Connect with us

تازه خبرونه

په افغانستان کې یو نوی حکومت جوړیږي- عمران خان

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په  دوحه کې د طالب استازیو او امریکایانو د خبرو وروستي پړاو ته په نغوته کې ویلي، چې جګړه پای مومي او سوله دې جګړه ځپلې هېواد ته راځي.

عمران خان دا خبره کړې او وایي؛ په افغانستان کې نوي حکومت جوړیږي، چې  په خبره یې د ټولو افغانانو استازیتوب به وکړي.

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وایي، جګړه پای مومي او سوله راځي او د سولې بهیر د سوداګرۍ او اقتصاد د پیاوړتیا لپاره ډېر مهم دی.

هغه وایي: له طالبانو سره د سولې خبرې کیږي او که الله غوښتي وي په افغانستان کې به زمونږ وروڼه د یو او بل تر څنګ په سوله کې ژوند وکړي.

په کابل کې بیا بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت مستشار احضار کړ او په دې اړه یې ترې وضاحت وغوښت.

بهرنیو چارو وزارت د عمران خان دا خبرې کورنیو چارو کې څرګنده لاسوهنه ګڼي.

د طالبانو د رژیم د امر باالمعروف وزیر مولوي قلم الدین وایي، چې د نوي او زوړ حکومت جوړیدل نه د عمران خان خوښه ده او نه  ورپورې اړه لري؛ خو داکتر غني بېځایه منډې وهي او بېځایه ټاکنې کوي، د نوي حکومت جوړیدل یو اړتیا ده.          

ځینې ګوندونه وایي، د عمران خان دا خبرې ښیي، چې د افغانستان په سوله او جګړه کې دا هېواد لوړ لاس لري.

د ولسمشرۍ ټاکنو احتمالي نوماند عنایت الله  حفیظ وایي، چې د سولې بهیر باید له خلکو پټ نه وي. هغه خبرې، چې باید حکومت یې وکړي؛ پاکستان یې په ډاګه کوي. دا ښي، چې پاکستان د افغانستان په جنګ کې پراخ لاس لري.          

په وروستیو کې د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب له طالبانو سره د امریکا د سولې پر خبرو کلکې نیوکې وکړې او ویې ویل، چې په دې خبرو کې هیڅ روڼتیا نشته او افغان حکومت وروستۍ مرجع ده، چې له دې خبرو خبریږي.

خبریاله: افسون محمدي

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!