Connect with us

سیمه ییز خبرونه

په افغانستان کې د داعش امیر سعد ارهابي ووژل شو

Ariana News

خپور شوی

 په

(Last Updated On: August 26, 2018)

د ملي امنیت عمومي ریاست په ډاګه کړې، چې په افغانستان کې د داعش تش په نوم امیر سعد ارهابي د یو هوایي برید ښکار شو.

یادې سرچینې ویلي، چې نوموړی د ننګرهار ولایت د خوږیاڼیو په ولسوالۍ کې له خپلو لس ملګرو سره وژل شوی دی.

سرچینې دا هم ویلي، چې د داعش دوه مرکزونه له سپکو او درندو وسلو سره له منځه وړل شوي دي.

سعد ارهابي د اورکزۍ ایجنسۍ اصلي اوسیدونکی و، چې د حسیب لوګري له وژل کیدو وروسته د داعش ډلې له لورې د افغانستان لپاره د مشر په توګه ټاکل شوی و.

تازه خبرونه

په وردګ ولایت کې هوایي بریدونه د دوحې له تړون سره سم تر سره شوي – امریکا

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: October 26, 2020)

په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونو نن (دوشنبه د لړم ۵) د طالبانو هغه ادعا رد کړه، چې په میدان وردګ ولایت کې یې د تېرې شپې هوایي برید له دوی سره د امریکا له هوکړې سرغړونه یاده کړې وه.

د دغو ځواکونو ویاند په خپل یوه تویت کې څرګنده کړې، چې برید د تړون له مخې او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ ترسره شوی دی.

د امریکایي ځواکونو ویاند ویلي؛ په دې برید کې، چې تېره شپه د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ په اړوند سیمه کې تر سره شوی؛ لږ تر لږه پېنځه وسلوال طالبان وژل شوي دي.

 امریکايي ځواکونو په دې هوایي برید کې د ملکي زیانونو رامنځته کیدل رد کړي دي.

طالبانو په یوه تویت کې د دغه برید غندنه کړې او امریکایي ځواکونه یې د دوحې له تړونه پر سرغړونه تورن کړي دي.

طالبانو دا هم ویلي، چې په دې برید کې درې ماشومان وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملي دفاع وزارت پرته له دې، چې د امریکا د هوايي بمبارد په اړه څه ووایي؛ په ډاګه کوي، ګې د میدان وردګ ولایت په سید آباد او نرخ ولسوالیو کې د طالبانو د بریدونو په ځواب کې لږ تر لږه ۲۶ طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په غزني کې ماین چاودنې ۱۲ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

(Last Updated On: October 24, 2020)

نن سهار په غزني ولایت کې پر یوه تونس ډوله موتر د سړک غاړې ماین چاودنه رامنځته شوې، چې د درې میرمنو په ګډون یې نهه ملکي وګړي وژلي او درې نور ټپیان دي.

د غزني د امنیه قومندانۍ د څرګندونو له مخې، پېښه سهار مهال ۹:۰۰ بجې غزنی ښار ته نږدې د کوتل روضې په اړوند سیمه کې رامنځته شوې، چې قربانیان یې ټول ملکي وګړي دي.

دغه راز پولیسو ویلي؛ کله، چې دوی غوښتل قربانیان ولیږدوي؛ په اړوند سیمه کې د پولیسو پر موتر هم د سړک غاړې ماین چاودنه کوي او دوه پولیس ترې ټپیان کیږي.

د غزني پولیسو د پېښې پړه پر طالبانو اچولې؛ خو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

Continue Reading

تازه خبرونه

طالبانو په نیمروز کې ۲۸ سرتېرو ته مرګ و ژوبله اړولې او څو نور ژوندي نیول شوي

Ariana News

خپور شوی

په

توسط

Photo: Social Media
(Last Updated On: October 23, 2020)

د نیمروز ولایت په دلارام ولسوالۍ کې وسلوالو طالبانو پر امنیتي پوستو برید کړی؛ ۲۴ سرتېري وژل شوي، څلور نور ټپیان دي او څو نور ژوندي نیول شوي دي.

د دلارام ولسوال شهناز غدري آریانا نیوز ته ویلي: پېښه تېره شپه د ولسوالۍ په دهمزنګ سیمه کې رامنځته شوې او طالبانو څو نور سرتېري ژوندي نیولي او یو شمېر مړي یې هم له ځان سره وړي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې طالبانو ټول تجهیزات له قرارګاه څخه وړي او د ملي اردو لږ تر لږه  شپږ سرتېري یې ژوندي نیولي دي.

که څه هم  دفاع وزارت په دې اړه څه ندي ویلي؛ خو دا تائیدوي، چې دا مهال د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې د وسل والو طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ سختې جګړې روانې دي.

دغه راز د بدخشان په راغستان ولسوالۍ کې یو شمېر افغان سرتېري د طالبانو لخوا محاصره شوي دي. عسکرو رسنیو ته په یوه پیغام کې ویلي، چې دوی د خوراکي توکو او تجهیزاتو له کمي سره مخ دي.

په دې اړه یو شمېر پوځي کارپوهانو ويلي، چې د تجهیزاتو او مرستندویه ځواکونو کمی د پوځي تلفاتو د زیاتوالي لامل دی.

له جګړې اغېزمن هېوادوال له ښکېلو خواوو غوښتي، چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي او اوربند ته زمینه برابره کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending