تازه خبرونه
له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو مهالوېش اعلام شوی ندی- خلیلزاد
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازی وایي، له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو لپاره مهالوېش تر دې دمه اعلام شوی ندی.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپل تویت کې څرګنده کړې؛ په وروستیو ورځو کې د طالبانو ځینو چارواکو ادعا وکړه، چې له امریکا سره پر یو مهالوېش هوکړه شوې؛خو له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتو په تړاو تر دې دمه هیڅ مهالوېش اعلام شوی ندی.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان له ترهګرو څخه پر ملاتړ تورن شوی؛ خو له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د احتمالي وتو پرېکړې په وېره کې هم اچولی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي، چې له چمتوالي پرته ناڅاپي وتل به خطرناک وي؛ هیڅوک نه غواړي په افغانستان کې ګډوډي، بې نظمي او کورنۍ شخړې وي، نو له افغانستان څخه باید د امریکایي ځواکونو وتل محتاطانه وي.
داسې ښکاري، چې طالبان دا مهال په دیپلوماسۍ کې ښه فعال ښکاري؛ له امریکایانو سره د خبرو او سیمه ییزو سفرونو تر څنګ یې جنګي ماشین هم فعال ساتل شوی دی.
اوس پوښتنه دا راپورته کیږي، چې ولې طالبان د امریکایي ځواکونو د وتلو غوښتنه کوي؟
سیاسي فعال حسن حقیار وایي، چې ډېر ژر به یوه بله ناسته جوړه شي، چې دا به د سولې تازه خبرو ته یو لړ خنډونه له مخې لیرې کړي. مونږ هیله من یو، چې حکومت هم طالبانو ته ورته لږ څه ځان ور نږدې کړي.
خلیلزاد وایي، د طالبانو او امریکایانو خبرې دوام کوي او ژر به په دوحه کې د دواړو لوریو تر منځ بله ناسته هم تر سره شي.
د افغان حکومت له استازيو پرته دا کیدونکې ناسته به څومره وکولی شي، چې د افغانانو تر منځ خبرو اترو د پیل لپاره زمېنه برابره کړي او یا هم په دې برخه کې ستونزه ووسي؟
سیاسي فعال سلیمان کاکړ وایي؛ طالبان ښیي، چې دوی په خپلو خبرو کې نه د سیمې له هېوادونو، نه له امریکایانو او نه هم له حکومت سره رښتیني دي. هغوی باید د هوکړو لپاره سمه لار غوره کړي.
زلمی خلیلزاد له طالبانو سره د خبرو اترو په برخه کې د امریکایي پلاوي مشري کوي، چې په قطر کې د دواړو لوریو تر منځ څلورمه مخامخ ناسته تر سره شوې او ښاغلي خلیلزاد د دغې شپږ ورځنۍ ناستې په پای کې ویلي وه، چې له طالبانو سره د سولې پر ټولیز چوکات هوکړه شوېده.
وبه لیدل شي، چې د دوحې راتلوونکې ناسته به څه ګلان وکري.
خبریال: علی اصغري
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ4 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی3 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی2 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ