د طالبانو د کویټې شورا رهبري او جنګیالي را اوښتي، چې امنیتي وضیعت يې د تېر په پرتله خراب کړی دی.

د ډنډ پټان ولسوالۍ اوسیدونکي خراب امنیتي وضیعت اندېښمن کړي او په سیمه کې افغان سرتېرو ته له مرکزي حکومته د وسلو او پوځي وسایلو غوښتنه کوي.

دوی په سیمه کې د خراب امنیتي وضیعت لامل د امنیتي ارګانونو ترمنځ نه همغږي هم یادوي.

ډنډ پټان ولسوالي له کوزې پښتونخوا پاړا چنار سیمې سره نهه ویشت کلیومتره اوږده پوله لري، چې پر ډېرې برخې يې افغان حکومت له شتون بې برخې او وسلوال طالبان او نور ډلې په آسانه له فرضي کرښې را اوړي؛ ځکه، نو د سیمې خلک پر پوله د امنیتي پوستو د جوړلو غوښتنه کوي.

Continue Reading

Trending