تازه خبرونه
په دوحه کې د طالب او امریکایي استازیو خبرې له دمې وروسته بیا پیل شوې
طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي؛ امریکایي پلاوي طالبانو ته وړاندیز کړی، چې په درې تر پېنځه کلونو کې به له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي، خو طالبانو ویلي، چې دا ځواکونه دې په شپږ میاشتو کې ووځي.
په تېرو دوه ورځو کې طالبان او امریکایان په خپلو کې وغږېدل؛ تازه د شنبې پر سهار( د کب ۱۱) دواړه خواوې د یوه میز تر شا کیناستې او خبرې له سره پیل شوې، چې د اختلاف غټ ټکي په کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره مهالوېش دی.
د حرکت انقلاب اسلامي افغانستان ګوند رییس مولوي قلم الدین ویلي؛ امریکایانو د طالبانو استازیو ته وړاندیز کړی، چې بهرني ځواکونه به په درې تر پېنځه کلونو کې ووځي، خو طالبانو دا نده منلې او له شپږ میاشتو تر یوه کال پورې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل غواړي. په داسې حال کې، چې طالبانو د بهرنیو ځواکونو د وتلو د اړوند نېټې په اړه څه ندي ویلي.
طالبانو ته نږدې سرچینو ويلي؛ ښایي روانې خبرې اترې څو ورځې نورې هم وغزیږي، چې د سولې پر وروستۍ هوکړې سلا وشي.
پخوانی طالب سید اکبر آغا وایي؛ امریکایان غواړي، چې تر ۵ کلونو پورې به افغانستان خوشې کړي؛ ځکه د افغانستان له حکومت سره په امنیتي تړون کې د بهرنیو ځواکونو حضور لس کلن دی، چې باید دغه موده پوره کړي.
د دوحې د مذاکراتو په اوج کې افغان حکومت پرېکړه کړې، چې له طالبانو سره به د مرکچي پلاوي ترکیب بدل کړي. لدې مخکې زلمي خلیلزاد هم ویلي وه، چې په کابل کې د سولې خبرو لپاره پلاوی د جوړېدو په حال کې دی.
د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري ویلي، چې له طالبانو سره د مرکچي پلاوي په ترکیب کې بدلون راځي او سیاسي ډلې به هم په دې نوملړ کې ور زیاتې شي.
سرچینو ویلي، چې د طالبانو او امریکایانو تر منځ د سولې لومړنۍ هوکړې مسوده هم تیاره شوې او ښایي د دوحې په دې پړاو خبرو کې د دواړو خواوو د تائید وړ وګرځي. په داسې حال کې، چې د دې مسودې جزییات تر اوسه ډاګیز شوي ندي.
پخوانی پوځي محمد رادمنش وایي؛ تر هغې، چې سیاسي ډلې، حکومت او مدني بنسټونه د دغو خبرو برخوال ونه ګڼل شي په دې اړه به وروستۍ پایله تر لاسه نشي.
د طالب بندیانو خلاصون او اوربند، دوه نور بحثونه دي، چې د قطر په مذاکراتو کې پرې د طالبانو او امریکایانو استازي خبرې کوي.
خبریال: باعث حیات
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ5 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه5 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ