سوداگري
په روان مالي کال کې څه باندې ۱۵۸ میلیارد افغانۍ عواید لرو- مالیې وزارت
په روان مالي کال کې مالیې وزارت څه باندې ۱۵۸ میلیارد افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د هېواد په ماليي وزارت کې مسوولین وايي؛ په روان مالي کال کې هغه هدف ته رسیدلي یو، چې د پیسو نړیوال صندوق دعوایدو د راټولولو لپاره دې وزارت ته ټاکلی و.
د مالیې وزارت د عوایدو لوی رییس عبدالحبیب ځدارڼ وايي؛ تر دې مهاله مو ۱۵۸ اعشاریه پېنځه ميلیارد افغانۍ عواید راټول کړي او دا پیسې ټاکل شوي هدف ته نږدي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دعوایدو د زیاتوالي لامل دا دی، چې څوک نشي کولی د عوایدو له ورکړې او راټولولو اوږې سپکې کړي. یعنې مالیات په منظم ډول راټول شوي دي.
د ښاغلي ځدراڼ د څرګندونو له مخې؛ په روان کال کې اصلاحاتو د مالیاتو د فرار مخه نیولې؛ نو، ځکه عواید لوړ شوي دي.
خصوصي سکتور بیا وایي، مالیې وزارت په ټولو برخو کې تعرفې او محصولات لوړ کړي او دا وضعیت د هېواد له حالاتو سره مناسب ندی.
د سوداګرۍ خونې غړی مولاداد پیمان وایي: وروره! سوداګریزې راکړې ورکړې په ټپه ولاړې دي. ماليي وزارت له مونږ څخه لوړه مالیه اخلي؛ باید له مونږ سره همکاري زیاته شي، چې خلکو ته د کار زمینه رامنځته کړو.
د صنعت کارانو عالي شوراغړي بیا وايي، پر ځینو اجناسو د تعرفو لوړ والی له صنعت کارانو سره په مشوره شوی.
دوی زیاتوي؛ د ماليي وزارت دغه کار کولی شي، چې له کورني صنعت ملاتړ وکړي.
د پانګونې او صنایعو عالي شورا رییس عبد الجبار ساپی وایي: مونږ پخپله په ځینو برخو کې له ماليې وزارت څخه د تعرفې لوړولو غوښتنه کړې، چې له کورنيو تولیداتو ملاتړ وشي؛ نو، ځکه مونږه يي هرکلی کوو.
د یادوني وړده، چې په ځینو برخو کې د ماليې وزارت لخوا د محصول لوړولو له کبله خلک د ورځني ژوندانه په چارو کې له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.
خبریال: اسلم حجاب
تازه خبرونه
افغان او ایراني حکومتي مشرانو د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا خبرې وکړې
د ریاستلوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د حکومت یو شمېر وزیرانو د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي سره وکتل.
د ریاست الوزراء د مرستیالۍ دفتر ویلي؛ د لیدنې پر مهال د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پياوړتیا او په بېلابېلو برخو کې پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وشوې.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان او ایران اړیکې ښې او مثبتې وبللې او څرګندوي، چې د اړیکو د پراختیا او پياوړتیا لپاره ګډ کار ته اړتیا ده.
ملا برادر وایي: سږ کال د اورښتونه د ډېروالي له کبله نیمروز ولایت او د ایران سیستان ته د هلمند سیند اوبه ورسېدې، چې دا به د دواړو هېوادونو د ولسونو ډېری ستونزې حل کړي.
دغه راز ملا عبدالغني برادر اخوند د ایران له لارې اروپايي هېوادونو ته د افغانستان تولیداتو ته د ټرانزیټي اسانتیاوې له برابرولو خوښي وښوده او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ټرانزیټ او سوداګرۍ کچې د زیاتېدو غوښتنه وکړه.
په کابل کې د ایران سفیر سیستان ته د هلمند سیند د اوبو رسېدو په اړه خوښي څرګنده کړه او د دواړو هېوادونو د اقتصادې ودې او پراختیا لپاره اړینه بولي، چې هېواد به یې له افغانستان سره د سوداګرو د بانکي ستونزو د له منځه وړلو، د چاپېریال ساتنې پر وړاندې د ګډې مبارزې، د کرنې سکټور عصري کولو او همدارنګه د ایران له لارې د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ کچې زیاتولو په برخو کې همکاري وکړي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په ایران کې د میشت افغان کډوالو د ستونزو د یادونې تر څنګ له ایراني لوري وغوښتل، چې په جبري بڼه افغان کډوال را ونهباسي او په دې اړه د دواړو لوریو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شي.
ویل کیږي، چې په دې لیدنه کې د اوبو او انرژۍ، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، د اطلاعاتو او کلتور وزارتونو چارسمبالو او په تهران کې د افغانستان چارسمبالي استازي فضل محمد حقاني هم حضور درلود.
سوداگري
ماليزيايي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه وکړي – عزيزي
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي د مالیزیا د بهرنیو چارو، دفاع، کورنیو چارو وزارتونو او د افغانستان لپاره د دې هېواد د لومړي وزیر د دفتر له استازې ډاکټرې شازلینا بنت زین العابدین سره وکتل.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ويلي؛ په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا، د دواړو لوریو دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو کنفرانس، د افغانستان او مالیزیا تر منځ د سوداګرۍ توازن او د افغانستان د محصولاتو لکه غالۍ، پنبه او کاني ډبرو لپاره بازار موندلو خبرې شوې دي.
ویل کیږي، چې په دې لیدنه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي په افغانستان کې د سیمې د هېوادونو د پانګونې پر زیاتوالي ټینګار کړی او د مالیزیا له پانګوالو غوښتل شوي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
سوداگري
د اوسپنې پټلۍ له لارې ترکیې ته د افغانستان صادرات پیل شول
د افغانستان کورنیو چارو وزارت ويلي، چې ترکیې ته د افغانستان صادرات د هرات – خواف د اوسپنې پټلۍ له لارې پیل شوي دي.
یاد وزارت په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې ترکیې ته د افغانستان صادرات د هرات- خواف اوسپنې پټلۍ له لارې په ارامه فضا کې پیل شول.
د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې د یوې میاشتې لپاره به هره ورځ یو ریلګاډی او له هغې وروسته به هره ورځ دوه هغه حرکت ولري.
د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ امنیت د عامه ساتنې ملي ادارې د امنیتي ساتونکیو لهخوا خوندي کیږي.
د خواف- هرات ریل پټلۍ پروژه نه یوازې دا، چې ایران او افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې نښلوي، بلکې د چین، ازبکستان، افغانستان، ایران، ترکیې او اروپا ترمنځ دوه زره کیلومټره دهلیز هم بشپړوي.
همدا راز افغانستان د نړۍ ازادو اوبو ته له لاسرسي پرته په وچه کې د پروت هېواد په توګه د ایران د اوسپنې پټلۍ او د ایران د سویلي بندرونو له لارې اروپا ته خوندي لار مومي.
ویل کیږي، چې دا د اوسپنې پټلۍ د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ لپاره ستراتیژیکه لار ده او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۶ میلیون ټنو مالونو د لیږد وړتیا رامنځته کوي.
-
تازه خبرونه2 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ4 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
نړۍ2 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی3 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
لوبی2 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
تازه خبرونه2 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ