تازه خبرونه

له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتو په صورت کې حکومت راپرځي-حکمتیار

Published

on

(Last Updated On: )

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، چې د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند هم دی؛ ملي وحدت حکومت کمزوری بولي او وایي، له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتو په صورت کې حکومت راپرځي.

د کابل د چهاردهي سیمې اوسیدونکیو په یوه ټاکنیزه ناسته کې د سولې او عدالت ټاکنیزې ډلې د مشر ګلبدین حکمتیار له نوماندۍ ملاتړ څرګند کړ

ښاغلي حکمتیار په دې جوړه شوې ناسته کې خپلو پلویانو ته په ډاګه کړې؛ د امریکایي بنسټونو تحلیلونه ښیي، چې دا حکومت نشي کولی حتا له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتو څو اوونۍ وروسته هم دوام وکړي.

ښاغلي حکمتیار د ټاکنیز کمپاین غونډې ته دا هم ویلي، امریکا په افغانستان کې د داسې یوه حکومت د جوړیدو په لټه کې ده، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته د یوې مودې لپاره پاتې وي.

حکمتیار د افغانستان اوسنی وضعیت د ۱۹۹۰ کلونو شرایطو ته ورته بولي او وایي، په تېرو اتلس کلونو کې له یو میلیون ډېر افغانان په جګړو کې وژل شوي او په خبره یې امریکا او ناتو  ندي توانیدلي، چې په افغانستان کې امنیت او ټیکاو رامنځته کړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ امکان لري، چې د ولسمشرۍ ټاکنې وځنډیږي، ځکه په خبره یې ټاکنې او سوله دواړه په یوه وخت پر مخ نشي تلای.

دغه څرګندونې په داسې حال کې په ډاګه کیږي، چې د طالبانو او امریکایانو د سولې په اړه د اتم پړاو خبرې څو ورځې مخکې پای ته ورسیدې او دواړه خواووې یې له پایلې خوښ او د سولې هوکړې لاسلیک ته ډاډمنې ښکاري.

خبریال: سمیع جهیش

Trending

Exit mobile version