تازه خبرونه
په امریکا کې د سپتمبر یوولسمه ۱۷ کلنه شوه
په امریکا کې د سپتمبر یوولسمه ۱۷ کلنه شوې، چې سملاسي وروسته د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو افغانستان ته مخه کړه او په دې اووه لس کلونو کې یې له پراخ حضور سره سره ناامني ورځ تر بلې د پراختیا په حال کې ده.
القاعدې شبکې د دوه الوتکو په کارولو په نیویارک کې دوه اسمانڅکې ودانۍ ووهلې او له دوه ساعتونو وروسته را ونړېدې، چې په کې نږدې درې زره کسان ووژل شول.
دا په امریکا کې لومړۍ خونړۍ پېښه وه، چې له تر سره کیدو سره سم یې د بنسټ پالو ډلو په تړاو پالیسۍ هم بدلون وموند.
پوځي شنونکی جاوید کوهستاني ویلي، چې تمه کیده، چې د سپتمبر له دې پېښې وروسته به د امریکا سیاست بدلون وکړي او په افغانستان کې به حالات ښه شي؛ خو امریکا دا کار تر سره نکړ او هېواد مو د نړیوالو سیالیو پر ډګر بدل شو.
د ولسي جرګې ځینې غړي وایي، له دې برید وروسته تمې دا وې، چې امریکا به ټولې ترهګرې ډلې په نښه کړي؛ امریکا افغانستان ته ځواکونه را ولیږل، خو د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره یې کار ونکړ.
د مشرانو جرګې غړی جمعه الدین ګیانوال وایي، چې د سپتمبر له ۱۱ وروسته، چې امریکایان افغانستان ته راغلل نه ورسره حالات ښه شول او نه یې د ترهګرو لمنځه وړل وڅارل؛ اوس۷۰ سلنه خاوره د وسلوالو مخالفانو تر اغېز لاندې ده. په داسې حال کې، چې امریکا ته د ترهګرو ځالې معلومې دي، د ناروغانو د درملنې ځای پېژني او پوهیږي، چې څنګه کار کوي؛ خو د لمنځه وړلو لپاره یې هیڅ هم نکوي.
د مشرانو جرګې غړې لیلما احمدي وایي، چې د احمد شاه مسعود له ترور دوه وروسته د سپتمبر پېښْه رامنځته شوې او نړۍ له تروریزم سره مخ شوه. مونږ له نړیوالو غواړو، چې د تروریزم د لمنځه وړلو لپاره دې کار وکړي کنه یو ځل بیا به له ستونزو سره مخ شي.
سیاسي او پوځي کارپوهان وایي، چې د ترهګرو د هڅو بهر په ځانګړي توګه په پاکستان کې تنظیمیږي او د افغانستان له متحدانو هم غوښتنې دا دي، چې د ترهګرو ډلو خلاف بریدونه وکړي له دې پرته به هر ډول تګلارې بې اغېزه وي.
خبریال: رفیع صدیقي
تازه خبرونه
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
د مرستو رسولو اسلامیک ریلیف ټولنې څرګنده کړې، چې د تېرې اوونۍ بارانونو او سېلابونو په افغانستان کې مالي او ځاني زیانونو اړولي دي.
د دې ټولنې په راپور کې راغلي، چې د وروستیو سېلابونو له کبله شاوخوا ۱۵۰۰ کورنۍ زیانمنې شوي او سلګونه څاروي هم له منځه تللي دي.
اسلامیک ریلیف ټولنې زیاته کړې، چې د وروستیو اورښتونو په پایله کې ۹۰۰ کورونه جزوي او یا بشپړ ویجاړ شوي او ۹۳ زره هکټاره کرنیزه ځمکه زیانمنه شوې ده.
په داسې حال کې، چې په دې وروستیو ورځو کې سختو بارانونو او سیلابونو د افغانستان خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي، د نړیوالو مرستندویه موسسو د راپورونو پر بنسټ افغانستان له بېسارې بېوزلۍ او اقتصادي بحران سره مخ دی.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې له پېښو سره د مبارزې وزارت ویلي وه، چې په دغو پېښو کې ۹۹ کسان وژل شوي او ۶۴ نور ټپیان دي.
تازه خبرونه
امریکا به افغانستان ته ورته په اوکراین کې هم له شرمېدلې ماتې سره مخ شي – روسیه
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې امریکا به افغانستان او ویټنام ته ورته په اوکراین کې هم له شرمېدلې ماتې سره مخ شي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د یکشنبې پر ورځ ویلي: د روسیې پر وړاندې په ګډه جګړه کې ورځ تر بلې د واشنګټن ډوبېدا به ویټنام او افغانستان ته ورته د امریکا لپاره پر یوه لویه او شرمېدلې ماتې بدله شي.
هغې زیاته کړې، چې امریکا غواړي اوکرایین تر پایه وجنګېږي.
زاخارووا ویلي، چې روسیه به د اوکراین په جګړه کې د نورې ډېرې لاسوهنې لپاره د امریکا د کړنو پر وړاندې له قید او شرط پرته پرېکنده ځواب ورکړي.
امریکا د ۱۹۷۵ او ۱۹۹۵ کلونو ترمنځ د ویټنام په جګړه کې له ۵۸ زره څخه ډېر نظاميان له لاسه ورکړل، چې د کمونیسټ پلوه شمالي ویټنام پر بریا او په سویل کې د هغې د واکمنۍ له پای ته رسېدو سره پای ته ورسېده. په دې جګړه کې سلګونه زره ملکي وګړي ووژل شول.
په افغانستان کې هم امریکا د ۲۰۰۱ او۲۰۲۱ کلونو تر منځ ۲ زره ۴۵۹ سرتېري له لاسه ورکړل او له ۲۰ زره ډېر نور یې ټپیان شول.
تازه خبرونه
اوبه له افغانستان سره د اړیکو پراخولو اړین عامل دی – ایران
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي اوبه د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا یو اړین عامل یاد کړی او هیله من شوی، چې د اوبو بهیر به روان وساتل شي.
حسن کاظمي قُمي دغه څرګندونې د یکشنبې پر ورځ (د غویی دوهیمه) په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي امیرخان متقي سره په کتنه کې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د ایران استازي د ایران سیستان ولایت ته د هلمند د سیند د اوبو په لاره کې د پرتو خنډونو د لرې کولو له کبله مننه کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي دا هم ویلي؛ سږ کال په هېواد کې بارانونه شوي، چې په پایله کې یې له څو کلنې پرلهپسې وچکالۍ وروسته د هلمند سیند اوبه د افغانستان نیمروز ولایت او د ایران سیستان ته روانې شوې.
امیر خان متقي د افغانستان او ایران اړیکې دوستانه او مثبتې وبللې او په ټولو اړوند برخو کې یې د امکان تر حده د اړیکو د پراختیا غوښتونکی شو.
په دې کتنه کې د ایران ځانګړي استازي پر غزه د اسرائیلو د بریدونو په اړه د اسلامي امارت له دریځ او په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د برید له غندنې مننه وکړه.
-
لوبی5 days ago
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې له ایران ماتې وخوړه
-
نړۍ2 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه5 days ago
ملګرو ملتونو تېر کال په افغانستان کې د اوبو ۴۷۰ کیلومټره کانالونه جوړ کړل
-
تازه خبرونه2 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
لوبی1 day ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
نړۍ5 days ago
د جمعې په ورځ به د م.م امنیت شورا په م.م کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب په اړه رای ورکړي
-
تازه خبرونه5 days ago
تېر ۲۰۲۳ کال د افغانستان د خلکو لپاره د سترو ننګونو کال و -راپور
-
تازه خبرونه2 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري