Connect with us

تازه خبرونه

په خوست کې د وژل شوي خبریال او چاودنې عاملان ونیول شول

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د خوست والي د پنجشنبې پر ورخ د( غویی ۲۰) د ټاکنو په اړه د عامه پوهاوي یوې سترې قومي غونډې ته په وینا کې وویل، چې امنیتي ځواکونو په خوست کې د بي بي سي خبریال احمدشاه او یعقوبیو اډې په جومات کې د چاودنې عاملین نیول شوي او له څېړنو وروسته به یې دوسیې عدلیي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي .

د خوست والي حکم خان حبیبي د یعقوبیو د نوملیکنې پر مرکز او د خبریال احمدشاه د قاتلانو  له نیولو خبر ورکوي او وایي: مونږ زیانمنو کورنیو ته د عاملانو د نیولو ډاډ ورکړی و. اوس مو د دواړو پېښو عاملان نیولي او ډېر ژر به له څېړنو وروسته د قانون منګولو ته وسپارل شي.  

د خوست قومي مشران ټینګار کوي، چې دواړه دودونکي پېښې وې او عاملین یې باید په علني ډول په سخته جزا ورسیږي.

قومي مشر ګل نواز وایي: دغه نیول شوي کسان د ملت او اسلام دښمانان دي باید پر اعدام محکوم شي.           

دیني عالم محمد عارف وایي: احمدشاه د قوم او د ملت یو ښه خبریال و. د ده او د نوملیکنې پر مرکز د برید عاملان دې اعدام شي.        

تېره اوونۍ نامعلومو وسلوالو په خوست کې د بي بي سي خبریال احمدشاه هغه مهال پر ډزو وواژه، چې کور ته پر لار و او روانه اوونۍ د یکشنبې پر ورځ د خوست یعقوبیو اډې په جومات کې چاودنې بیا ۱۷ کسان ووژل او۳۸ نور یې ټپیان کړل.

خبریال: فریدالله ظاهر

تازه خبرونه

د ټاپي ګاز شرکت اجرائیه رییس له وروستیو پرمختګونو خوښي څرګنده کړه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین دلاور د پنجشنبې پر ورځ ( د وري نهمه ) د ټاپي پروژې له اجرائیوي رییس او په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره وکتل او د دغې پروژې د پرمختګونو په اړه یې خوښي وښودله.

د ترکمنستان او افغانستان، پاکستان او هند (ټاپي) د ګازو نلیکې د پروژې اجرائیوي رییس مراد امانوف د پروژې له وروستي پرمختګه ډخوښي وښوده او د پروژې د عملي پیل په اړه یې خبرې وکړې.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین لاور ويلي، چې د ټاپي پروژې لومړني کارونه چټک روان دي او په نږدې راتلونکي کې به د دې نلليکې د غځولو چارې پيل شي.

ویل کیږي، چې د ترکمنستان سفیر یاد هېواد ته د افغان پلاوي د وروستي سفر په اړه معلومات وړاندې کړل او څرګندوي، چې په نږدې راتلونکي کې به د دغه هېواد یو پلاوی هرات ولایت ته سفر وکړي.

TAPI د طبیعي ګاز یوه نللیکه ده، چې د آسیا پراختیایي بانک په ګډون د ګالکینیش – TAPI نللیکې شرکت له‌خوا پراختیا مومي.

دغه نللیکه به د ترکمنستان له ګالکینیش ګازو څخه طبیعي ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته لېږدوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

تحول: په افغانستان کې د بریټانیا د پوځي ماموریت ارزونه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

Continue Reading

تازه خبرونه

په فاریاب او سرپل کې سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

سیمه‌ییزو چارواکو ویلي؛ د سېلابونو له کبله دوه کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ور کړی او د مالي زيانونو تر څنګ د دې دوه ولايتونو د يو شمېر ولسواليو د تګ راتګ لارې هم تړل شوې دي.

دوی زياته کړې، چې پر کرنيزو ځمکو، استوګنې کورونو، د ښار او کلي تر منځ د پلونو پر نړېدو سربېره سېلابونو د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړى دى.

د يادونې ده، چې د سېلابونو له کبله زيانمنې شوې کورنۍ له دولت او مرستندويه ادارو څخه د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!