Connect with us

تازه خبرونه

په تاپي پروژه کې به له کورنیو سرچېنو کار واخیستل شي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کانونو او پترولیم وزارت ویاند وایي؛ د تاپي نللیکې په شاوخوا سیمو کې به بېخبنایي او تولیدي کارخانې جوړې شي، چې دا به د دې سیمو د اقتصادي ودې لپاره ګټور کار وي.

تاپي د مرکزي او سویلي آسیا د نښلولو پروژه ده، چې تر شاوخوا دوه لسیزو وروسته رښتیا کیږي.

د کانونو او پترولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي وایي، په افغانستان کې به د دې  پروژې د کار په پیل زرګونه خلکو ته د کار زمینه برابره او د کورنیو سرچینو څخه په کار اخیستلو تر سره او د پانګوالو پانګونه به جلب شي.

د دې پروژې تر څنګ په هېواد کې پاکستان ته د پېنځه سوه کیلو واته برښنا مزی او نوري فایبر هم غزول کیږي او دا لیکه پر یوه اقتصادي دهلیز بدلوي.

د سوداګرۍ وزارت معین فیروز خان مسجدي وایي، د دې دهلیز له لارې مونږ کولی شو له ګازو ګټه پورته او د خرابو ګازو د وارداتو مخنیوی وکړو.

د نوموړي په وینا؛ دغه پروژه د افغانستان د اقتصادي ودې او پانګونې په برخه کې آسانتیاوې هم رامنځته کوي.               

د اقتصاد وزارت ویاند سهراب بهمن وایي؛ مونږ هڅې پیل کړي، چې پانګونه آسانه او د هېواد اقتصادي پلانونه پلي کړو.              

د تاپي د ګازنللیکې اته سوه کیلو متره برخه به د افغانستان د هرات، هلمند، کندهار، نیمروز او فراه له ولایتونو تېره شي، چې دا به خلکو ته کاري زمینې برابرې او بهرني پانګوال پانګونې ته و هڅوي.

ولسمشر غني تېره ورځ( د کب ۴) د ترکمنستان، پاکستان او هند د ګازنللیکي د عملي کار د پیل په مراسمو کې د برخې اخیستنې په نیت هرات ولایت ته تلی دی.

نوموړي نن د بې پلانه ملکیتونو لپاره د سند ورکولو په مراسمو کې وویل، چې د افغانستان خلکو د تاپي پروژې د امنیت ساتنې ډاډ څرګند کړی دی. دا پروژه د دې هېواد د راتلونکي ژمنه او هیله ده. مونږ درې هېوادونه په خپله سیمه کې ونښلول او دوی به ۸ میلیارد دالر پانګونه وکړي.

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!